گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ځـــوانان راټــــولـــــوم !
ځـــوانان راټــــولـــــوم !

ځـــوانان راټــــولـــــوم !

درندو او معززو دوستانو خویندو وروڼو درناوی او مننه !په ادبی درنښت او مینه  نن بیا  د لوی استاد ( استاد خادم بابا)  د یو ادبی اثرڅخه  دالاندی نظم چی عنوان یی دی ( ځوانان راټولوم ) درسره شریکوم  هیله ده چی په ادبی مینه یی مطالعه او خوند تری واخلی .

خرابې میخانې لره مستان راټولوم

دمینی کاروبار ته  عاشقان را ټولوم

حجرې دپښتنو شوی ګډې وډې پختونخواکی

کوڅه په کوڅه ګرځمه ځوانان راټولوم

تاخچی نه را لویدلی پاڼې پاڼې په محراب کی

دزړه یه شواخوان سره قرآن را ټولوم

پښتو مسلمانی له مینځه تللی پښتنو نه !

 ځولې وړم هدیرو له شهیدان را ټولوم

غوری په لوړو غرو کښې لودی ګورمه ملتان کښې

عسکر په بنګاله کښې  دشیر خان راټولوم

پرایښې شعر بیا شونډو ته راغللو خادمه

ورځم مشاعری ته رفبقان راټولوم

 کابل میزان ۱۳۳۳

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا