گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زمــــا دوه ژبـــی آشــــنا !
زمــــا دوه ژبـــی آشــــنا !

زمــــا دوه ژبـــی آشــــنا !

د غوره کوؤنکی یادونه :دا دی نن بیا د لوی استاد ( استاد خادم بابا دټولنیزو افکارو د سلو مقالو( نوی رڼا) څخه  دا په زړه پـــوری مـــقاله چی عــنوان یی دی « زما دوه ژبی آشنا » راغوره کړی  له تاسو سره په ادبی مینه شریک کوم امید چی په مینه به  یی ولولئ

هروخت چی زه خوابدی شم ، ته می خوشحالوی!

هروخت چی زه په خوشحالی کی ترچنې اوړم ، ته می را ګرځوی !

هروخت چی مایوسی په ما حمله راړوی او وژنی می ، ته نجات را کوی !

چی ټول ملګری ا وخبلوان را نه وګرخی ، یو ته یی چی ما سره خبری کوی!

چی وږی  شم  ، ته می مړوی !

چی ودریږم  ،  ته می  روانوی !

چی بی پردې کیږم ته می درنوی !

ته په زړه کی یی ، اوته می په خواکی !

زما عقل هغه وخت وده کوی ، چی تا سره غږیږی!

زما نظر هغه وخت پراخیږی ، چی ته  یی مخکی اوسی!

ته په جهان کی یی او جهانونه په تا کی دی !

زه د ژوندانه خوندونه هغه وخت آخلم  چی تاته ګورم !

رما دژوند به کورګی  کی  د حق ډیوه  هغه وخت بله شوه چی تا لکه پرخه وژړولم !

اوزما جمود هغه وخت په حرکت کی راغی چی تا وژړولم !ستا ژبی دوه دی ، خو په دواړو حق وایی !

ستا ژبی  دوه  دی ، خو وینا د یوه ده !

تا ، ما سره دروغ نه دی ویلی!

تا په ما خپل غرض نه دی تحمیل کړای !

تا ، زه غولولی او تیر ایستلی نه یم !

اې زما لارښوونکی استا‌ذه !

ته هرڅوک سموالای شی ، خو چی سم  درسره لاړشی !

ته هره ورانه رغولای شی ،  خو چی څوک ستا ومنی !

ته بی زوره  زورور یی ا وبی لښکرو باچا !

هرڅه به پریږدم ، خو تا نه شم  پریښودی !

ای زما دټول عمر آشنا ! ای له هرچا ښکلیه !

ای زما درد  او زما درمانه !

ستا په سر چا وترټلم او چا ونازولم  !

ستا له کبله چا دوست کړم ا وچا دشمن !

ستا به واسطه  را نه څوک وترهیدل اوڅوک را نه را چاپیره شول !

خو تا ماته  دبدۍ  ناغوته نه ده کړی !

او نه دی کږه لار را ښودلی ده !

له تا جار شم ـ  پرما ګرانه ،  ای زما  ماتکیه قلمه !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا