گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبانو د فرهنګی کمیـــسیون لخوا د دری ورځینی اوربند اعلان !
طالبانو د فرهنګی کمیـــسیون لخوا   د دری ورځینی اوربند اعلان !

طالبانو د فرهنګی کمیـــسیون لخوا د دری ورځینی اوربند اعلان !

په دی خاطر چی هیوادوال مو د اختر شپی او ورځی په لاډیر اطمینان تیری کړی ټولو مجاهدینو ته لارښونه کیږی چی دلوی اختر په دریو ورځواو شپو  کی له خپلی خوا په دښمن باندی هیڅ ډول عملیات ترسره نه کړی . دا دهغه لنډ فرمان یوه برخه ده چی د طالبانود ویاند ذبیح الله مجاهد  لخوا زیاتره خپریدونکو مطبوعاتو اوخبری رسنیو ته لیږل شوی دی .

د حیرانتیا وړده چی اوربند دغه فرمان د نظامی کمیسیون پرځای د طالبانو د فرهنګی کمیسیون له لوری خپورشوی دی که څه هم دطالبانو په رسمی پاڼه کی داوربند  دغه پیغام د طالبانو د اسلامی امارت تر نامه لاندی لوستل کیږی . هم دا شان نن سهارد۱۳۹۹کال د زمری میاشتی په پنځمه چی د ۲۰۲۰ میلادی کال د جولایی د ۲۸ سره سمون لری   د شیخ ملا هیبه الله له لوری د افغانستان دخلکو په نوم د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت یو متناقض لیکل شوی  سند چی هیڅوګ هم نه پوهیږی

دا پیغام به د ملا هیبت الله په قلم چی د مولوی هیبت الله آخندزاده لخوا چی ویل کیږی د پاکستان د کوټی په ښار کی د یوی تروریستی پیښی په ترځ کی له وړاندی وژل شوی دی د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت ګنی  د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هِبه الله اخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام بلل شوی  هم خپورکړی وی مطبوعاتو ته ورولیږلو خو په یاد پیغام کی د ځینو متناقضو او پارادٌکسیالو مفراداتو پرته داوربند دغه مهم ټکی او اقدام  ته هیڅ شانی اشاره نه ده شوی .

چی دا په خپله بنیادم ته په استخباراتی جال کی د افغان وګړی د بشپړ خښیدو تریخ واقیعت پرګوته کوی چی څنګه په دی څلورو لسیزو کی د افغانستان د لرغونی هیواد برخه لیک د نړیوالو استخباراتی کړیو په لاس کی لویدلی دی تردی چی په ارګ ماڼۍ کی کینول شوی چارواکی له داسی استخباراتی لوبو له لوبغالو څخه د مننی په ترځ په زغرده سره واېی چی هغه کله نا کله بی خریطی ډزی کوی .د بی خریطی فیرونو دکولو اعتراف او پرځان شاهدی اشرف غنی احمدزی چی ځان د افغانستان منتخب ولسمشر او د وسله والو قواؤ اعلی سرقوماندان بولی هغه وخت وکړل چی دری ورځی وړاندی یی د افغانستان د منتخب ولس مشر په توګه دنیمروز ولایت مرکز زرنج ښارکی یوی لوی دولتی او اولسی غونډی ته دخبروپه ترځ کی وویل :

بی بی ګلی تاسو ته تاوده  سلامونه ویل ، دښځو په هکله دوه ورځی وروسته  یوه وینا لری چی پر لیکلو یی مشغوله  ده خو که پر هغی مشغوله نه وای نو ضرور به ستاسو خدمت ته راتله هغه زما په څیر بی خلطی فیرونه نه کوی او خپلی ویناوی لیکی .خندا ….دا ښځی هوښیاری دی څه وایاست ؟پر ما باندی  مه خاندی !……. دا مثال مو ځکه دلته راؤړ،  بی له دی چی د وسله والو قواؤ سرقوماندان د ملا عمر د ژوند او مرګ په هکله معلومات ترلاسه کړی او د استخباراتی معلوماتو په رڼا کی خپله وینا ترتیب کړی له هغه یعنی ملاعمر مرحوم څخه مننه کوی  نو ځکه خو وایی چی بی ، بی ګل زما په څیر بی خلطی فیرونه نه کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا