گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لـــویه خـــدایه ج یـــوازې ستــــا پــــاچــــاهـــــې تـــل تــــرتــــلـــه ده
لـــویه خـــدایه ج یـــوازې ستــــا پــــاچــــاهـــــې تـــل تــــرتــــلـــه ده

لـــویه خـــدایه ج یـــوازې ستــــا پــــاچــــاهـــــې تـــل تــــرتــــلـــه ده

لویه خدایه ج یوازې ستا پاچاهې ترترتله ده . همدا پرون ورځ د تیلیفون په کرښه زموږ د کورنۍ دستر میړه د جرګو،مرکو درنې سټې زما د ویاړلی او ټولې لویې پکتیا ته ټولمنلی مشر او سرهسکی مخور سناتور مامورصیب علی جان صبری مشر زوی ارواښاد میرزمان صبری صیب سره چې د کابل ښار د میوند په روغتون کې بسترو پوره شیبه وغږیدم .څرنګه چې هغه د خپل ځوانیمرګ زوی ارواښاد نعیم جان له وفات څخه نه وخبرد خوشالۍ او ډاډ ګیرنې په فضا کې مې ښه پوره شیبه مینه ناکه دزړه خواله سره وکړه د خپلې باغچې د رنګارنګ ګلانو،میوه لرونکو ونو اوشنو سابو په لیدلومې د تیلیفونی کامرې له لارې د هغه پام د طبعت ښکلا ته را وګرځاوه خوشاله مې کړ خو د خبرو په پای کې یې د خدای په آمانۍ په دود دواړه لاسونه راته پورته او سره رخصت شووخود ده د ناروغۍ په بستر کې مې د هغه د لیدو انځور په زړه داسې خونړی ټپ جوړ کړچې د خپلې غمجنې ژړا په کوکارومې د آلله پاک ج لوی دربارته د هغه د شفا په هیله د دوعا لاسونه لپه کړل . همد ا نـن ورځ خوست ته د تګ په لاره مې د زیاتې اندیښنې له کبله تیلیفونی اړیکه ونیوه هغه د لوی خدای حضورته د ما سپیښین په لمانځه ولاړاو د هغه سره بیاخبرو آرمان مې په زړه داغ پاتې شو چې له بده مرغه ټول زامن مې په ژړاوو او کوکاروراته مخې ته ودریدل او د ږیری بابا ګران اوبزرګوار مدیرصیب د وفات ویرجن خبر یې راته واوراوه .

د ماتم او درنه غم تندر راپریووت د سترناورین له کبله مې هسې انګیرله چې راسره ګرده چاپیریال ، مکان اوزمان ژاړی خو دا دنیا نیمګړی او نیمه خوا ده .او په حقه ذایقه الموت د ټول بشریت په برخه ده د آلله پاک امر موقبول اوستر افغانپال،وطنپال اوبشرپال مسلمان شخصیت ارواښاد میرزمان صبری مدیرصیب ته د جنت الفردوس غوښتونکی یم اروا یې ښاده او یادونه یې تل ځلانده اوسه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا