گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » غښتلی ملتونه اوتاریخی یادگارونه!
غښتلی ملتونه اوتاریخی یادگارونه!

غښتلی ملتونه اوتاریخی یادگارونه!

د نواندیشی یادونه اوسپارښتنه : لکه څنګه چی ګورۍ او خبر یاست زموږ هیواد د تاریخ د ډیری کرغیړنۍ او توری  دوری سره مخامخ دی  داسی چی زموږ ددغه غیرتی خاوری تاریخی او له برمه ډک فرهنګی ارزشونه هم په یوه او بله بهانه د جنګ سالارانو او حاکمو کړیو له لوری زموږ د لرغونی هیواد د تاریخ څخه په ډیره بی رحمۍ سره جلا او په مصنوعی توګه د نویو شهیدانو او اتلانو په نوم نومول کیږی ، دیادولو وړ بولو چی د افغانستان  په ورستیو څلرو لسیزو کی دا لومړی ځل نه دی چی د یوچا او یوی حاکمی ډلی په خوښه زموږ د ملت تاریخی او فرهنګی ارزشونه د واکمنو کړیو له لوری په نښه شوی دی بلکه دغه شانی تاریخی ارزښتونه او سمبولونه د یوی حاکمی ډلی لخوا هغه مهال د خپل منځیزو شخړو قربانی شول چی د ۱۳۵۷ لمریز هجری کال د خونړۍ کودتا په ترځ کی بریالی شوی چارواکی د نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین ترمنځ په خونړی لوبه کی ووژل شول او د ننګرهار ولایت نامتو لرغونۍ مرکزجلال آباد اودهلمند ولایت مرکزلشکر ګاه یی پهوارسره د ” تړون ښار” او ” زرغون ښار” په نومونو ونومول ویل کیږی چی جلال آباد او لشکرګاه  ځکه تړون ښاراو زرغون ښار ونومول شول چی تړون اوزرغون نومیو افسرانودحفیظ الله امین اونورمحمد تره کی ترمینځ په خونړیزه شخړه کی دحفیظ الله امین په پلوی دجګړی اتلان نومول شوی ؤ نوځکه خویی جلال آباد او لشکرګاه په اعزازی ډول ” تړون ښار”او” زرغون ښار”په نومونواړولی ؤ.د حیرانتیا وړخو  داده چی که څه هم دافغانستان د تاریخی جغرافیی په یوه برخه کی د وخت پر حکومتی فرمان دوه تاریخی ښارونه جلال آباد او لشکرګاه چی کم له کمه د افغانستان په تاریخ کی د څو سوه کالوسابقه او قدامت   درلود بیا هم خلکو په خپلوپخوانیو  نومونو سره یادول او هیـڅکله هم تازه او اعــزازی نومــونه لـــکه ” تړون ښار” او” زرغون ښار” د خلکو په ذهن کی ځای پیدا نکړاو تر دی چی ډیر وختونه به چارواکو هم که نوی نومونه په رسمی بڼه پکارول نو بیابه یی هم د نویو فرمانی نومونوترڅنګ د تاریخی نومونه د توضیح په موخه ورسره لیکل چی د وخت په تیریدونوی فرمانی نـــومونــــه یعنـــی  ” تړون ښار” او” زرغون ښار” چی د حفیظ الله امین له لوری ایښودل شوی ؤ د اؤلس له یاده ووتل او په طبیعی ډول جلال آباد او لشکرګاه چی د ټولنی په وجدان کی یی ځانګړی مقام  موندلی ؤ د اولس په فرهنګ واؤختل . همدا شان کله چی د نجیب الله په مشرۍ  شوروی پلوه رژیم ړنګ شو او په ځایی د مجاهدینو اسلامی حکومت جوړ شو نو په لومړی ځل یی د کابل د پل خشتی جومات د پاکستانی وژل شوی جنرال ضیأ الحق په نوم ونومول شو خو د مجاهدینو د واکمنی په شمول هیڅکله هم د پل خشتی لرغونۍ جومات د ضیأ الحق په نوم یاد نکړ . دا ځکه چی  آخیرنی څو څلویښت  کاله  په متفق ډول د خونړیو فاجعو کالونه بللی شی او داسی چی د ټولو کیڼو او یاهم ښیو مذهبی واکمنو په ګډون هیڅوک تری انکار نه شی کولای . نو ځکه خو  ټولنیزی تاریخی  اروا پوهنی دا حقیقت څرګند او په ګوته کړ چی دچارواکوټول  فرمانونه او احکام  په ځانګړی توګه  په عامه او تاریخی ځایونو نومونه ایښودل هغه وخت د عمل جامه آغوندی چی چارواکی له ولسواک مشروعیت څخه برخمن وی او په انسانی او ملی معیارونو د هیواد د بشپړ اکثریت استازیتوب وکړی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دهیواد ټولو شهیدانو خاصتأ مولوى صاحب ایاز نیازى ته په درانه احترام سره،غواړم دټولوافغانانو خاصتأ ځوان کهول جدى توجه دافغانستان دمعاصر تاریخ ژورى مطالعى ته را واړوم. تر څو خپل ځان، خپل هویت، خپل ملت ،خپل اتلان او دخپل ویاړ څلى وپیژنى.او هغه څهرى وپیژنى چه دهیواد د دښمنانو په اشاره دتاریخ په هر موړ کى په مختلفو حیلو او بهانو بیشرمانه هلى ځلى کوى تر څو دافغان ویاړلى ملت : دهویت، تاریخ اتلانو او ویاړنو څلى ونړوى.

دغه مافیایى کړى کوشش کوى دخپلوکرغیړنواعمالو په وسیله له یوه اړخه دمولوى صاحب ایازنیازى په شان وطن دوسته علما د سیاسى اوټولنیز ژوند له ډګر نه حذف کړى اوبله اړخه دانګریز خلافد کابل ښاریانو دملى قیام د قاید وزیرمحمد اکبرخان دنوم په ځاى، د مولوى صاحب ایاز نیازى نوم ایښودلوترپردى لاندى خپلىناولى او کرغیړن څهرى پټى کړى.دا مشکله خبره نه وه چه د مولوى صاحب ایاز نیازى نوم د په یوى علمى یا دینى موسسى باندى کیږدى. له کابل نه شروع تر ولایاتو سل ګونو مناسب ځایونه د دى کار لپاره موجود دى. دا په هیڅ صورت عادلانه او دمنلو وړ نده چه دیوه ملى اتل د نوم په حذف کولو سره دى دغه کار تر سره شى.دولتى چارواکى او داطلاعاتو اوکلتور وزارت دى جدٱ پدى غلطه فیصله له سره غور او فکر وکړه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا