پـوهــېـږم نـه، د امــریــکــا غنی دی؟
کـه د انـګـرېـز او بـریـتانـیا غنی دی؟
دا یـو نـامــتـو او مــفــکــر غنی دی؟
که عــقــل ساتی، محـتـکـر غنی دی؟
رښــتــیــا غنی، که جعـلـی غنی دی؟
اصلی غنی دی، کـه نـقـلـی غنی دی؟
غــنــی زمــوږ نـه، د بـل چـا غنی دی
خو غنی دی، که د هــرچــا غنی دی؟
د ډیـورنــد پـر ســر، ســودا یې وکړه
بـس تـاریـخـی، لـویه جـفـا یې وکړه
مـعـامـلـې پـټـې، پـاتـې کــیـږی کله؟
افـغـان ولس بیا پرې، غـولـیږی کله؟
غنی به وایی، چې څوک نه پوهـیږی
نن خلک پـوه دی، په هرڅه پوهـیږی
ویې کرل، اوس یې ریبـل پـه کار دی
دخپلې “مور وطن” ساتل پـه کار دی