گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ســولــــــه او شــــــاه وزیـــــــــر !
ســولــــــه او شــــــاه وزیـــــــــر !

ســولــــــه او شــــــاه وزیـــــــــر !

زه شپه او ورځ کړم هڅه د ولس غم کې زهیر یم 

نو سوله که سر وغواړی سر ورکړه کې زه میر یم

خو دا پریښودی نه شمه له مانه یی مه غواړۍ 

یارانو زه څو کۍ پورې تړلی په ځنځیر یم

نور ماته سهامی شرکت په واک کې منظور نه دی 

ګټونکی په ښکاره زه د بازۍ د شاه وزیر یم

ځایونه د خطرې مې له پخوا لا تطمیع کړی 

زه شپه او ورځ لګیا د سلاکارو په تکثیر یم

دستیار مې دواړه ښه دی بریالی دی په خپل کار کې 

نو ځکه زه بې غمه له بامیان او له پامیر یم

د سولې مسئله خو لنډمهالې پروسه نه ده 

پنځو کلونو پورې زه هم ګډ په دا بهیر یم

مشرانو ده منلې ما سیندونه ټول مهار کړل

  اوس وینی بندومه زه روان ښه په تدبیر یم

هر څیز به دې بهیر کې زه له خپل نظره باسم 

نړۍ کې یم مشهور زه د ذرې ذرې مدیر یم

په ارګ دننه هر څه منظم دې ترتیب شو

  باهر که ګډوډی ده زه قاصر یی له تأثیر یمزما په ژوندانه کې ډیرې کر ښې دی سرې شوی 

په برید د هرې کرښې کلک ولاړ ورته په ځیر یم

چې ووایی بادار نو بیا مجبور یمه ترې تیر شم 

بس دومره زما وسه ده پوهیږئ چې اجیر یم

بې انده یم نړۍ کې په دوهم اندیال یادیږم 

دا څرنګه نړۍ کې د بې اندو زه راګیر یم

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا