گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » راځئ د مـــلی ارزښـــــتونو سپـــیڅـــلتیا ته ژمــن پاتـې شــو!
راځئ د مـــلی ارزښـــــتونو سپـــیڅـــلتیا ته ژمــن پاتـې شــو!

راځئ د مـــلی ارزښـــــتونو سپـــیڅـــلتیا ته ژمــن پاتـې شــو!

لویه جرګه په ملی کچه د سترو ستونځو د حل لپاره زمونږ منلئ او ویاړلئ ملی دود او دافغانستان دخلکو د غوښتنو او ارادو د تحقق لپاره تر ټولو اغیزمنه بین الافغانی ناسته ده. شک نشته چې دغه جوړښت د تاریخ په اوږدو کې مکرراً زمونږ ستونځو ته د پاى ټکئ ایښئ ده. دلویې جرگې غړی د خپلواکی، ملی یووالی او دهیواد لوړو ملی گټو په هکله پریکړی کوی او د اساسی قانون په مادو کې د بدلون راوستلو واک هم لرى، خو د حق العبد د بښلو واک نه لری.زه د دغه ډول جرګو  په ګټو  او اغیزو باندې شک نه کوم.

د افغانانو ترمنځ هر ډول ناسته او مذاکره اقلاً د یو بل دریز او غوښتنو د اوریدو فرصت برابروی. البته په لمړی سر د تاریخ پاڼو ته په کتو قسماً شکمن وم چې په افغانستان کې له لویې جرگې څخه د سیاسی کړکېچونو د ختمولو تر سپیڅلی عنوان لاندې کله کله د حکومتی چارواکو لخوا په واک کې د پاتې کېدو لپاره هڅه شوې ده، خو لله الحمد په ټولیزه توګه د جرګو پریکړې بې پرې او په ملی ګټو راڅرخیدلی دی.له ولسمشر غنی او نورو مشرانو  له تګلارو سره اختلاف او په اخلاقی چوکاټ کې ورباندې انتقاد زمونږ حق ده. زه هم د ولسمشر غنی په ډیرو منفی اړخونو باندې نیوکه کوم او مخالف یې یم. شک نشته چې په ډیرو مواردو کې هغه لاره چې غنی یې تعقیبوی د کعبې پر ځاى مو ترکستان ته رسوی، خو د ملی افتخاراتو لکه د جرګو او مرکو مخالفت قطعاً د توجیه وړ نه ده.منتقدینو باید اقلاً د جرګې پریکړو ته انتظار ایستلئ واى. که د جرګې پریکړې د دینی اړخ او ملی ګټو خلاف وای، نو نقد او مخالفت به یې موجه او ملت به یې یقیناً ملتیا کړې وه. که کومه ډله یا ګوند د سمون او بدلون لپاره د مبارزې هوډ لری، اجندا یې ملی وی او له کاسې لاندی نیم کاسه نه لری، نو د بین الافغانی ناستې د مخالفت، ښکنځل، په عمومی تالار کې د غونډی د جریان د تسلسل اخلالول معقول عمل او د سمون لاره نه ده.د سمون لپاره د نا سمو لارو کارول او له اخلاقی چوکاټ څخه د انحراف پر ځای، لازمه وه چې د سولې پرضد د پریکړو په وړاندې د یوه سوچه نګه افغانی هوډ  لاندی په زغرده دریدلو او د حق غږ اوچتولو ته اړتیا ده. 

زه دا هم منم چې لویه جرګه په هیواد کې د خورا ستر ناورین د مخنیوی او یا په داسې ترینګلی حالت کې یې دائرول اړین دی چې د هیواد ځمکنئ بشپړتیا، ملی حاکمیت او خپلواکی تر ګواښ لاندې وی.  د څلور سوه طالب بندیانو ازادولو موضوع په دومره ستر لګښت نه ارزی ده، خو کله چې حکومت د مشورتې لویې جرګې رابللو اعلان وکړ، نو په مخالفت کولو یې د افغانانو ترمنځ د بی باوری فضا نوره هم زیاتیږی. دا هغه څه دی چې زمونږ هیواد یې په اوسنی ترینګلی وضعیت کې تاب نه لرى. د جرګې د غړی په توګه ویلاى شم چې د ولسمشر د واک غوښتنې د حرص د مخالفت له کلک هوډ او د تلپاتی سولې په پلوی د غږ پورته کولو له ارادې سره مې غونډه کې ګډون خپله ملی وجیبه ګڼلې ده. د جریان د شاهد په صفت دا هم وایم چې د ګډون کونکو مطلق اکثریت د واقعی سولې پلویان وه. موخې یې د چا واک نه، بلکې ملی ګټې وی.مونږ د افغانانو ترمنځ د د هر ډول ناستو خبرو او تفاهم پلویان یو.  د حکومت لخوا د لویې جرګې غونډه کې مو ګډون هم وکړ، خو په زغرده وایو چې جرګه کې مو په خپل ټول قوت باندی له تلپاتې سولې دینی او ملی ګټو څخه په زغرده دفاع وکړه. د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو مخالفت مو وکړ. داسې تأثر مو نه ده پرییښئ چې په جرګه کې زمونږ شتون د کوم شخص او یا ډلې د ګټو په دفاع کې وګڼل شی.د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې د پنځه زره بندیانو خلاصون طالبانو ته داسې امتیاز وه چې کریډیټ یې امریکا تر لاسه کړه او بیه یې د افغانستان حکومت ورکړه. ملت یې پلوی وکړه. دغه  ارزښتناکه بریا د امریکا پیاوړئ پلان او کاری تګلاره ګڼو چې امریکا یې له اشغالګر او د طالبانو له لمړئ درجې دښمن څخه د مصلح رول خپلولو لوری ته ورساوه، خو د افغانستان حکومت په تیرو دوو لسیزو کې د سولې په تړاو تګلاره او پلان ترتیب نه کړاى شو.په ځینو نورو برخو کې هم د افغانستان د حکومت د موثرې ستراتیژی، د سولې په برخه کې د کاری پلان او فعالې دیپلوماسی د نه لرلو، په ټاکنو، ټاکنیزو ناندریو او د حکومت جوړونې په پروسه کې د اختلافاتو  له امله انفعالی پالیسی خپلولو ته مجبور  ده. انفعالی سیاست طبعاً حکومت د امریکا تر اغیزو لاندې راوړی او د خپلواکی د ګراف کچه یې ښکته کوی. د تړون څارنه طالبانو وکړه، خپلې غوښتنې یې هم پکې ځاى په ځاى کړې، خو مونږ بیا هم شک کوو چې ستونځې به په وړاندی ولرو. ځکه چې متن یې امریکا ترتیب کړئ ده. امریکا عادتاً د هوکړه لیکونو لپاره داسې پیچلی مسودې جوړوی چې د اختلاف په صورت کې یې په خپله ګټه را وڅرخوی.  د اختلاف په صورت کې به بیا هم د امریکا تر اغیزو لاندې عدلی مراجع پریکړه کوی. د دغه تړون له ټول جریان څخه د افغانستان حکومت منزوی ساتل کیده. یوازې خلیلزاد به کله کله ورسره د مشورو تر نوم لاندې ځینې مسائل شریک کول.ولسمشر ته په غیرمستقیمه توګه داسې ذهنیت ورکړل شوئ وه چې د سولې ټوله پروسه لکه بین الافغانی مذاکرات، د افغانانو ترمنځ هوکړه او د هوکړې د عملی کولو عملی چارې به د منتخب حکومت تر سرپرستی او مشرتوب لاندې پرمخ ځی، خو داسې ښکاری چې ولسمشر اوس پوه شوئ ده چې امریکا ورسره لوبه وکړه. ځکه یې د لویې جرګې رابللو او له جرګې څخه په غیر مستقیم ډول د موقت حکومت د مخالفت او د منتخب حکومت د قانونی دورې د بشپړولو د پریکړې ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو دغه پلان هم په جرګه کې د عبدالله عبدالله د ګډون او له جرګې څخه د امریکا د حمایت په بیه د لویې جرګې له اجندا څخه وایستل شو. عینی شواهد ښئی چې له پورتنیو بدلونونو څخه وروسته د سولې مشورتی لویه جرګه د حکومت لپاره زیات د اهمیت وړ فورم نه ښکاریده او هڅه یې وکړه چې ژر پاى ومومی. د اکثرو ګډون کونکو له سپیڅلی هوډ او ذهنی تیارى څخه یقیناً متاثر شوم. تقریبا په یوه خوله یې دینی معتقداتو او ملی ګټو ته ژمنتیا هم د ستایلو وړ وه.لازمه خو داوه چې د سولې مشورتې لویې جرګې ولسمشر ته ویلی واى چې څلور سوه طالب بندیان د هغه باور او ضمانت پر اساس ازاد کړئ په کوم ضمانت مو چې سابق څلور زره پنځه سوه خلاص کړل. ولسمشر پخوا هم داسې ډیر کارونه کړی دی چې قانونی صلاحیت یې نه درلوده. اوس مونږ څنګه ومنو چې دحق العبدی بندیانو د خلاصون د قانونی صلاحیت د نه لرلو له امله یې دمشورتې لویې جرګې رابلل پر ځاى پریکړه ده؟مکر  زمونږ ملت سولې ته د حیاتی ارزښت ورکولوپه موخه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په موخه د بین الافغانی مذاکراتو په مخکی د خنډونو د لری کولو لپاره دې پاتې بندیان ازاد کړی.

د سولې په تړاو د قطر دفتر پرانستلو له امریکا سره په هوکړه لیک او سولې ته د ژمنتیا ښودلو په خبرو مو خوشحاله یو. بندیان مو ازاد شول. د سولې لپاره ښه او بې سابقې فرصت رامنځته شوئ ده. هڅه وکړئ چې له افغانانو سره داسې جامع او تلپاتی سولې ته خنډونه نه بلکې لاره هواره کړئ چې هیواد مو له روانو بدبختیو څخه د خوښئ ابادی او ښیرازی په لوری حرکت وکړی.له امریکا سره اوربند او سوله خو له افغانانو سره جګړه او وژنه زه د طالبانو عمدی عمل او افغان دښمنه تګلاره نه بلکې په مقابل لوری باندی د باور د نه شتون له امله یې د طالب مشرانو سهوه ګڼم، خو طالبان باید پوه شی چې دغه پرمختګ او بریا نه، بلکې د طالبانو په هکله د افغانانو ذهنیت او باور ته یې دومره زیان ورساوه چې جبران یې خورا ستونځمن کار ښکاری. طالبان باید د عینی شرائطو، دینی احکامو، ملی حساسیتونو او سیمه ایزو نزاکتونو په پام کې نیولو څخه سربیره د سولې په تړاو زمونږ د ټولنیز غږ، تنوع، لوړوالی او ژوروالی ته غوږ ونیسی. د سولې د مشورتې لویې جرګې له ادرس څخه د بندیانو د ازادولو، د سولې او اوربند دروند او سپیڅلی غږ ته د درنښت څرګندونه وکړی. له امریکا سره لاسلیک شوی تړون ته د ژمن پاتې کیدو سره سره د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د بریا او یوې جامع هوکړې ته د رسیدو لپاره ملا وتړی او قربانی ورکړی. اوس افغانانو ته خپلمینځی جګړه په هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده.

له حکومتی اړخ څخه مو هم جدی غوښتنه داده چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د حق الله او حق العبد په څیر د نورو بانو جوړولو پرځاى د سولې لپاره پلان او تګلاره جوړ کړی، تو څو مونږ وپوهیږو چې زمونږ منزل څومره لرې او مونږ سولې ته د رسیدو په موخه څومره واټن وهلئ ده. د سولې لپاره قیمت و ټاکی او د قربانی پوله ورته تعین کړئ.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا