گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د غلام خان بندر لنډ مهاله پرانیسته اولــــنــــډ مهـــاله موســــکأ !
د غلام خان بندر لنډ مهاله پرانیسته اولــــنــــډ مهـــاله موســــکأ !

د غلام خان بندر لنډ مهاله پرانیسته اولــــنــــډ مهـــاله موســــکأ !

نن ورځ د۱۳۹۹هجری لمریزکال دچنګاښ په دوهمه دغلام خان لاردسوداګریزوتوګوپرمخ پرانېستل شوه اوپه سوداګریزوتوکوبار موټرپرې تېرشول.  دادهغه خبر یوه کوچنی برخه ده چی دکالونوراهیسی ددغه سیمی چارواکوله قوله خبرورکول کیږی .خو له هغه ځایه چی ددغه بندر لپاره ضروری او بستټیز ګامونه نه دی پورته شوی کیدای شی یوازی پر نمائیشی بڼه یی بسیا وشی اونور اړین ګامونه چی تر هر څه لومړۍ باید پورته شوی وای راتلونکی ته موکول کول په ټوله کی ددغه تاریخی  او اړینی لاری د پروژی د ماتی په معنی تعبیریدای شی او په هیواد کی د تاریخی ماتی د ډرامی یو تریخ باب بللی شی .

خو دا لومړی ځل نه دی چی دخوست غیرتی اولس اوغیرتی قومونه په هیواد کی د خپلو میړانواوسرښندنو قربانی کیږی . تردی چی که دهیواد ډیرو مغرورواو په ځان مینو چارواکو هم پری د اقرارمهرونه لګولی دی خو د وخت په تیریدواو خپلو وعدو او لوظونو ته د چارواکو ور شا کول  بیاهم د خوست میشته اولسونو په ژوند کی هیڅ شانی بدلون نه دی راغلی . 

رابه شو د مطلب خبری ته چی که  ګران هیواد افغانستان  د آسیا په نیمه وچه کی داسی  پروت دی چی زموږ دهیواد زیاتره برخی د کندهار ، ننګرهار او خوست ولایتونو له لاری له پاکستان هیواد سره نښلوی

ولایتی ادارې ددې لارې د پرانیستو سره سم ټول هغه امکانات او تدابیر چې مهم او اړتیا یې ده په پام کې نیولی دی . نن ورځ دخوست سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګرو او خوستوالو له خوست والی ښاغلی محمد حلیم فدایی مننه وکړه، چې د غلام خان لارې د ټرانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې یې د لومړی ځل لپاره منظمه طرحه او پلان جوړ کړ، چې د همدې پلان او طرحې له مخې د غلام خان ټولې اړتیاوې به بشپړ او د سوداګرو ستونزې به ورسره هوارې شی.خو څه موده وړاندی هم کله چی دغه لاره په لنډ مهاله توګه پرانیستل شوی وه په اسلام آباد کی د افغانستان سفیر عاطف مشعل او د پولی هغه خوا چارواکود همدومره خوشحالی اظهار کولو کومه چی نن یی ددغه لنډ مهاله پرانیستو په مهال کی وښودله . 

د ویلو وړ ده چی دوی د تیرکال په پرانیسته کی هم او داوسنی پرانیستی په مهال هم په خپلو خبرو کې د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس له ځانګړی پاملرنې هم مننه کړی او په دې برخه کې یې د دوی هڅې د قدر وړ بللی دی.سوداګرو په خپلو خبرو کې د غلام خان په اړه په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر، په ملی شورا کې د خوست د خلکو استازو، د بهرنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنایع وزارت، هڅې ستایلی دی او د دوی له هڅو یې مننه کړی.دا لار د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کیږی، چې د پاکستان سوداګریز مرکز کراچۍ ته له نورو لارو نیږدې او ګټوره لار ده.نواندیشی تربیون په کلکه سره هیله څرګندوی چی دا ځل پرانیسته د نورو پرانیستو په څیر نمائیشی بڼه ونلری او دیوی ترانزیټی  لاری ټولی اړتیاوی له پخوا څخه  پوره کاندی 

د امریکا غږ آشنا تلویزیون له تکړه خبریال ښاغلی ابراهیم رحیمی او دغه شان له خوست څخه خپریدونکی تلویزیونی شبکی غرغښت څخه په مننه :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا