کله چی یوه دخدای او انسانیت څخه ناترسه بنیادم په یوه تور ماښام کی دخوست د اسمعیل خیلو اړوند ددهګانو په سیمه کی دیوی بیوزلی کورنۍ څوتنه غړی په ډیره بی رحمی سره ووژل او دا څرګنده شوه چی دا وحشیانه وژنی د کوم چا په لاس ترسره شوی دی نو له انتظار پرته د منګلو غیرتی قوم د خپل تیر تاریخ په راژوندی کیدو سره جرګه شول او د قاتل اوانسان نما وحشی ځناور کور ته یی په ګډه سره اور ورته کړ .
او دتاریخ په پاڼو کی یی دا درس هم پریښود چی ګنی د خوست منګلو قوم قهرجنو لاریونوالو د هغه قاتل کور ته اور واچوه چې د یوې کورنۍ اوه کسان په ډیرې بې رحمۍ د ټوپک په ډزو وژلی وو. دا هغه عمل دی کله چی اولسونه د قاتلانو او مفسدو کسانو سره د حکومتونو له قاطع چلند څخه نا هیلی شی نو دوی په خپله د خپل تاریخی دود او دستور ته په مراجعه د قاتلینو او وژونکو ته جزا ورکولو په فکر کی کیږی .
ددغه خبر په خپریدو له خوست څخه د خپریدونکی د سولی پیغام درادیو او دهغی له مشر لیکوال او شاعر زاهد شاه انګار څخه د زړه له تله مننه کوو