گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوال اودخپلواکۍ د اتلانویاد!
خوستوال اودخپلواکۍ د اتلانویاد!

خوستوال اودخپلواکۍ د اتلانویاد!

د خوست یو شمېر قومی مخورو، روڼ اندو او ښځینه مدنی فعالانو پدې ولایت کې د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې داتلانو دیاد  لمانځنې په مراسمو کې وویل، د دوی پلرونو خپل هېواد ته خپلواکی وګټله، خو د اوسنی او راتلونکو نسلونو ذمه وارې جوړېږی چې د هېواد د امن او ابادۍ لپاره کار وکړی دوی زیاتوی، د هېواد له ازادۍ ۱۰۱ کاله تېر شول، خو لا هم خلک له سولییز ژوند او نسبی اقتصاده بې برخې دخواستیان وایی، اوس د سولې او هېواد د پرمختګ وخت دیقومی مشر رحیم ګل مشال راډیو ته وویل، د افغانانو پلرونو او نیکونو د خپل هېواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې، خو وروسته لکه څرنګه چې په کار وه، ددې وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار نه دی شوی.دی زیاتوی، ۱۰۱ کاله وروسته هم د دې وطن خلک د وچې مړۍ په ارمان دی، ډېره برخه یې بې تعلیمه ده، ملک یې وروسته پاتې دی، خو تر

دې وروسته باید ددې هېواد نوی نسل ته کار وشی چې هغوی له شته بدمرغیو وساتل شی.قاضی احمد ببرکزی د غازی ببرک خان ځدراڼ چې د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د جنوبی محاذ له پیاوړو مشرانو وو لمسی دی.خوست کې امنیتی ځواکونو د افغانستان ازادۍ د ۱۰۱مې کلیزې د لمانځلو پر مهالده وویل، د پکتیا د محاذ د بریالیتوب راز په دې کې وو، چې د دې سیمې ولسونو خپلواکۍ ته کلکه ملا وتړله، قربانی ورکړه او بالاخره دې هېواد خپله بشپړه خپلواکی لاسته راوړه.ده وویل، ټولو نسلونو ته بایده دی، چې د خپلواکۍ په ګډون ټولې ویاړنې په شانداره توګه ولمانځی.

په خوست کې د افغانستان ازادۍ د ۱۰۱مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د نارینه ترڅنګ لسګونو ښځو او نجونو هم برخه اخیستې وه.دوو ښځینه مدنی فعالانو محبوبه سعادت او سیما بریمن وویل،

اوس ښځې هم د خپل هېواد د خپلواکۍ په ارزښت ډېرې پوی شوې او لکه څرنګه چې یې مخکې د خپلواکۍ په ګټلو کې مهم رول لوبولی او اوس یې هم هڅه داده چې د زده کړو او تعلیم له لارې دا ملی ارزښت وساتی.خوستیان: دا ډول لمانځلو یو ښه اغېز دادی، چې نوی نسل ته هېواد سره د مینې روحیه ورکوی.دواړو د غازی امان الله خان نوم هم یاد کړ، چې د وطن د ابادۍ په خوا کې یې د ښځو تعلیم او پرمختګ ته ډېر پام وو.مدنی فعالانو نعمت الله کریمی او محمد نبی وایی، د دا ډول لمانځلو یو ښه اغېز دادی، چې نوی نسل ته هېواد سره د مینې روحیه ورکوی.د دوی په وینا، کله چې د جشن ګډونوال په ځانګړی ډول ځوانان او تنکی زلمیان ملی او حماسی ترانې اوری، د دوی په ذهنونو کې 

ملی روحیه پیاوړی کیږی. په غونډه کې خوست والی محمدصدیق پتمن د افغانستان د خپلواکۍ تاریخی شالید ته په کتو وویل، تاریخ نه بدلیږی، د لویې پکتیا خلک وو، چې د خپلواکۍ په جګړه کې یې برتانوی هند متارکې ته اړ کړ.د خوست والی په وینا، ازادی په توره ګټل کېږی، خو په پوهه او تدبیر ساتل کېږی، نو اوس د دې وخت دی، چې د زده کړو له لارې افغانان ګټلی ازادی سمباله کړی، اقتصادی ځان بسیاینې ته ورسیږی او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلی.د ۱۹۱۹ز کال اګست پر ۱۸مه د افغان باچا غازی امان الله خان په واکمنی کې افغان اوبرتانوی ځواکونو ترمنځ جګړې شوې وه چې په نتیجه کې یې افغانستان په بشپړه توګه خپلواکی ترلاسه کړه. تردې له مخه د دې هېواد بهرنۍ تګلاره د برتانیا په کنټرول کې وه.

د تکړه ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل او د  مشال رادیو همداشان د غرغښت تلویزیونی شبکی څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا