گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پاکستان دخوبونو په ټال کې !
پاکستان دخوبونو په ټال کې !

پاکستان دخوبونو په ټال کې !

که وگورو له پیله راهیسې تر دې دمه د پاکستان بنیاد په خوبونو ولاړ دی,هغه که د پاکستان په نصاب کې د پاکستان په اړه د اقبال لاهوری خوب دی او که پاکستانی استراتېژیک اهدافو ته د رسیدو لپاره د مدرسو د سترو ملایانو او پیرانو د خوبونو د لیدو سلسله ده۔د اوریا مقبول په نوم یو پاکستانی سیاستوال په دې آند دی او اعتراف کوی چې جنرل باجوه او نور جنرالان وغیره نعوذ بالله د وحی له لارې خدای ج رالیږی او د پاکستانی ولس قیادت کوی۔۔فکر کوم ترڅو پورې چې پاکستانی اتباع جاهل او غافل اوسی همدا راز د فوځی تمساح په منگولو کې ښکېل او یرغمال اوسی,تر هغه وخته پورې به پاکستانی نظام پر خوبونو څرخیږی,ځکه په سیمه کې د اثر او رسوخ لپاره د انگلیس پخوانی او تر ټولو مجربه نسخه بلل کیږی۔دغه خبره هغه وخت زموږ لپاره اهمیت اختیاروی چې څریکې یې حتا افغانستان ته رارسیږی او افغانستان هم په شکل د اشکالو د پاکستانی اسټبلشمنټ د غلطو پالیسیو او تجاوزاتو ښکار کیږی۔که څه هم په پاکستان کې د خوبونو سلسله په تاریخی لحاظ تر ستر برصغیر پورې رسیږی,خو له ډېرو خوبونو سره سره یې افغانستان ته هغه خوب ډېر تاوان واړوه,چې د غازی امان الله خان خلاف په کې په پاړه چنار سیمه کې د یوې ونې لاندې د وسلو او پیسو وړاندوینه شوې وه۔په همدې توگه له هغې ورځې راهیسې د پاکستان له لورې د افغانستان لپاره هر روزل شوی ترهگر د خوب په پایله کې گمارل کیږی,د دوی لپاره د خوب له ډېرو خوبیو سره,سره یوه ځانگړنه دا ده چې په پټو سترگو پر خلکو باندې د کوم کس په تپلو او تحمیلولو کې ډېر وضاحت,مدرک او سند ته په کې اړتیا نه لیدل کیږی۔ ویل کیږی چې اوسمهال په پاکستان کې د ښو خوبونو د لیدو بازار ښه په سور کې دی,خو داسې هم ویل کیږی چې د خوب تغبیر تل برعکس خیژی۔

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا