گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی دوالـــیانودهــــرکلـی اومــــخه ښی له هیلو ډک مراسم!
خوست کی دوالـــیانودهــــرکلـی اومــــخه ښی له هیلو ډک  مراسم!

خوست کی دوالـــیانودهــــرکلـی اومــــخه ښی له هیلو ډک مراسم!

د خوست پخوانی والی محمد حلیم فدایی د مخه ښې او دنوی والی محمدصدیق پتمن د هرکلی  مراسم تر سره شول.په دې مراسمو کې خوست  دنوی  والی محمد صدیق پتمن اوپخوانی والی محمدحلیم فدائی په ګډون  ددې ولایت نظامی او ملکی مسولینو او ولسونو اشتراک درلود  .د ولسونو لخوا پخوانی والی محمد حلیم فدایی ته چې د پکتیا د نوی والی په توګه ټاکل شوی، دی په مخه ښه وویل شوه او په نوی مسولیت کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه همدا شان نوی والی محمد صدیق پتمن ته د هرکلی ویلو په ترځ کی د خوست ولسی استازوخپلی ستونزی بیان کړی چی دخوست دنوی والی لخوا ورته دترسره کیدو ډاډ ورکړای شو .

په پیل کی د خوست ولایتی شوری غړی سید اصغر اکاخیل  نوی والی محمد صدیق پتمن ته هغه پروژی ورپه ګوته کړی چی پخوانی والی محمد حلیم فداېی یی د سرته رسولو وعده کړی وه خو په هره بهانه او علت چی ؤ سرته ونه رسیدی . همدا شان ددغه مراسمو په ترځ کی لیکوال او په سویل ختیځ کی د آزادی او مشال رادیو خبریال نجیب الله الوخیل ښاغلی محمد صدیق پتمن ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چی په دی حساسو ورځو کی د خوست امنیتی وضعیت ته پاملرنه وشی او خراب نه شی . ځکه په دی ورځو کی هدفی وژنی هم شته الوخیل د خپلو خبروپه ترځ کی وویل چی په هدفی وژنو کی هدف څه شی دی ؟ ویره راپورته کیږی چی په ترځ کی یی لویه غوغا رامینځ کیږی . نوځکه خو دا ټوله سیمه لویشت ، لویشت مسؤل کس لری لومړی خو باید ددغه شانی وقائعو او حوادثو په ترځ کی ټول اړوند  چارواکی چی هرڅوګ او په هرمؤقیعت کی حضور لری باید چی په عاجله توګه را پیدا شی که پیداشو دلائیل یی وګوره که منکر ؤ نو پروایی نشته خو که دلائیل یی موجه نه ؤ سمدلاسه یی څارنوالی ته ور معرفی کړه ،

داځکه چی وظیفه  نه شی اجراکولای . دغه راز د هرکلی او خدای په امانی د دغه غونډی په ترځ  کی قومی مشر رحیم ګل بابکرخیل وویل چی چارواکو ورسره تل ژمنی کړی دی خو ددوی غوښتنه داده چی تردی وروسته دی کړی ژمنی عملی کړی . هغه وویل : تراوسه حکومت لیری پرتو سیمو ته توجه او پاملرنه نه ده کړی ځکه چی تراوسه پوری سرکونه خام دی او دوی ورته توجه نه ده کړی بس خالی په خوله واېی چی موږ به داکار وکړو خو په عمل کی تراوسه پوری څه نه دی کړی . په دغه غونډه کی مدنی فعالی زهره جلال وویل چی دخوست نوی والی ترډیره علمی او اکاډمیک کس دی . نوده پکار ده چی ځوانانو ته فرصتونه برابرکړی او دبیوزلو ښځولپاره دحرفی او مسلکی زده کړو پروګرامونه عملی کړی .په دی غونډه کی دخوست پخوانی والی محمد حلیم فداېی دخپلو خبروپه ترځ کی وویل : 

زه به ستاسو لپاره داسی پل یم چی انشأ الله چی  خوست به ترانزیټ هغه مسائل دی چی دا یوازی دخوست لپاره نه ده په پوره هم غږۍ باندی له جناب پتمن صاحب سره تعقیبوم . ولی ترانزیت خوبه هم په پکتیا تیریږی په بله لاره نه تیریږی !په خوست کی می که یوه بسوه یا نیمه بسوه خرڅه کړی وه نو زما نه حساب واخلۍ . که می دخیالبدین پر ځمکه معامله کړی وه نو محکوم می کړی . که می له چا نه ، له خپل رئیس او مرؤس نه دخپل ولسوال او رئیس نه دکوم قراردادی او یاهم کوم شرکت نه ، سوداګر او کمیشنکار نه ، نه یوازی غوښتنه ، که می سترګک هم ورته وهلی وی ماته دی ووائی او بیا می دی راؤ غواړی . 

نواندیشی ددغه راپور په چمتو کولو او رالیږلو کی د آزادی رادیو -او  دتکړه خبریال او لیکوال نجیب الله الوخیل همدا شان له خوست څخه خپریدونکی غرغښت تلویزونی شبکی مننه کوو . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا