گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د کرونـــا ویروس پــه وړاندی دخوستوالو د ګډې مبارزې درناوۍ .
د کرونـــا ویروس پــه وړاندی  دخوستوالو د ګډې مبارزې درناوۍ .

د کرونـــا ویروس پــه وړاندی دخوستوالو د ګډې مبارزې درناوۍ .

په خوست کی تر دیرشو پوری هغه مستندویه بنسټونه او خپلواک شخصیتونه چی دکرونا ویروس دخپریدو په ستونځمنو حالاتو کی یی نغدی او دتکو مرستی  د ټولنی له بډایه او شتمنو کسانو څخه مرستی راټولی کړی او په اړمنو کورنیو یی ویشلی دی وستایل شول دیادی برنامی یوه تن تبعیا کوؤنکی اختر ګل وفا چی دخوست دمرستندویه بنسټ مشری کوی آزادی رادیو ته وویل :

دی کسانو او بنسټونو په داسی وخت کی د اړمنو کسانو مرستی ته ورودانګل چی ښارونه قرنطین ؤ او د خلکو ورځینی کارونه په ټپه دریدلی ول ده وویل چی له ځاځی میدان تر غلام خان بندره پوری له لنډرو او سودکو تر ګردیزه پوری په دغو سیمو کی غریب کسان او بیچاره خلک او یتیمان چی د کرونا ویروس د خپریدو په مهال له قرنطین سره مخامخ شوی ؤ نو بس کارونه هم پری په ټپه ودریدل نوغریب او بیوزلو سره د مرستی په موخه هیچا هم حضور نه درلود نو دغو ځوانانو ، شوراګانو او ځینو خیریه بنسټونو فعالیت او په څیړنو  پیل و کړ همداشانی یوه مدنی فعال حبیب الله اسمعیل خیل وویل :مدنی فعالانو بیوزلی او غریبی کورنۍ ډیری ښی تشخیص کولی .

شته من یی مرستوته هڅول او له هغوی ترلاسته شوی مرستۍ یی دهغوی تر دروازو وروړې .یوی بلی مدنی فعالی هم وویل چی د کرونا ویروس د خپریدو په مهال خلک تر کرونا   فقر او غریبۍ ته ډیر خفه ؤ خوهمد خیریه ټولنی او خیریه کسان ؤ چی وی کولای شول په ډیرشجاعت سره دخلکو او بیوزلانو لاس نیوۍ وکړی . صبری او یعقوبی د خوست په نا امنه ولسوالیو کی راځی چی خلک یی له جګړو او پیښو ډیر آغیزمن کیږی دیادی ولسوالۍ یوشمیر ځوانانو هم یوخیریه بنسټ جوړکړی دیا بنسټ مشر مظلوم صبرۍ وائی : موږالحمدالله په سیمه کی پنځوس کسیز ګروپ جوړکړی دی چی له بډایانو او مسافرو څخه پیسی را ټولوو بیا یی په سیمه کی په غریبو کورنیو ویشو .

تقریبأ زرو کورنیو ته مو خوراکی تو ویشلی دی لکه وریجی او غوړی ، بوره ، شین چای او څلیرویشت لکه او پنځوس زره مو نقدی روپی هم په سیمه کی ویشلی دی . او دکرونا په مخنویوی کی مو دوه میاشتی سم پاشی هم کړی ده .  

ددغه راپور په چمتو کولو کی د ازادۍ رادیو او تکړه لیکوال او ژورنالیست  نجیب الله الوخیل څخه همداشانی له خوست څخه      د خپریدونکی  غرغښت تلویزیونی  شبکی څخه هم مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا