خوست اېګلز کرکټ کلب په یوه دوستانه دیرش اوریزه لوبه کې د استاد محمد خان ځدران کرکټ کلب ته دوستانه ماتې ورکړه:ټاس د استاد محمد خان ځدران کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه د توپ وهنې پریکړه یې وکړه.د استاد محمد خان ځدران کرکټ کلب په ۲۶ اورونو کې ۱۶۸ منډې جوړې کړې او خوست اېګلز کرکټ کلب ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
د توپ اچونې برخه کې:
کوثر خان: ۴
لقمان: ۳
آصف هلال: ۱
هدایت بیدار: ۱ابراهیم ځلاند او صفت مندوزی هم غوره اقتصادی بالېنګ وکړ.ورپسې خوست اېګلز کرکټ کلب لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه چې په ۲۵ اورونو کې یې یاد هدف تر لاسه کړ.لوبه د خوست اېګلز په ګټه تمامه شوه.
د خوست اېګلز له لوری د توپ وهنې برخه کې:
هدایت بیدار: ۶۳
فاروق څاروان: ۶۲
فرمان فدا: ۱۵
رفیع خان: ۱۲شامیت الله ځدران: ۱۰* منډې ترسره کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی کوثر خان شو چې څلور مخکښې ویکټې یې وسوځولې او لوبه یې د ځان پر طرف روانه کړه.د خوست ایګلز کرکټ کلب مینوالو او لوبغاړو ته د مبارک وی