گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست شریفوولسونوپه ځانګړې تـــوګــه دځوانانــو دپام وړ!
دخوست شریفوولسونوپه  ځانګړې تـــوګــه دځوانانــو دپام وړ!

دخوست شریفوولسونوپه ځانګړې تـــوګــه دځوانانــو دپام وړ!

تاسو خبر یئ چې د متون بابا غونډیو سلسلې چې شمال خواته د پرتو غرونو تر لمنو، غرب خوا ته تر څړبنی، ختیز لوری ته تر څارنکوټ او متون مېنې او جنوب خواته تر ازادۍ مېنې رسیږی، د ارواښاد سردار محمد داود او د طالبانو واکمنۍ پر مهال په ماسټر پلانونو کې شنې او ځنګلیزې ساحې دی.زه باور لرم چې په اوسنی جوړیدونکی پلان کې به هم  شنې او ځنګلیزې ساحې وی.د ځینو مالوماتو پر اساس څینې افراد او کړۍ چې ښایی یو شمېر دولتی مسوولین او  ځینې نقاب پوشه پاخه غله هم پکې دخیل وی، پلان لری چې د ۱۲ زره نمرو په ظرقیت د ښارګوټی یوه نقشه پکې تطبیق کړی.تاسو پوهیږئ چې پر حکومتی ادارو د اداری فساد د راخورې لړې تر چتر لاندې د هر څه امکان شته.که چیرې خدای مه کړه دغه ځنګلیزه او شنه ساحه کې ښارګوټی جوړیږی او د رهایشی نمرو پلانونه پکې تطبیق کیږی دخوست ښار ساه به تربته شی اود خوستوالود تفریح او راحت لپاره به دغه یوازنۍ ساحه هم په کورونو بدله شی.

یوازنۍ لاره چې دغه ساحه له دولتی او شخصی غصبه ژغورلی شی هغه د ټولو خوستوالو په خاصه توګه د ځوانانو ګډه او دوامداره مبارزه او د قانون په چوکاټ کې مدنی اعتراضونه دی.بیداره اوسئ چې د خوست ښار د اکسیجن د تولید همدغه یوازنۍ منبع څوک په یوه او بل نوم در نه لاندې نه کړی.د خوست د مخکینی والی محمد حلیم فدایی څخه زیاته مننه چې د خپل شل میاشتنی ماموریت په موده کې یې د متون بابا غونډیو سلسلې شنې او ځنګلیزې ساحې ته د هر ډول لاس غځونې مخه ونیوله او له نوی والی محمد صدیق پتمن څخه هم زموږ هیله او تمه دا ده.چې په یاده شنه او ځنګلیزه ساحه کې به د بل هر ډول پلان د تطبیق مخه ونیسیاو د دغه ساحې د شنه کولو او ځنګل کولو لپاره به د ماموریت په پیل کې عملی کیدونکی پلانونه جوړ کړی.د ارګ له هغو مسوولینو چې جلالتماب ولسمشر ته غږ رسیږی هم هیله کوو چې دغه غږ راسره بدرګه کړی او ترولسمشره یې و رسوی.جلالتماب ولسمشر دوه کاله وړاندې د خوستوالو دغه غوښتنه منلې وه او ویلی یې وو چې ” د متون باباغونډیو سلسلې چې شنه اوځنګلیزه ساحه ده، دا زه خپل پلار ته هم نه ورکوم اوزه د خوست ۴۰۰ کاله راتلونکی نه شم بربادولی”

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا