گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خپلواکی عـزت ده کــه ننــداره ؟
خپلواکی عـزت ده کــه ننــداره ؟

خپلواکی عـزت ده کــه ننــداره ؟

د سرد خوندیتوب په هیله به عرض وکړم چې، ازادی نعمت ده، خپلواکی عزت ده، عفت ده او مینه مو ده، خوستاسو لمانځل ننداره ده، تماشه ده، دروغ دی او ځان غولونه ده. زه هم خپله ازادی استقلال او خپلواکی لمانځم، خوله خپل ورورسره د جګړوشوق یا مجبوریت مې د ویاړاوغرورهسکه غړئ ښکته کړې ده.په روانه جګړه کې دوژل شویوځوانانودمورکئ چیغې اواسویلى مې دازادی سندرو ته نه پریږدی.

د ارګ له قیمتی کوچونو نیولې تر پولادی دروازو، د مرمئ ضد موټرو له کتارونو نیولې بیا تر امریکایی ډوله ګاردانو، له سوونو زرو سوپر سکیل تنخواه نیولې بیا د ښوونکی تر اته زری تنخوا پورې او د ارګ له کبابونو نیولې، د عسکر تر وچې ډوډئ پورې ټول له پردیو څخه په خیرات کې اخلو، نو بیا څنګه ازاد یو او څومره خپلواک یو؟زه هم ازادی لمانځم. د خپلواکی سندره وایم، خو کله چې خپلې اړتیاوې وارزوم، نو د غلامی تله مې درنه شی. تاسو یې هم ولمانځئ خو د هوا له نیلی څخه راکوز شئ. د حقائقو په هنداره له کتلو او ژور تحلیل وروسته.

ازادی مبارک او خپلواکی مبارک!

راځه لږ شان بنډار له تاسره هم کوم. زغم او حوصلې ته رابولم. لږ شان له خیالی اسمان څخه راښکته شه، نو غږ به مې واورې!لږ خو ځان راوپیژنه!څومره برګ برګ راته ګورې!اصفهان دې فتحه کړئ ده، که غرناطه مو ونیوله؟مقبوضه بیت المقدس مو ازاد کړ، که د فلسطین د مظلوم ولس د دردونو درملنه مو وکړه؟د پانی پت معرکه مو وګټله، که د برما د مسلمانانو لاس نیوى مو وکړ؟نه نه نه، که جګړو ته مجبور شوی هم یاست، خو د افغان په وژنه کې داسې هیڅ نشته چې ورباندې وویاړئ.خپل ورور مو وواژه خپله مورکئ مو بوره کړه، خپله خورکئ مو کونډه کړه،

د خپلې وریندارې مجازی روزی رسان مو ورڅخه واخیست او خپل وریرونه مو یتیمان کړل، نو بیا مو غور او پش د څه لپاره جوړ کړئ ده.ازادی او استقلال د غنی د سرخاب باغ نه ده چې لمانځل یې دومره بد درته ښکاریږی. خپلواکی د غنی قهقهې او د پښتو ادبیاتو په برخه کې د ښو زده کړو هنر نه ده. دا ددغه عظیم ملت د مبارزې او قربانئ محصول ده. که نن ازاد نه یو نو د غازی امان الله خان په شمول د نورو دینی کړیو او هغه وخت د ولسی قربانی په پایله کې تر لاسه شوې خپلواکی خو ولمانځه!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا