گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هغه څه چی اردٌغان ترسره کړل
هغه څه چی اردٌغان ترسره کړل

هغه څه چی اردٌغان ترسره کړل

دنواندیشی  یادونه : لاندی لیکنه زموږ ګران همکار ښاغلی عبیدالله فروتن د ترکیی هیواد د منتخب مسلمان ولسمشر رجب تائیب اردٌغان د څوکلنو لاس ته راوړنو په باب لیکلی ده چی له هغه څخه دمننی او لابریالیتوبونو د غوښتود هیلی  تر څنګ ضروری بولو چی ووایو ښاغلی رجب تائیب اردٌغان نه یوازی د ترکیی هیواد په تاریخ کی د یوه داسی مسلمان په توګه رول لوبولی دی چی وتوانید په خپله اجتهادی او له اسلام څخه په رښتینی او عقلانی بنسټ ولاړقرئت یی چی د خدای بښلی ډاکتر نجم الدین اربکان تر مشرتابه لاندی د ملی ګورش په ګوند کی چی په اتیا یمه لسیزه کی یی فعالیت درلود خپله مبارزه پیل کړه . دنوروز جشن نمانځل – نامسلمانو وګړو سره روغبړ او لاس ورکول –همداشانی نور هغه څه چی داوسنی نړۍ د علمی پر مختګونو په ګړندی وده کی داسلام د مقدس دین اجتهادی او عقلانی بڼه په ګوتو کوی چی همدغه نړی لید درجب تائیب اردٌغان له نورو بنسټ پالو مسلمانانو سره څرګند توپیر بللی شی . اردُغان یوځلی دیوه حماسی شعر په ویلو او زمزمه کولو په زندان او نقدی جریمه محکوم شوی ؤ

هغه شعر چی ښاغلی اردوغان یی په ویلو او زمزمه کولو په زندان محکوم شوی ؤ 

د ښاغلی رجب تائیب اردٌغان دغه توحیدی دریځ  چی دکائیناتو ، انسان او د هغوی د خالق په باب یی لری د اسلام د مقدس دین دژوری مطالعی او څیړنو مرهون دی چی دژوند په یوه ځانګړی مرحله کی یی د استنبول د اکساری  په یوه عالی مدرسه کی سرته ورسولی او وروسته یی له مرمری پوهنتون څخه داقتصاد او مدیریت په برخه کی دلوړو زده کړو سند ترلاسه کړ . معنا داچی رجب تائیب اردٌغان لومړی د اسلام د مقدس دین  په باب مسلکی زده کړی وکړی او بیایی عصری علوم هم د اقتصاد او اداری په برخه کی په لوړه درجه ولوستل . یعنی دیوه دانشمند په قول ددین او عقل په نیلی یی  د علم او مدنیت لاره ووهله او پوخ ایمان یی پیداکړچی څنګه انسان د خدای ج په ځمکه کی خلیفه اوجانشین دی ؟ رجب تائیب اردٌغان اوپه اسلامی نړی کی نورد هغه روڼاندی پلویان په دی باوراو ایمان لری چی د انسان دعقل جوهر هغه پرمختللی وسله ده چی د هغی په درلودو دالهی فطرت په هغه هنداره کی چی دتاریخ د تکاملی پړاؤ بیلی  ، بیلی برخی یی د خدای ج د اولوالعزمه او پر وحی سنبالو انبیأ و او پیغام درلودونکو له لوری تسخیر شوی دی . دلته دویلو وړ ده چی د اسلام له مقدس دین څخه دغه برداشت او انګیرنه له ټولو هغه شبه دینی روڼاندود برداشت او انګیرنی  سره هم توپیر پیداکوی چی له « علم د علم لپاره »  له نړی لید څخه پیروی کوی .! یعنی دوی انسان یوازی پرهغه تله تلی چی  په اوسنی پرمختللی نړی او ځانګړی ماحول کی علم بللی شی او له دغه زمان او مکان د پورته خوا د پیژندګلوی څراغونه او آنتنونه  یی د تاریخی او دینی استبداد په لمبو کی له لاسه ورکړی دی چی په پای کی یی د ټولو هلو ځلو او هڅو سیلابونه د مادیت او له دین او الهی فطرت  پرته د « علم د علم لپاره » په یوه خونړی سمندرکی ورتوئیږی .

ډیره خندونکی نیوکه اوتور  چی د ولسمشر اردٌغان د سیاسی ډګر سیالان او مخالفین یی چی زیاتره یی بنسټ پاله مذهبی کړۍ دی پر اردٌغان او دهغه دلاری پر لارویانو پوری کوی له اسرائیلو سره دهغه تجارتی او اقتصادی راکړه ورکړه ده چی ولی یی داسرائیلو په وړانی نرم دریځ خپل کړی دی او دهغه دا دریځ د اسلامی احکامو اوشریعت سره په ټکر کی بولی . ددغه تور مبلغان  چی زیاتره یی شیعه ګان او بنسټ پاله تکفیریان دی او له ځینو خاصو استخباراتی کړیو سره اړیکی لری او تر ټولو عجیبه او حیرانونکی خو داده چی همدغه افراطی شیعه ګان اوتکفیریان  کله نا کله ښاغلی اردغان د خپلو بنسټ پالوافکارو پلوی بولی او خپله فکری شجره النسب هم له هغه سره نښلوی.خو کله چی ورته دګوزارزمینه برابره شی ترټولو لومړی پری دوی کاڼی غورځوی . واقیعت دادی چی دواړه ډلی افراطی شیعه ګان او هم تکفیریان چی زیاتره یی د ایران له مذهبی افراطی مشرانو او دعربستان له بنسټ پاله دجال صفته حاکمانو سره اړیکی لری په خپل ټول تاریخ کی د اسرائیلو په وړاندی هغسی علمی او مخامخ مبارزه چی د سویس دداؤس په صنعتی ښار کی د اردٌغان او داسرائیلو د لومړی وزیر شمعون پریز ترمینځ را مینځ ته شوه هیچا هم ددواړو خواؤ ، ایران او سعودی عربستان حاکمانو له لوری نه ده لیدلی . نواندیشی پر همدی لنډه سریزه اکتفأ کوی او لیکوال او راټولونکی ښاغلی عبیدالله فروتن ته د لوی خدای له درباره بریالیتوبونه غواړو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- کله چې۲۴ کاله دمخه اردوغان د استانبول ښاروال شو هغه وخت دا ښار د جرمونو مرکز و خو په لنډه موده کې یې دا ښار د هر ډول جرمونو او جنایتونو پاک کړ.

۲- ترکیه د آئی ایم ایف ۲۳.۵ میلیارده ډالره پوره وړې وه، دا ټول پور صفر شو او د ترکیې حکومت آئی ایم ایف ته د پور ورکولو وړاندیز وکړ.۳- په تعلیمی سیسټم کې یې اصلاحات راوستل، نتیجتاً په هغو ښوونځیو کې چې د زده کوونکو شمیره ۶۵ زره وه، ۸ سوه زره ته ورسید. د پوهنتونونو شمیر یې په عمومی ډول د ۹۸ څخه تر ۱۹۰ پورې لوړ شو.

۴- د ترکیې ټولو خلکو ته شین کارت ورکړل شو، له دې سره ترکان په هرروغتون کې وړیا علاج ترلاسه کوی.

۵- په ۱۲ کالو کې د هوایې میدانونو شمیر له ۲۶ څخه تر ۵۰ لوړ شو.

۶- صرف ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۱ کلونو پورې په ترکیه کې ۱۳۵۰۰ کیلومتره اوږده سړکونه جوړ شوی.

۷- په ۲۰۰۹ کې په ترکیه کې تیز رفتار ریل ګاډی روان شول او تر ۱۰۷۶ کیلو متره اوږدې نوې پټلۍ جوړې شوې.

۸- د زده کړې بودجه د ۷.۵ ملیارده لیره څخه ۳۴ ملیارده لیره ته لوړه شوه.

۹- د اوبو، بریښنا او ګازو په بیلونو کې د پام وړ کمښت راغې.۱۰- ترکش ایرلائن د اروپا ترټولو غوره او د نړۍ اووم لوی ایرلائن په توګه وپیژندل شو.

۱۱- ترکیه په اقتصادی لحاظ د نړئ ۱۱۱ نمبر هیواد و چې اوس ۱۶ نمبر ده چې دې سره ترکیه د لومړی ځل لپاره د پیاوړی اقتصاد لرونکی هیوادونو جی-۲۰ ګروپ کې شامله شوه.

۱۲- اول د یو عام ترک کلنۍ عواید ۳۵۰۰ ډالره وه خو اوس دا عاید ۱۱۰۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

۱۳- د ترکیې د اقتصادی پیاوړتیا له وجې د خلکو معاشاتو ۳۰۰ فیصده زیاتوالی موندلی دی

۱۴- نړیوال بانک ترکیې ته پور ورکړی و چې دا ټول پور هم صفر شو او اوس ترکیې نړیوال بانک ته ۵ ملیارده ډالر پور ورکړې، د دې تر څنګ د ترکیې خزانې کې ۱۰۰ ملیارده ډالر ساتل شوی دی۱۵- په لسو کلونو کې، اردوغان حکومت په ټول هیواد کې دوه ملیارده او ۷۷ کروړه ونې کښت کړی دی

۱۶- حکومت امر صادر کړ چې پوهنتون او د ښوونځی زده کړې به وړیا وی او ټول لګښتونه به حکومت پرېکوی.

۱۷- د ترکیې حکومت د عصری ټیکنالوژۍ د څیړنو لپاره ۳۵ زره لابراتوارونه جوړکړې دی، ترکیه هدف لری چې د ۲۰۲۳ م کال تر پایه به ۳ میلیونه څیړونکی چمتو شی، ترڅو په هیواد کې د څیړنو نوې دروازې پرانستل شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا