لکه څنګه چی اټکل کیده د امریکا د متحدو ایالاتو په فرمان جوړه شوی د طالب بندیانو دتش په نوم خلاصولو ډرامه چی د لوی جرګی تر نامه لاندی ددریو ورځو طعام او قیام په ورکولو په کابل کی جوړه شوی وه نن له معمول سره سمه پای ته ورسیده .
خو هیڅوګ هم نه پوهیږی چی دغه جرګه چی د افغانستان منتخب ؤلس مشر او دوسله والو قواؤ اعلی سرقوماندان ښاغلی محمد اشرف خان غنی احمدزی په وړاندیزپه دی دلیل رابلل شوی وه چی ګنی هغه د افغانستان د یوه منتخب ؤلس مشر په توګه د ۴۰۰ سوؤ په شاوخوا کی بندیانو د خلاصون واک نلری را غوښتل شوی وه څنګه د ملی امنیت په قول په جګړه کی د طالبانو د حقانی شبکی د نیول شوی مهم کس انس حقانی په ګډون له څلورو زرو زیات شمیر بندیان پخوا له بنده آزاد شوی ؤ خو اوس د وروستی لږکی بند یانو د خلاصون صلاحیت نلری .!!!
په هر حال دغه بهانه چی د زیات شمیر چارواکو لپاره دطعام او قیام د زمینی په برابرولو سره د شیدو غوا وه د یوه اوږده داسی طومار په خپرولو سره چی تضاد او ابهامات پکی له ورایه ښکاری سرته ورسیده . دغه طومار چی د فاصلحو بین اخوبین اخویکم په مبارک آیت ښکلی کړای شوی دی ددغه طومار په دوهمه ماده کی داسی لولو: جرګه د سولې مذاکراتو د پیل په وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو، د وینوله تویدلو څخه د مخنیوی او همداراز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو ۴۰۰ بندیانو د خوشی کیدو نظر تاییدوی. که چیرې د بندیانو په منځ کې بهرنی اتباع وی، د بهرنی بندیانو له هېوادونو څخه ترمعتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوندو هېوادونو ته وسپارل شی