کیدای شی لابه اشرف غنی چی هوډ یی کړی دی ارګ به تر مرګه پری نږدی د اتلانتیک شوری د ګډونکونکو اندیښنی او ګرویژنی پای ته نه وی رسیدلی چی د رئیس اشرف غنی ددغه څرګندولو په هکله چی د غونډی د یوی ګډونکی په ځواب کی یی ویلی وی چی آیا تاسو د یوی لنډ مهاله دوری لپاره له واک څخه لاس په سرکیدواو استعفأ ته تیار یاستی ؟
او اشرف خان غنی ویلی ؤ چی دغه اشتباه یوځل د افغانستان پخوانی جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله ترسره کړی وه چی زموږ لپاره یو فیلم دی او زه به هغه تکرار نه کړم نو مسکا نجیب چی د فقید ډاکتر نجیب الله لور او دهغی ځای ناستی ده په خپله فیس بک پاڼه کی ولیکل چی ښاغلی غنی ! په افغانستان کی شل کلنه جګړه یوه فیلمی پروژه نه ده په هرحال هرفیلم یو پای لری تاسو د تکبر د ناروغۍ رنځور یاستی چی د اتلانتیک شوری د یوی ګډونکی د پوښتنی په ځواب کی ستاسو څرګندونی د یوه سالم رهبر سره نه ښائی ….. یوازی رښتیانی هیواد پاله او پر وطن مئنان کولای شی د ډاکتر نجیب الله د سولی هڅی وګوری .