گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » امــــریکا له اشغــــالګرڅخه تـــرمـــعامله ګـراو سوداګرپـورې!
امــــریکا له اشغــــالګرڅخه تـــرمـــعامله ګـراو سوداګرپـورې!

امــــریکا له اشغــــالګرڅخه تـــرمـــعامله ګـراو سوداګرپـورې!

زمونږ د ستونځو اساس دوه لسیزې وړاندی د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې د امریکا په نوښت او د امریکا پلویو افغانانو په ملتیا هغه مهال کیښودل شو کله چې د جرمنی د بن ښار په غونډه کې د طالبانو د ګډون مخه ډب شوه او د طالبانو مخالفین په غوښینو دولتی پوستونو ونازول شول. د حکومتولی بنسټ مو د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال په اساس جوړ.همدغه ژبنى قومی او مذهبی ویش مو د ناورین پیل او لا ترواسه هم ادامه لرى.متاسفانه د بن په لمړئ ناسته کې طالبان، چې په افغانستان کې تر ټولو مطرح اغیزمن، پیاوړئ ځواک او په نسبی توکه له نورو ټولو خواوو څخه په فساد غلا او غصب کې کم ښکیل وه، د افغانستان د راتلونکی د ټاکلو په همدغه مهمه غونډه کې له ګډون څخه لرې وساتل شول. زمونږ د نظام بنیاد د قوم مذهب او ژبې پربنسټ کیښودل شول او له بده مرغه داسې اشخاص د قوم ژبې اومذهب مشرتابه ته راوستل شول چې نه یې ولسی استازیتوب کولاى شو او نه یې هم وړتیا درلوده.

د هیواد د مادی او معنوی شتمنیو واک څو محدودو ډلو او اشخاصو ته په خپلو منځونو کې د ویش لپاره وسپارل شو.په ۲۰۰۲ کال کې ډیرى طالبان له جګړو څخه ستړی شوی وه. غوښتل یې چې په خپلو سیمو کې ارام ژوند وکړی. د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له ګواښ څخه خوندی وی. څوک یې توهین او تحقیر نه کړی او دغه یې حق هم وه، خو هغه مهال د امریکا او د افغانستان حکومت چې عمدتاً د طالبانو د مخالفینو (شمال ټلواله) څخه جوړ وه د بیځایه غرور او د امریکا په زور د حساب کولو له امله په کورونو کې ناست طالبان هم وځورول شول، ونیول شول، امریکا ته وسپارل شول، ګوانتنامو ته ورسول شول، په هیواد کې د ننه ووژل شول او یا هم د ټلوالې د زورواکو د بالفعل او بالقوه ګواښونو له امله مجبور شول پاکستان ته مخه وکړی.امریکا په افغانستان باندې پداسې حال کې برید وکړ چې د برید د توجیه په موخه یې نه روښانه سیاسی اهداف او نه هم د قناعت او باور وړ شواهد درلودل. د طالبانو په حکومت باندې په لمړی سر کې د امریکا چټک جنګی برى ددغه هېواد واکمنان هوا ته پورته کړل.  ځمکنی حقائق یې نه لیدل. د بُن تړون اصلا د هغوى د بری لمانځغونډه وه او له افغانستان څخه یوازې د امریکا افغانی ملاتړو پکې ګډون درلودامریکایانو هغه مهال عمداً او یا هم د همدغه طلسمی هوایی غرور له امله د هیواد مطلق اکثریت د بن په غونډه کې له شتون څخه بې برخې کړل. حکومت یې له زورواکانو، توپکسالارانو، دبشرحقوقو په ناقضینو، د دیموکراسی په نوم فاسدو اشخاصو او د مخدره توکو له سوداګرو جوړ کړ.پردیو زمونږ له نیمګړتیاوو څخه پوره ګټه پورته کړه. هم یې وکارولو او هم یې ووژلو، وړیا یې وپیرودو او په لوړه بیه یې وپلورلو، خپلې ګټې یې راباندې خوندی کړی او بیا یې لرې وغورځولو. چا د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره تمویل تجهیز او وروزلو او چا د خپلو نیابتی جګړو لپاره وکارولو.که له تشو احساساتی خبرو څخه راووزو او مسائلو په ژور نظر وګورو نو جوته ده چې زمونږ د بهرنئ تګلارې جوړونکی بنسټونو چې د بهرنیو چارو وزارت یې په سر کې قرار لری سترې نیمګړتیاوې او ستونځې درلودې. له امریکا او نورو ډیرى هیوادونو سره د ستراتیژیک تړون سره سره یې ونشو کولاى چې د خپلو ملی ګټو په چوکاټ د خپلو شریکانو باور وساتی، خو بالعکس پاکستانی چارواکو د فعاله او کاری دیپلوماسی له لارې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه ښه لابی وکړه. له امریکا سره یې تقریباً پرې شوی ټکنی شوی، پیچلی او ستونځمن اړیکې ورغول. خپلې ګټې یې خوندی کړط. که هره لاره او حربه یې کارولی وی، خو د امریکا په نظر جوړولو کې یې ستره لاسته راوړنه درلوده. هغوى هرڅه له مخکې څخه د جوړ شوی پلان سره سم تیار کړی وه، حتى د A پلان د ناکامې په ممکنه صورت کې د B او C پلان د عملی کولو لپاره هم تیارى هم درلوده.متاسفانه چې زمونږ حکومت د کورنیو پارتیزانی سیاسی اختلافونو د د ټاکنو په تر سره او ګټلو باندې د بوختیا، په بهرنیو چارو وزارت کې د پیاوړی لابی کونکی ټیم، فعال ځیرک او د هیواد ملی ګټو ته د ژمن دیپلوماتیک ماشین د نشتوالی له امله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او هوکړې له جریان څخه تر ډیره حده منزوی او بې برخې کړاى شو.هغه څه چې د امریکا له فوځی شتون له پیل څخه تر ننه پورې مشهود او محسوس دی داده چې لا هم په افغانستان کې دیوې تلپاتې سولې لپاره د افغانانو د هیلو غوټئ مړاوې دی او په دغه هیواد کې د جګړو د ختمېدو د خوبونو تحقق لاهم دومره لرې ښکاری لکه څومره چې د افغانستان په خاوره باندې د امریکا د لومړنی عسکر دپلی کیدو پرمهال وه.په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسیدو په لار کې تر نورو مهمه ستونځه کورنئ ده چې متأسفانه په مسلسله او متواتره توګه له لمړی سر تردې مهاله تل د مذاکراتو له اجندا څخه بهر ایستل شوې او په انزوا کې قرار لری.له شک او تردد څخه وتلې خبره ده چې د افغانستان حکومت له ټولو نیمګړتیاو ستونځو او تشو سره سره بیا هم د خورا لوړ اهمیت درلودونکئ اړخ ده چې په تأسف سره باید ووایم د د ځینې نورو هېوادونو په لمسون د امریکا لخوا عمداً د سولې د مذاکراتو له بهیر څخه لرې وساتل شو، ترڅو د دواړو افغانی خواو ترمنځ د بی باوری فضأ نوره هم لوړه او امریکا ته په دواړو خواو باندی د اغیزو درلودلو لپاره امکانات او شرائط برابر شی. ولسمشر غنی او عبدالله دواړه له طالبانو سره د امریکا د سولې په نوم تړون په تړاو شکونه شکایتونه نیوکې لری او ورباندې بې باوره هم دی. د بندیانو د خلاصون په هکله له پیل څخه تر ننه پورې د حکومتی لوری متزلزل او متذبذب دریزونه د همدغې بې باوری پایله ده. مونږ افغانان که حکومت طالب او یا هم عام افغانان باید پوه شو چې امریکا د هیڅ لوری دوستی او ملګریتوب ته تر پایه ژمنه نه پاتې کېږی. امریکا د خپلو لپاره له هر چا سره دوستی او هم دښمنی کولاى شی. کله د لیوه په شکل او کله هم د پسه پوستین اغوستلاى شی. کله د اشغالګر او کله هم د سوداګر نوم په خپلولو کې هیڅ ستونځه نلرى. هره ژبه هره حربه کارولاى شی. هر رنګ بدلولای شی او هر ډول شعار ورکولاى شی، خو هیڅ رنګ ژبه شعار دوستی او دښمنی یې تلپاتی نه وی.د تاریخ پاڼو له کتلو وروسته په پوره باور سره وایم چې د امریکا په دودیزه توګه په ژمنو باندی د عمل کولو اصل ته تعهد نه لری او د خپل تاریخ په اوږدو کې په تکراری توګه په خپلو ژمنو او وعدو باندی د عمل نه کولو زیاتې بیلګی لرى.امریکا د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د ایران د شاهنشاهی رژیم له حمایت څخه لاس واخیست نو زمونږ له حکومت او طالبانو سره پرېکون خو ورته هیڅ ستونځه نلری.ستونځمنې ورځې په مخکی لرو. ناهیلئ څپې وهی، جګړه لاهم د دعادی افغانانو ژوند ته ستر ګواښ جوړوی، کرونا هم افغانان وځپل او هم یې ووژل. د سولې ډیر ارمانجن دوستان مو په خپلو لاسونو قبرونو ته له ارمانونو سره ښکته کړل او بدبختانه دغه لړئ اوس هم دوام لری. هره ورځ سهار په هیواد کې د سولې په تړاو خبرونو ته د هیلو لمن غوړوو. سهارنئ او چاى مو یخ شی خو د خوشحالئ زیرئ مو نه تر سترګو کېږی. مونږ بیا هم هڅه کوو خپلې هیلې ژوندئ وساتو.که بریا ترلاسه کول غواړو نو اړینه ده چې د خپلو سرو شنو او سپینو کرښو په هکله خبره وکړو. په خپلو غوښتنو هیلو او امیدونو باندی وغږیږو.زمونږ سرې کرښې د افغانستان په نوم د جغرافیې هغه ټوټه ده چې ولسونه خو څه آن غرونه او دښتې یې هم سوله غواړی، خو معاملې نه. زمونږ سره کرښه د سلګونو زره وژل شویو هغه افغانانو په وینه باندې د لوبو او سودا کول دی چې د دین او هیواد لپاره یې سرونه پرې شوی دی.اوس مو غوښتنه دا ده چې حکومت او طالبان دواړه خواوې د خپلو نظریاتی او فکری ځانګړتیاو د خوندیتوب له حق سره سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې له مخالف ورور سره د ملت او هیواد د روښانه راتلونکی په موخه خبرې وکړې او اختلافی موضوعاتو ته د حل لاره ولټوی. په جګړو باندی زور اچول او تاوتریخوالی د حل لاره ګڼل نه ویاړ نه افتخار او نه هم د مشرتابه د درد او درک درلودلو نښه ده.حکومت او طالبان دواړه خواوې ځمکنی واقعیتونه دی، ځواکمن دى، غوښتنې او اجندا لری. ملت له دواړو خواوو څخه هیله او توقع لری چې د یو بل د غولولو او په یو بل باندې د تورونو لګولو او پیغورونو ورکولو په ځاى واقعیتونه درک او حقائق ولټوی. منم چې بهرنیان زمونږ د ستونځو بنسټ جوړوی خو دا هم له لمر څخه روښانه ده چې اصلاً زمونږ کورنئ ستونځې خورا ژوری او د افغانانو ترمنځ د شخړو بنسټ جوړوی.که امریکا، پاکستان او ایران وکولاى شول له طالبانو سره مشترکات ولټوی یا هم په بل تعبیر که طالبان له پورتنیو هیوادونو سره د ګډو ګټو په لټون کې بریالى شو نو حکومت او یا طالبان ولی له یو بل سره د مشترکاتو په لټون کې پاتې راغلې دی؟ دغه دواړه لوری ولې د یو بل رول او په ټولنه کې د هغوى اغیزې نشی منلاى؟په تیره اونئ کې خلیلزاد له طالبانو او قطری چارواکو سره د افغانستان د سولې د ټینګښت او د سیمه ییزې هوساینې د پیاوړتیا تر عنوان لاندې په یو لړ پروژو کې د ګډې پانګونې پر امکاناتو باندی هم خبرې کړې دی. نوموړئ د امریکا د نړیوالې پراختیا د پانګونې شرکت عامل مدیر آدام بوهلر سره یوځاى په دوحه کې له طالبانو او له قطری چارواکو سره په افغانستان کې په ګډو اقتصادی پروژو په هکله غږیدلئ ده. زه په افغانستان کې د اقتصادی پروژو د پیلولو په تړاو په امریکا باندی نیوکه نه لرم او مخالف یې هم نه یم، خو یوازې د خپلو افغانانو توجه دغه واقعیت ته را اړوم چې دومره ځواکمن او ستر هېواد هم د خپلو ګټو لپاره څومره انعطاف او تنزل کوی چې له اشغالګر څخه د سوداګر رول خپلوی، نو په مونږ افغانانو باندې څه شوی چې په دغه شریکه خاوره د شریکو ارزښتونو په موخه د شراکت په بنسټ په دغه هیواد کې د ګډ اوسیدو او ګډ کار کولو لارې نشو لټولاى. شک نشته چې د سولې په تړاو هم د افغانستان حکومت او طالبان څرګند دریز غوښتنې، سرې کرښې او تګلاره نه لری او یا هم د اوس لپاره ورباندی خبره نشی کولاى.دا جلا خبره ده چې په هیواد کې د جګړو او د پردیو استخباراتی کړیو د بیځایه مداخلو له امله مو ملت د خپلو او پردیو په سیاسی ژمنو، خبرو، وعدو، قسمونو او لاپو باندې باور بایللئ ده،خو بیا هم باید ووایو چې که حکومت او طالبان د سولې د هوکړې لپاره یوه ټاکلې او د ملی ګټو پربنسټ ولاړه اجندا، د مذاکراتی ټیمونو اود مصالحې په شورا کې دین، هیواد، ملی ګټواوسولې ته ژمن اشخاص ځاى په ځاى کړی، نوهیڅ اړتیا نشته چې په مذاکراتی پلاویو اود مصالحې په شورا کې د ځوانانو ښځو قومونو سمتونو لږکیواو داسې نورو ډلو ټپلو په ونډونوباندی فشار واچوو. که دواړه خواوې زمونږ معتقداتوملی ارزښتونو اوهیواد ګټو ته ژمن اشخاص د جګړود ختمولو اود سرتاسری سولې په موخه خپلمنځی پریکړه کوی نوماته یې ژبه، سمت، جنسیت اوعمرهیڅ اهمیت نلری. که معیارونه قوم، سمت، ژبه، نسل او یا هم جنس شی، نود سولې په ځاى به مو د د افغانانو ترمنځ یوې بلې جګړې ته لاره هواره کړی وی.زمونږ موخه سرتاسری او تلپاتی سولې ته رسیدل دی او د دغې موخې لپاره هر چا ته لاس ورکوو هرچاته لمن غوړوو د هر چا دروازه ټکوو او له هرچا څخه مرسته غواړو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا