گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخلیلزاددوژلودپلان اودآخرنیووژنو په باب یوه له خنده ډکه ویدیو!
دخلیلزاددوژلودپلان اودآخرنیووژنو په باب یوه له خنده ډکه ویدیو!

دخلیلزاددوژلودپلان اودآخرنیووژنو په باب یوه له خنده ډکه ویدیو!

که څه هم څرګنده نه ده په داسی حال کی چی  لاتراوسه هم په افغانستان کی د هدفی وژنو لړی روانه ده او همدا پرون هم  د کابل ښاردشیر شاه سوری جومات د هغه جومات د ملا امام اوخطیب خدای بښلی مولوی عزیزالله مفلح په وینو سوردی نو ولی طالبانوپه بیړه سره  د یوی داسی ویدیو په خپرولو اقدام وکړچی د هغی د اوریدو او خپریدو په هکله زیات شکونه او شبهات موجوددی خو بیایی هم دغه ویډیو د یوه سمدلاسه موخو ته د رسیدو په هیله په ډیره سادګۍ داسی ښودلی ده چی ګنی د ویدیو د وینا وال په قول د لوګرپه ولایت کی د طالبانو له لوری نیول شویاو د نیوو وروسته یی دغه داستان چی  ګنی په داسی حال کی  چی معلومه نه ده دلوګر په کومه سیمه کی او څه ډول دوی د طالبانو له لوری نیول شوی و چی اوس یی دافغانستان لپاره د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د صلحی سلاکار چی له طالبانو سره یی د امریکا په استازیتوب په افغانستان کی دصلحی دراوستو په باب تړون لاسلیک کړی او د هغه د له مینځه وړلو لپاره یی چی زلمی خلیلزاد به چی کله کابل ته راغۍ

نو د حامد ګیلانی کورته به دهغه دلیدو لپاره هم وخت ناوخته تګ او راتګ کاوه لکه څرنګه چی تاسو واوریدل ددغه ویدیو په یوه برخه کی ویل شوی دی چی ګنی د خلیلزاد په وژلو به نور په افغانستان کی دامریکا پروژه پای ته ورسیږی اوله طالبانوسره د امریکا دسولی تړون به لاسلیک نه شی !!! او دغه تحلیل د ملی امنیت دپخوانی رئیس رحمت الله نبیل چی جمهوری ریاست څوکۍ ته یونوماند هم ؤ د یوه له نږدی خپلوان ابراهیم او دهغه سره اړوند کس ماهر او مصطفی چی په یوه ډیر لوکس موټر کی ناست ؤ او ډیرتود روغبړ یی راسره وکړاوموږغازیان نومولو او ویل یی چی  دهغوی اصلی دښمنان پاته دی اوخلک نورخلک وژنی که چیری دغه اصلی کس ووژل شی نومسأ له حل کیږی آخیر یی راته وویل چی پوهیږېی دا شیطان څوګ ؟موږ ورته وویل چی نه!بیایی ویل چی داخلیلزاد حرامی دې.!!چی موږداشیطان مردارکړو له طالب سره معاهده او دسولی خبری ټولی ختمیږی !!طالب زموږ اوستاسو مشترک دښمن دی بیایی راته وویل چی موږ یی څارو او تاسو ته یی ټول ځایونه درښیواوپه دی ورځو کی هغه راځی تر هغو به تاسو موټر بمب اودری کسه فدایان ملګری برابر کړۍ ….سپین رنګ نوی موټری د امنیت ملی له پلیټونو سره دوه ورځی بعد یی دشوری په دفترکی راکړل ویل یی چی بیا به موږ درسره رابطه وکړو . ……..

معاذ د کابل د فدایانو مسؤل را ته وویل چی موټربګرامیو ته راوله چی ډک یی کړوموټر مو هلته ورؤست چی پنځه  ورځی بعد موټر د دری کسه فدایانو په ګډون تیار شو او ابراهیم ته مو وویل چی موږ تیار یو چی دغه دری کسه فدایان مو د ابراهیم په وسیله را انتقال کړل وروسته ابراهیم وویل چی مصطفی ګورو په همدی ورځ یی مصطفی یوه کورته بوتلو چی د مصطفی د ورور کور ؤ بیا یی راته وویل چی تیار یاستی ؟ موږ ورته وویل چی هو موږ هرحه ته تیار یو. بیایی راته وویل چی دا دڅنګ کور د پیر ګیلانی دزوی حامد ګیلانی کور دی خلیلزاد چی کله کابل ته راشی نو دلته دګیلانی سره د مجلس لپاره راځی چی کله خلیلزاد د ګیلانی کورته راشی نو مو ږ به تاسو ساحی ته راورسو او چی کله خلیلزاد هلته رسیږی نو موږ به تاسو ته معلومات درکړو چی په لاره کی فداېی برید پری وکړی . یوکس به موټر بمب ورباندی وکړی او دوه کسان نور غازیان به دواسکټ سره ورته پیره کوی چی یو هم ژوندی ورڅخه لاړ نه شی !!زموږ انتظار یولس ورځی وخت واخیست او خلیلزاد چی کابل ته راغۍ نو دحامد ګیلانی کورته ورنه رغلو او بیرته ولاړ .په دغه وخت کی معاذ نومی موږ ته له لوګر څخه زنګ را وواهه چی تاسو دواړه ډاکتر او ابراهیم لوګر ته یوځل راشی موږ لوګر ته ورروان شوو په لاره کی د طالبانو په تلاشی کی ګیر راغلو تلاشی یی چی وکړه دملی امنیت کارتونه یی د ډاکتراوابراهیم سره ګیر کړل نو ټول یی دغه ځای ته راوستو چی اوس دلته یاستو.لکه څرنګه چی ګورۍ او لولی د دغه مصنوعی سناریو او فیلمنامی اصلی لوبغالی دوه کسان دی چی یو یی دطالبانو سره د خبرو اترو غټ مرکچی زلمی خلیلزاد او بل یی هم پخوانی د ملی امنیت رئیس  او په تیرو ټاکنو کی ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل ؤ چی په امنیتی سوابقو کی یی د هغه په غوښتنه له بحرین څخه د انس حقانی او حافظ رشید نیول او بیا افغانستان ته دهغوی راوستل ؤ چی په خواشینی سره باید وویل شی انس حقانی اوحافظ رشید دهغه د امنیتی دندی په وخت کی له قطر څخه په راتګ د بحرین په نړیوال هواېی ډکر کی نیول شوی ؤ چی وروسته د یوی نا پیژندل شوی معاملې په ترځ کی له څوکالو بنده خلاص او د طالبانو لخوا د مرکچی په فهرست کی شامل شوخوهیڅوګ نه پوهیږی چی څنګه اوولی په ځانګړی توګه اوس مهال چی رحمت الله نبیل په ظاهره له واکه لیری شوی دی نوطالبان اودهغوی لوی ملاتړی پاکستان ولی دا ډول د خندا وړډرامه دافغانستان پرخونړی ستیژ ښکاره کوی ؟بل لوری ته افغان ټباره امریکائی زلمی خلیلزاد چی د امریکا په استازیتوب یی که څه هم له طالبانو سره د افغان سولی په اړه تړون لاسلیک کړی خو په واقیعت کی د پاکستان په فعال نوښت اوګډون د افغانستان د ټولو ګاونډیانو سره په دغه هیواد  کی دجګړی د پای ته رسیدو په هیله  پریوه نوی تړون لاس لیک کړ. نو د څیړونکو په نظر ددغه شانی یوه کمیډی ویدیوئی کلیپ  خپرول باید د امریکا په سیاسی تاریخ کی د افغان ټباره زلمی خلیلزاد سیاسی او امنیتی رول د افغانستان اوسنی وضعیت ټه په کتنه له سترګو تیرشی او دهغی په رڼا کی ددغه شانی ویدیو دخپرولو اړتیا په ګوته شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا