گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ســـل پـــــــه لالـــی پــــــــــــورې ، دا لـــس یـــې د بــــنـــــګـــړو!
ســـل پـــــــه لالـــی پــــــــــــورې      ،      دا لـــس یـــې د بــــنـــــګـــړو!

ســـل پـــــــه لالـــی پــــــــــــورې ، دا لـــس یـــې د بــــنـــــګـــړو!

دلته روانه جګړه پردئ او مونږ په پردئ جګړه کې ښکېل یو. اړینه نه ده چې مونږ په خپله خاوره کې د پردیو تمدنونو او ټولنو دفاع وکړو. یا په بله اصطلاح د شرم خبره ده چې مونږ په نیابتی جګړو کې ښکیل یو. خپل وروڼه وژنو او خپل ټاټوبئ ورانوو. له پردیو څخه مو ډیره دفاع وکړه خو څوک مو هم د دفاع احسان نه منی، بلکې د جګړه ایزو ابزارو راکول او د هغوى د ګټو لپاره جګړه کول له مونږ سره مرسته ګڼی. زمونږ جګړه ایز ذهنیت مونږ ته پیغور جوړ شوئ ده. جګړې مونږ ته راوړل شوی دی. را باندی تپل شوې دی. پردئ دی او مونږ یې د سون توکی ګرځیدلی یو.زمونږ ځوریدلی او کړیدلی ملت سولې ته تر رسېدو په لار کې سترې قربانئ ورکړې دی، دغه هدف ته د رسیدو لپاره یې اوږده، له ازغو، پیچومو، ګنډوونو او کږلیچونو ډک مزلونه وهلی دی. ستر واټن یې شاته پرییښې ده، خو مونږ پوهیږو چې منزل ته لاهم مزلونه شته او موخو ته تر رسېدو وړاندی مو نورې ننګونې هم مخته پرتې دی.د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوی تړون په ګډون مو تل د جګړې د ختمولو لپاره د خپلې ملی ستراتیژی د نه شتون له امله پردی ډول ته اتڼ کړئ ده. په تیرو دوه لسیزو کې مو کله هم د سولې هڅې د خپل ولس د غوښتنو او سوچه ملی ګټو پر محور نه دی راڅرخولې. د دغې نیمګړتیا د توجیه لپاره د ګرزی او غنی یوه بانه کیداى شی دا وی چې زمونږ جګړه له کورنیو بعدونو څخه ورهاخوا ډیر بهرنی ابعاد هم لری او سوله مو هم بدبختانه له پردیو سره ګاڼه ده. مګر د بهرنیو ابعادو شتون د خپلې تګلارې او ستراتیژی د نه شتون نیمګړتیا کله هم نشی توجیه کولاى. مونږ متاسفانه پرون هم د سولې لپاره جامع تګلاره نه درلوده نن یې هم نه لرو او د جګړې په دواړو خواو کې د پیاوړی ارادې د نه شتون له امله داسې ښکاری چې سبا ته به یې هم ونلرو. له تیرو دوو لسیزو راهیسې مو د سولې هڅې کله د ګاونډیانو، کله د سیمه ییزو او کله هم د نړیوالو هیوادونو پر نوښتونو او لګښتونو ولاړې وې. پایله یې ځکه نه درلوده چې په لمړی سر کې امریکایانو، بیا ګاونډیانو او په وروسته کتګوری کې د سیمې هېوادونو د سولی په وړاندی مستقیم او غیر مستقیم خنډونه جوړول، دلته یې جګړو ته اړتیا او سوله یې له ګټو سره په ټکر کې وه. سولې ته یې ذهناً تیارى نه درلود او یا یې هم سوله جدی نه ګڼله.د ولسمشر کرزی د حکومت پرمهال په کابل کې د افغانستان او پاکستان د قبایلی سیمو مشرانو او د دواړو هېوادونو مخورو سیاستوالو په ګډون د امن ګډه جرګه جوړه شوه. له درې ورځې بحثونو او خبرو وروسته دغې جرګې په یوه اعلامیه کې ترهګری وغندله، د پراخو خبرو او جوړجاړی لپاره یې غږ پورته کړ، خو نتیجه یې صفر وه.کرزی د دویم ځل ټاکنو له ګټلو وروسته د ۱۶۰۰ کسانو په ګډون په کابل کې د سولې په ملی مشورتی جرګه کې له مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د سولې عالی شورا د جوړېدو وړاندیز وکړ. د سولې عالی شورا د استاد ربانی په مشرئ جوړه شوه. ربانی یې مشر او ستر لګښتونه یې وکړل، خو ټولې هڅې یې د ملابرادر د ازادیدو او طالبانو ته د دفتر پرانستلو په محور راڅرخیدلی. د قطر دفتر پرانستل شو، لیکن د طالبانو د بیرغ او د دفتر د سیاسی حیثیت په سر د ولسمشر کرزی د مخالفت له امله بیرته بند شو. د کمزوری او نیمګړی حکومتی ویښتابه له امله ربانی ووژل شو او د کویټې د یو دوکاندار د افسانوی کردار تر عنوان لاندی د اختر منصور په نوم ښه استخباراتی لوبه وشوه. هر اړخیز معلومات یې ترلاسه کړل. نیمګړتیاوې یې ولیدلې او پیسې یې یوړې.

د ملا برادر د خلاصیدو لپاره د کرزی حکومتی کچکول د پاکستان په هر دیوان او دفتر وګرزیده، خو ملا برادر بیا هم په پاکستان باندې د خلیلزاد په مستقیمه غوښتنه را خلاص شو. د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک ته مو د هیلو لمن غوړولې وه. هغه هم لاسلیک شوه. اوس نو نوبت بین الافغانی مذاکراتو ته راورسید او له هغه وړاندې د طالب بندیانو د خلاصون ستونځه راپیدا شوه.له ملاحظاتو، شکونو او پوښتنو سره سره زه د اوس لپاره په هغو ستونځو او لاملونو نه غږیږم چې طالبانو ولې له افغان حکومت سره د سولې له هوکړې کولو وړاندی له امریکا سره هوکړه وکړه او دا مسئله هم اوس نه راسپړم چې امریکا ولی د څه لپاره او د چا په غوښتنو د افغانستان حکومت چې د جګړې یو اغیزمن اړخ جوړوی د مذاکراتو له جریان څخه څنډې ته کړ او د خبرو لړئ یې په دوه اړخیزه توګه یوازې له طالبانو سره پرمخ یووړه. دا جدا مسئله ده. د تاریخ بې پرې محکمې ته به یې د پریکړې لپاره وسپارو او یا به په راتلونکی وخت کې ورباندې لیکنه وکړمخو دومره به حتماً ووایم چې طالبانو واک ته د رسیدلو په وړاندی له خلیلزاد سره هوکړه ستر پرمختګ باله. ولسمشر ټرمپ غوښتل له افغانستان څخه پښې سپکې کړې، خپل ولس ته ووایی چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده او له لګښت ډکه جګړه یې پاى ته ورسوله، نو به ځان د دوهم ځل ولسمشرئ لپاره د نورو نوماندانو په پرتله زیات حقدار وګڼی. ولسمشر غنی په ټول جریان کې د ملی ګټو پر ځاى د خپل واک غم په سر اخیستی وه او امریکا په دواړو غاړو کې دغه نیمګړتیا ښه درک کړې وه او په هکله یې بشپړ معلومات درلودل. ځکه خو یې د طالبانو او د ولسمشر غنی د ورانونکې غبرګون د مخنیوی په موخه دواړه خواوې د یأس او امید ترمنځ ساتلې وی. امریکا د خپلو مبهمو او پیچلو اصطلاحاتو کارولو په مرسته ولسمشر غنی ته سوله د مصالحې پرځاى د ادغام په شکل کې له طالبانو سره د مذاکراتو جریان ترسیم کړئ وه او په رسمی خبرو کې به یې طالبانو ته یې داسې ذهنیت ورکړ چې ګواکې د هغوى اسلامی امارت د افغانستان راتلونکئ مشروع نظام وی، خو زما په آند واقعیت داسې نه وه. ټول یې دوکه کړل. ادغام په ټولنه، نظام او حکومت کې له بدلون او سمون پرته د مخالف لوری د ورګډولو پلان ده خو مصالحه په نظام او حکومتی چوکاټ کې د بدلونونو په یایله کې له مخالف لوری سره د شراکت په تله کې تلل کیږی. واقعیت داده چې زمونږ په هیواد کې له طالبانو سره د مشارکت له اصل پرته نه ادغام ممکن ده او نه هم د طالبانو د خپل تعبیر پربنسټ “اسلامی امارت” د افغانستان په خلکو او نړیواله ټولنه باندی د یوه مشروع نظام په توګه منل عملاً اسانه کار ده.


داچې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه وروسته تاسو په خبرو کړنو او څرګندونو کې د شکونو او ابهاماتو ښکار او د یو واحد پیاوړی دریز له نه شتون سره مخ یاست، لاملونه یې د مذاکراتو له اجندا او جریان څخه ستاسو منزوی کیدل او د امریکایانو د کړنو او څرګندونو ترمنځ په ستر توپیر کې رانغاړم، خو خبره داده چې ستاسو دریز هم له لمړی سر څخه تر اوسه پورې کله د نیمه هوکړې او کله د نیمه تحفظاتو څرګندولو په صورت کې د شک او تردد پربنسټ ولاړ ده.د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوې هوکړې څخه مو استقبال کړئ ده. له جریاناتو څخه مو په ظاهری توګه ځان مطمئن ښودلئ ده. له څلورزره څخه زیات طالب بندیان مو خلاص کړل.

البته د پاتې بندیانو د خوشې کولو په تړاو مو په دریز کې توپیر لیدل کېږی. کله وایاست چی د بندیانو د ازادیدو پروسه به زر بشپړه شی. کله وایاست چی پاتې بندیان په درنو جرمونو کې ککړاود حق العبدی دوسیې لری. کله د استعفا خبره، کله د موقت حکومت، کله د ځینو طالب بندیانو د نه خلاصون، کله د تپل شوې سولې د نه منلو خبره کوئ او کله د بندیانو د ازادولو په تړاو د ولسی باورترلاسه کولو لپاره د لویې جرګې د دائرولو خبره کوئ. دغو ټولو او دې ته ورته نورو مشکوکو او مبهمو څرګندونو مو د ولس په ذهنونو کې پوښتنې راپورته کړی دی. اوس څنګه مونږ باور وکړو چې تاسو واقعاً د سولې اود بندیانو د خلاصون په پروسه کې د پریکړې لپاره ولس ته رجوع کوئ؟

زه د لویې جرګې اهمیت او ارزښت څخه انکار نه کوم خو د پاتې بندیانو د خوشې کولو په تړاو د لویې جرګې رابللو لپاره په تاسو باندی اوس ناوخته شوئ ده. ځکه چې تاسو خو څه د پاسه څلور زره طالب بندیان ازاد کړل. ایا ازاد شوی طالبان بیګناه په محابسو کې پراته وه؟په زغرده وایو چې که تاسو د سولې په هکله د امریکا په ژمنو باور نه درلوده، نو څه د پاسه څلور زره بندیان مو ولی ازاد کړل؟ خو که د سولې په هکله مو باور ترلاسه کړئ وی، نو سوله د پاتې څلور یا پنځه سوه بندیانو په ازادیدو هم یقیناً ارزی. هغه د پښتو متل ده واى؛ “سل په لالی پورې، دا لس یې د بنګړو”سوله زمونږ لیلا او مونږ د خپلې لیلا تر لاسه کولو لپاره خورا ستر قیمت ورکولو ته تیارى لرو.

دا څلور سوه بندیان خلاصول هیڅ هم نه دی. داسې ښکاری چې امریکا تاسو په تیارو کې ساتلی یاست، تاسو ولس په تیارو کې وساته او لا یې په تیارو کې ساتئ. لطفاً پلمې او بانې مه کوئ. د سولې لپاره له سپیڅلی پیاوړی جامع او ملی ګټو پر بنسټ ولاړ پلان او مستحکم هوډ سره پرمخ ولاړ شئ. د اونئ کار په کلونو کې نه، بلکې د کلونو لاره په اونیو کې تر پښو لاندې کړئ. د یادونې وړ خبره داده چې که د دغو بندیانو ازادول بیا هم واقعاً حقوقی او قانونی ستونځه ولری نو د طالبانو په موافقه دغه افراد یوه بل مصئون ځاى کې ساتل چې د ټولو بشرى اړتیاو پوره کولو ته بشپړ لاس رسى ولری ښه حل لاره ښکاری.جګړه نفى کړئ، نور راته د غربی دودونو راوړلو هڅه مه کوئ. مونږ په نړئ کې د غرب په ګډون له ټولو متمدنو ټولنو څخه ښه تمدن لرو. د غربی ټولنو په شان مصنوعی او مادی جوړښتونه او ارزښتونه نه، بلکې مونږ د خپلو عقائدو پربنسټ ولاړې د مشرانو کشرانو، سړیو، ښځو او هر قشر ترمنځ د اړیکو لپاره د احترام او درنښت ځانګړې معیارونه او مقیاسونه لرو، خو د پلئ کولو لپاره پیاوړی ایمان وطنی مینه او سختې پریکړې کول اړین دی.

د سولې د هڅو د بریا، ښه مدیریت او اغیزمنې حکومتولئ لپاره اړینه نه ده چې حتماً داسې ادارې او مسلکی پرسونل له بهر څخه راوستل شی چې په افغانی ټولنیزو دودونو او حساسیتونو نه پوهیږی. د همدغه هدف لپاره په کور د ننه او همدغه شان په بهر کې پاک سپیڅلئ دین هېواد او ملی ګټو ته ژمن افغانان شتون لری. هغوى په دندو وګومارئ. د مکافات او مجازات تګلاره پلئ کړئ. فساد زمونږ په ټولنه کې د سرطانی غودو په شان ریښې غځولې. دغه شومه پدیده له منځه وړل سختو عملیاتو اجرا اړتیا لری. د دغې پدیدې په وړاندې ستاسو کړنې نمائشی شکل لری. په دغه هکله کلک او مضبوط دریز خپل کړئ. افغانان د قوم سمت نسل جنسیت او قشر په نوم مه سره ویشئ.مونږ د کار لپاره له بهر څخه د کدری مسلکی او علمی پاکو سپیڅلی وطندوستو، په دین او خاوره مین افغانانو مخالفت نه کوو. مونږ به خوښ یو چې د هغوى له وړتیا تجربی او پوهې څخه ګټه واخلو، ممنون، مدیون او مرهون به یې هم یو، خو تجربو ثابته کړه چې ډیر هغه خلک چې په تیرو دوو لسیزو راهیسې راوستل شول، غلا یې وکړه او بیرته وتښتیدل. البته ټول نه یادوم استثنا شته.زه دا نه منم چې افغانان د خپلو مشرانو په قدر او درنښت نه پوهیږی. افغانانو تاسو ته ښه راغلاست وویل، دوه ځله یې د بمونو او مرمیو په درزا او ټکا کې تاسو ته ووټ درکړ. د سل کلنی دعا یې درته کوله او بابا القاب یې درکړل خو ستاسو لخوا زمونږ د هېوادوالو له دغه پاک او سپیڅلی باور سره جفا وشوه. تاسو مو مدیون یاست.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا