گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » غریب ته جنګ،ځان ته ډالرې لیکی
غریب ته جنګ،ځان ته ډالرې لیکی

غریب ته جنګ،ځان ته ډالرې لیکی

د هوښیارانو نصیحت ته ګـــــــــــــورئ

پر غریبانو تجارت ته ګـــــــــــــــــــورئ

انقلابـــــــی شانته خبرې لیکــــــــــــــی

غریب ته جنګ، ځان ته ډالرې لیکــــــی

غریب ته وایی چې پاڅون شروع کـرئ

قریب ته وایی چې خرڅون شروع کرئ

یو عجیبه شانـته حالت راغلـــــــــــــــئ

په دې مظلوم او خوار ملت راغلـــــــــئ

نصیحت هر چاته آســــــــــان دی وروڼو!

خو عملی اقدام یې ګــــــــران دی وروڼو!

فیسبوک ته ګورم نصحیت، نصیحـــــت!

خو عمل نشته خجالت، خجالـــــــــــــت!

د نصیحت پر ځای عمل په کــــــــــار وی

د ښــــو او بدو پېـــــــــــژندل په کار وی

نورو ته وایی، حرام مال به نه خــــورئ!

خپلو ته وایی، خپل حلال به نه خــورئ!

پردۍ دنیا، پردی مالـونه به خــــــــــورئ!

د خوار غریب ولس حقونه به خــــــورئ!

پیغمبران حلال خواره وو څه شــــــول؟

له دې نړۍ غریبان لاړل مړه شـــــــــــولحلال دولــــــت ، د ډېریدلــــــــــو نه وی

حـــــرام دولت، د پرېښودلــــــــــو نه وی

که حرام خور وی مال دولت به یـــې وی

زر او زور، ښه چوکی، قدرت به یـــې وی

دا حقیقت پــدې ټولنه کې شــــــــــتـــــه

د زور واکانو په لیدنـه کې شـــــــــتــــــه

مطلب دا نه دی چې هوښیار ښـــه نه وی

یا د ټولنــــې خدمت ګار ښــــــــــه نه وی

پر ناپوهـــیـــــو، جــهــان نــه جـــوړیــږی

حتی په جهل، خپل ځان نه جــــــوړیــږی

هره خبره خپل زمان کـــــې ښــــــــــه وی

هره نقطه په خپل مکان کې ښــــــــــه وی

چې نصیحت کوئ؟ ځان مه هــــیــــروئ!

ولس جانان کړئ، جانان مه هـــــیـــــروئ!

ولس جانان کړئ، چې ولس مو خپل شــی

د دې ټولنې هر یو کس مو خپل شــــــــــی

نه موږ بې وخته بدلونونه غـــــــــــــــواړو

او نه بدبخته پاڅـــــــونـــونـــه غــــــواړو

سپین ږیریه! تا هم نصیحت شـــــــروع کړ

پر هوښیارانو دې تــهــمــت شــــــروع کـــړ

عمل مشــــــــــکل دی خطــــــرونه لـــــــری

پردی راغلـــــــــی دی، پوځــــــونه لــــــــری

ته معلمی کوه، هوښیار څـــــــه کــــــــوې؟

د چا عمل د چـــــا ګفتار څـــــــه کــــــوې؟

کاشکې چې ښه کار، موږ په خپله کـــــړلای

بـــیــا بــه مــــــو څه ګیله، د بله کـــــــړلای

رښتیا خو ورک شول، تېر ایستل شروع دی

هر ځای، د یو بل غــــــولول شـــــــروع دی

اوس د خــــــــــبرو نه څه نه جــــــــوړیږی

د غــــــــــــورو پرو نه څه نه جــــــــوړیږی

نصیحتونه په فیسبوک کې ډېر شـــــــــول

پر چا ښه نه لګی، ترخه ګنډېر شـــــــــــول

که رښتیا وایئ، نو ایمان ته لاس کـــــــړئ!

ښه یوه موټی، ژمن سازمان ته لاس کــړئ!

چې استبداد، په ورانیدو راولـــــــــــــــــــی

زمــــــــونږ هیواد، په جــــــــــوړیدو راولـی

د انسانیت طرفداران به ډېر شـــــــــــــــی

د بشریت هوا داران به ډېر شـــــــــــــــــی

راځئ ښوونځیو ته، ورتلل شروع کـــــــړو

سبق او علم، زده کول شـــــــــــــــروع کړو

تربیه هم، د عــــــلم څنګ کـــــــــې ښه وی

د افغانانو، په فرهنګ کې ښــــــــــــــــه وی

که څوګ خپه وی، نو “معلم” وبخـــــــښئ!

دا د ټول عـــــمر متعلم وبخښــــــــــــــــئ!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا