گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د کـروناویـروس،”وبــائی” نـظـام !
د کـروناویـروس،”وبــائی” نـظـام !

د کـروناویـروس،”وبــائی” نـظـام !

دوستان مې وایی، چې شعرونه پـرېـږده!

یـا پـر مـوجـود نـظـام، نـقـدونـه پـرېـږده!

دا نـظـام زور لـری، مـجـبـور بـه دې کـړی!

اوکــنــه، خــبــردار!!! تــرور بـه دې کــړی!

زه وایم خـېردی، هـسې هـم زوړ یم اوس

ژونـد پـه تکـلـیف کې،تېروم موړ یم اوس

د دې نــــظـــام “وبـــا”، هـــدف یـــمــه زه

دا ویـــروســـی”وبـــا” هـــدف یـــمـــه زه

نــه د اصــلاح، نــه د بــخــښــنــې وړ دی

نــه دا ویــــروس، د درمـــلــــنـــې وړ دی

تـاسې او خـدای!!! دغـه دچــا نـظـام دی؟

نـظـام زمــوږ، کـه د بــل چــا نــظـام دی؟

دا تـنــظــیـمــونــه، واړه چــا جــوړ کړی؟

دوی خو پنجاب، روس، امریکا، جوړ کړیپــردو روزلـــی دی، د ځــــان پــه ګـــټـــه

نــه د افــغـــان، افـغـانـستان پــه ګـــټـــه

افــغــانـسـتـان، د ځــان لـــپــاره غــواړی

افـغـانـان ټول، محتاج، بــېـکاره غــواړی

د “وطـن مـور” یې، پـه ډګـر خـرڅـه کـړه

په تور پنجاب یې، پرخپل سرخرڅه کـړه

مــوږ ورتـه ګـورو، څـه ویــلــئ نــه شــو

پـدې دښـمـن هــم، ور دانـګـلـئ نــه شــو

کــه اتــفــاق مــو وی؟ شـریـف خلک یــو

کـه اتــفــاق نــه وی؟ ضـعـیـف خلک یــو

لښکر مو شته، د لښکر سر مــو نـه شــتـه

خپلواک افغان، افـغـان رهـبرمـو نـه شـتهد دې نـــظــام، واکـــداران څــه وبــولــم؟

مُـلـک تـه یې خـېر، او که فـتـنـه وبـولـم؟

دا ویــروسـی “وبــــا” ده، ګــورئ بــه یـې

کـــرونـــایــی “وبــــا” ده، ګــورئ بــه یـې

دوی تــه دوسـتـان، که دښـمـنـان ووایم؟

دوی تــه افـغـان، که شـیــطـانـان ووایم؟

د انـګـریـزی پاکسـتان، نـوم دې ورک شی

د جــعــلــی پاکسـتـان، نـوم دې ورک شی

پـنـجـاب روزلـی بـه، پنـجـاب تـه کار کړی

ایــران روزلــی بـــه، کـــولاب تـه کار کړیلا د پـنـجـاب، زړګــی، سـوړ شـوی نـه دی

پـه اوبــو، خــاوره مــو، موړ شوی نـه دی

هـمـداسـې پـښې غـځـوی، پـښې غـځـوی

لـه پخوا وخت نـه یې هـم، ښـې غـځـویپـر سـرحــدونــو بــانــدې، څــه وان دی؟

پــر کــــنـــړونــو بــانــدې، څـه روان دی؟

آیا څوک شـته، چې یې پـوښـتـنـه وکړی؟

د “وطـن مــور” څــخــه، ســاتــنـه وکړی؟

د دې نـــظــام، مــــعـــامـــلـــه ګـــر دلالان

دا د پــــــردو، د زړونــــــــو ســــــر دلالان

راغــلـل پــر مــوږ بـانـدې، مــلــنــډې وهی

پــردو تــه سـپـیـو غـونــدې، مــنـډې وهی

اوس امــر وکــړئ راتــه!!! څــه ووایم؟؟؟

ســره اور تــه اور او کــه اوبــه ووایم؟؟؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا