گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له جګړوڅخه خلاصون کړنلاری!
له جګړوڅخه خلاصون کړنلاری!

له جګړوڅخه خلاصون کړنلاری!

انسانی ټولنې هغه وخت د تاوتریخوالی اوناروا جګړو څخه خلاصون مومې چې نه یوازې سوله ییز ژوند او کړنلارې و پیژنی، بلکې د سوله ییز ژوند د ساتنې له کړنلارو څخه د غفلت له عواقبو څخه هم خبرتیا ولری. زموږ په اوسنیو شرایطو کې چې د سولې او د سوله ییزو کړنلارو څخه د دوامدار غفلت پایلو زموږ ژوند په دوامدار تشدد او د جګړو په جال کې را بند کړی ، کومې لارې او اقدامات اړین دی تر څو د فتنواوظلم لارې بندی شی؟

 انسانی کرامت ته درناوی او له هغه څخه دفاع د هر چا لپاره یو ستر ارزښت شی.

 له اختلافاتو اوشخړوسره دمناسبو اوجوړونکولاروچارووده اوپه کاروونه بایدعامه شی.

 په ټولنیز سیستم کې دعدالت اوحقوقود تامین لپاره اړین اقدامات ترسره شی.

– ددې ټولوکړنو د اجراء لپاره پوهنه اوروزنه را منځته شی او ظرفیتونه وده ومومی.کله چې د یوې ټولنې غړی اوډلې انسان ته درناوی او له اختلاف اوشخړوسره مناسبه رویه اوکړنې غوره کړی نوموړې ټولنه یوه مدنی ټولنه کڼل کیږی. د مدنی ټولنې مهم خصوصیات دادی چې:- تحمل، د یوبل منل ، یوبل ته غوږ ایښودنه اواوریدنه، د خپلوکړنوڅخه مراقبت اوکنترول او د خپلو کړنو د مسولیت قبلونې عام کیدل….- د بدوکړنو اوزیان رسوونو څخه شرمیدل اوهغه عیب ګڼل وده اوپراختیا ومومی.د ښوذهنیتونو اوکړنو وده اوپراختیا اود بدوذهنیتونو اوکړنوعیب ګڼل اودهغو په کړنو سره د شرم وده اوپراختیا به د امن ، ثبات اوسلامتی په وده اوپراختیا کې مهم رول ولوبوی.په پورته توګه یاد شوی موضوعات ناممکن شیان نه دی. په خپل ځان اوټولنیزو اړیکوکې د نوموړوذهنیتونو اوکړنووده اوپراختیا به موږ ته ددی وړتیا راکړی څو د دوامدار تاوتریخوالی اوجګړوپه ناخوالوغلبه اوبری ومومو ، په ټولنیز سیستم کې د جوړونکو بدلونونو اومثبتو تحولاتولپاره لاری اواری کړو.زموږ داوسنی ذهنیت اوکړنو عام حالت داسی دی چې انسانی کرامت او د هغه خوندیتوب ته نه پاملرنه له یوې خوا او له بلې خوا موږ هغه وخت د شخړې (منازعې) په اړه فکر کووچې پخپله په شخړه کې راښکیل شو. اکثرا موږ د شخړې داغیزو په مقابل کې عکس العملی حالت اختیاروو اوزموږ ذهن په هغو شیانو مشغولیږی چې لیدل کیږی او د شخړې موضوع جوړوی. د ځینو ډیرومهموشیانو څخه چې د شخړوسرچینې جوړوی اویا شخړه د تاوتریخوالی او جګړی لوری ته تحریکوی غفلت کوو. د شخړو څخه مخکې د شخړو له سرچینو، تاوتریخوالی اوجګړو ته دهڅوونکو عواملو څخه غفلت ، همدارنګه د شخړود فعال حالت په وضعیت اویا له شخړو څخه وروسته هم نوموړو بنسټیزو موضوعاتو ته د پام وړپاملرنه نه کیږی. په دی معنی چې دشخړو څخه منظمه زده کړه اودهغو له پایلو څخه عبرت اخیستنه اود اړینو اصلاحاتو رامنځ ته کولوته ډیر لږپام شویدی.له اختلاف او شخړو سره د ناوړه چلند پایلو څخه نه عبرت اوله شخړو سره د تعامل په سیستم او کلتورکې د اړینو بدلونونو نه را منڅته کیدو زموږ ټولنه په دوامدار تشدد کې ساتلې او د جګړولپاره ېې په دوامداره توګه چمتو او مساعده ساتلې ده .په هره شخړه، تاوتریخوالی اوجګړه کې ځینې موضوعات اومسایل واضح اوښکاره وې لکه د شخړې موضوع ، خواوې اوځینې مسایل اوموضوعات مخفی اوله نظره پټ وی لکه په سیستم کې نا برابری ، د اړتیاوو، حقوقو اوقوانینوڅخه نه خبرتیا ، له شخړو سره نا مناسب تعامل، اړیکو ته نه پاملرنه ، د سالمې مفاهمې نه شتون…. لکه څنګه چې په پورته توګه یادونه وشوه موږ د شخړو اوجګړو په وضعیت کې په ښکاره شیانو مشغولیږو اوهغو ته پاملرنه کوو او د ځینو ډیرو مهمو شیانو څخه غفلت کوو. مثلا د شخړو او جګړو بندول غواړو خو له هغو عواملو چې شخړې او جګړې تحریکوی غفلت کوو. همدا علت دی چې زموږ د شخړواوجګړود سرچینو اود تحرک دعواملو ریښې زموږ د ژوند ، اړیکو او حافظوپه ژوروکې په دوامداره توګه ژوندی پا ته کیږی. په یوه ورته موضوع بیا بیا تشدد اوجګړې کیږی خو زموږ په ټولنه کې د هغو په اړه بنسټیز اړین بدلونونه چې د شخړو او جګړه څخه په دوامداره توګه مخنیوی وکړی ، پام نه کیږی. مثلا په واک ، منابعو په ویش اوصلاحیتونو، په ځمکو ، اوبو، میراث … کلونه کلونه شخړې ، او تربګنۍ روانې وی.ددې لپاره چې د دوامدارسولې دتامین ریښې زموږ په ذهنیتونو، کړنو،اړیکو،کلتور،ټولنیزواقتصادی اوسیاسی جوړښتونواوسیستم کې وده او پراختیا ومومی لاندې ټکوته پاملرنه اړینه ده: لومړۍ : – دیوه قوی ، سوکاله اومتحد افغانستان خیر په دی کې دی چې ټولې خواوې پریوبل باندې دغلبې ‌ ذهنیت له سره وباسی. ځکه چې د ماتې ورکولوذهنیت ډیر خطرناکه عواقب لری. افغانانو ته دا ښایی چې د ( یا ته – یا زه ذهنیت ) په (هم ته اوهم زه) ذهنیت باندې واړوی. دا به د ملی وحدت لپاره د یومهم بنسټ په رامنځته کولواوجوړلو کې مرسته وکړی. که د هم ته اوهم زه ذهنیت په فکرونو کې نه وی تولد شوی دا په حقیقت کې یوه ټولنیزه فکری خلاء ده چې دا خلاء باید د (هم ته اوهم زه ) په ذهنیت سره ډ که کړو. دا تصور چې افغانستان دټولوافغانانو مشترک کوردی. په دې کور کې هیڅ افغان د بل افغان څخه کم یا زیات نه دی اوټول ددې وطن اوسیدونکې دی . ټول دفزیکی اومعنوی توان لرونکې دی اوکولای شی له نوموړی توان څخه دافغانستان په آبادۍ کې ګټه واخلی. هغه افغان د قدر وړدی چې ددې مشترک کوردعزت اووقار په ساتنه، سوله اوآبادۍ کې ډیرهاند اوهڅه کوی. موږټول باید په داسې کارونوکې له یوبل سره مسابقه وکړواو د جګړه ماری ، لوټماری اوفساد په ختمولوکې د یوبل مرسته وکړو.دوهم : – ښه حکومت باید وده وکړی. د ښه حکومت نښه داده چې د ولس دحیاتی اوروانی اړتیاوود رفع کولوپه فکرکې وی اوولس ته ښه خدمات اوښه محصولات وړاندې کړی.

دریم : – ولس ته د خپلو ارزښتونواومقدساتو سره سم د حکومت په ټاکلوکې د ونډې اونظرحق ورکړی اوعدالت تامین کړی.

څلورم :– ښه حکومت داده چې د ولس د اړتیاوو اوښوخدماتولپاره په ځان کې اړین بدلونونه رامنځته کړی اودافغانانو په سوله ییزه روزنه اوپالنه کې هڅې سره همغږې کړی. د مخالفینوسره ددې لپاره د سولې اویووالی لارې پرانیزی څو جګړه بنده شی او ولس ته په ګډه خدمت وکړی ، امنیت ،سوله، عدالت اوحقوق تامین شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا