گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د نړۍ دردؤ ونکۍ انځور !
د نړۍ دردؤ ونکۍ  انځور !

د نړۍ دردؤ ونکۍ انځور !

زه نه پوهېږم چې دا به د کوم فلم مکالمه وی او که کوم چا به له درده یا له خوشالۍ ویلی وی چې ( دا خبره به هم تاریخ ولیکی) خو زه یې له ډېرې پخوا اورم، کله کله په ناپامۍ کې یقین هم پرې وکړم او کله کله چې بیا ورته ځیر شم، په دې پوه شم چې تاریخ موږ لیکو، که چېرې خبرې موږ نوټ نه کړو، تاریخ کوم ماشین نه دی چې زموږ خبرې به ثبتوی، له بلې خوا هغه

مورخین چې په رسمی دفترونو او ټولنو کې کار کوی د هغو پېښو ثبت ته ناست چې د دوی معاش ورپورې تړلی وی، که څه هم په دې وروستیو کې رسنۍ ډېرې شوې او داسې فکر موجود و چې ښایی داسې پېښه پاتې نه شی چې رسنۍ یې ثبت نه کړی او د تاریخ غېږې ته یې ونه سپاری، خو له یوې خوا د رسنیو خبری بڼه، له بلې خوا د ځینو رسنیو تقلیدی پالیسۍ چې یوازې په هغه خبر پسې ګرځی چې نورو رسنیو خپور کړی وی، دا هیله هم له خاورو سره خاورې کړه او د تاریخ خبره په تاریخ کې پاتې شوه، ځکه ډېر کله داسې شوی چې په یوه ورځ داسې بدمرغه پېښې راغلی چې هر یوه یې د یوه درد او غم بېله سندره وایی، خو د پېښو د کثرت او یا هغې سیمې ته د رسنیو د نه لاس رسی له امله ځینې هېرې شوې او ځینې تر پوښښ لاندې راغلی او ځینې رسنۍ بیا د هماغه لویو رسنیو نه په تقلید په هغو خبرو شخوند وهلی چې د دوی له مسؤلیت لرې وې او د خپل چم ګاونډ خبره ترې هېره شوې ده.چې له خپلې اصلی خبرې لرې نه شم اصلا خبره مې د څو ورځو وړاندې په بریدونو پسې اوږده کړه، څو ورځې وړاندې په خوست، کابل او ننګرهار کې هم مهاله داسې پېښې وشوې چې هرې یوې یې د انسان زړه لړځولو.په کابل کې په یوه روغتون برید وشو، هغه هم د زیږنتون په برخه، چې ټولې په کې مېرمنې او نوی زیږیدلی ماشومان وو، د هر یوه کیسه دردونکی وه، ځکه چا اولاد نه درلود او وروسته له ډېرو کلونو یې سترګې وې چې اولاد به یې پیدا شی، د چا په کور کې څو اولادونه او معیوب مېړه په دې انتظار و چې نوی ماشوم او مور به یې کور ته سلامت ورستانه شی، د چا میندې په دې هیله روغتون ته لاړې وې چې د نورو ماشومان یتیمان نه شی او د هغو میندو سره مرسته وکړی چې قابلې او روغتیاپالې ته اړتیا لری، خو په دې نه و خبر چې د دوی ماشومان به بې موره کېږی، دا او دې ته ورته سل نور هیلې او امیدونه په یوه ډز نیمګړی نیمه خوا پاتې شول.په ننګرهار کې هم همدا ډول کانه وه، ځکه چا فکر نه کولو چې په جنازه به هم برید کېږی او خلک به په کې وژل کېږی، خو جنازه داسې په وینو سره شوه چې چا یې فکر هم نه شو کولی، خو زما لپاره هله دا پېښه ډېره دردونکی شوه چې یوې مېرمنې د خپل کور د څلورو غړو جنازې ولېدې زړه یې چاود شو او په دې کور کې پنځمه جنازه هم کېښودل شوه.په خوست کې بیا د یوې چاودنې له امله چې د صبریو بازار خلبیسات کې وشوه د نورو تلفاتو ترڅنګ په کې یو دولس کلن ماشوم چې په یاد بازار کې یې لاسی کراچۍ چلوله، شهید شو.د دې ماشوم شهادت ځکه ځانګړی درد درلود چې ده روژه په خوله وه او له سهاره تر ماښآمه به یې خپلې وږی کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوله.له چاودنې یوه شېبه مخکې ماشوم ډېر ستړی و،

او غوښتل یې چې په خپله لاسی کراچۍ کې دمه وکړی، د کراچۍ د تل اوسپنه ډېره سخته او سره وه، ماشوم خپل کوچنی لاس د خپل سر لاندې کېښود ترڅو سر یې اوسپنه خوږ نه کړی، او سترګې یې د یوې شېبې لپاره د دنیا له درد او غمه پټې کړې، ده غوښتل یوه شېبه ارام وکړی او د یوې بسیا کورنۍ د ماشومانو په څېر په خپل زړه کې له ساعتیریو ډګه ماشومانه نړۍ جوړه کړی.ماشوم سترګې پټې کړې په دې وخت کې د چاودنې غږ شو، ټولو خلکو په منډو پیل وکړ، خو ماشوم نه یوازې منډې نه کړې، بلکې خپلې سترګې یې هم خلاص نه کړې او د خپل سر لاندې ایښی لاس یې هم ونه خورولو، همداسې غلی ویده پاتې شو، کله چې خلک راستانه شول او ماشوم یې ولیدو، دوی حیران شول چې څومره په ژور خوب ویده دی، خو دې ته یې پام نه و چې دا ماشوم بیا نه غواړی چې ویښ شی، ځکه د ماشوم لاسی کراچی او جامې ورو ورو په وینو کې ډوبېدې.ماشوم په نهار نس او ستړی وجود د تل لپاره ویده شو، ښایی ده نور په دې بې رحمه نړۍ کې د وخت تیرولو وس نه درلود او نه یې غوښتل چې نور د دې بې ویرې او بې عاطفې خلکو بارونه په خپله لاسی کراچۍ کې په تږی او نهار نس کش کړی.د ماشوم د ژوند پاڼه د تل لپاره وتړل شوه، خو په دې هېواد کې د ظلم او وحشت جریان لا هم روان دی، وار کوه نور به څومره دا ډول مظلوم او معصوم انسانان قربانی کېږی.دا ماشوم بختور و، ځکه د ژوند له دې بې رحمه قیده ازاد شو، خو د هغه مور او پلار چې مازدیګر ته یې نه یوازې د ماشوم زوی لیدلو هیله وه، بلکې د هغه لاسونو ته به یې هم کتل چې څه یې راوړی او کنه، دا هیله یې هم پرې شوه.ښایی دا کیسه تاریخ ونه لیکی، ځکه تاریخ د واکمنو تشریفات او نمایشات لیکی، خو هغوی چې دا صحنه یې لیدلی په ژوند کې به یې هم هېره نه شی.

دغه لیکنه د نواندیشی همکار  محترم اسدالله فروتن لخوا ترموږه رارسیدلی ده چی تر مننه کوو . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا