گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغانه راشه،پخلاتون اوپیوستون..
افغانه راشه،پخلاتون اوپیوستون..

افغانه راشه،پخلاتون اوپیوستون..

معززو په خپل خدای جلجلاله په خپل مقدس هیواد او په خپله ځوریدلی ولس مینو هیوادوالو درناوی می ومنئ . دا څو ورځی دننه اود هیواد دباندی دسولی اوپخلاینې هیلې را ژوندی شوی ، نوبه همدی هیله دا څولنډې کرښې په نیک فال نیسم او دلوی پروردګار حضورته ددعا لاسونه پورته کوم چی یا الله جلجلاله په هیواد کی می دسولی سپینی کوتری په الوتو کړی .

افغانه راشه ، پخلاتون او پیوستون راوله

پوره افغان شه ، نـــن هیواد لره قانون راوله

خوشې قتلونو پاندی سریی او ورانی کوی تل

لږ څه بیدار شه ، افغانی  اوچت سمون راوله

دغه هستۍ ، دغه مستۍ، دا خواشینۍ تر کــله

ښه ځان ته ځیرشه،په هیواد کی څه بدلون راوله

کاشکی افغانه سره مـــــل شی دافغان په تــوره

دا دپردوغلامی پریږده ،خپل کردارکی اوښتون راوله

ستا پلار او مور نه وو کنیز اونه غلام د چــاوو

غلامې پریږده په هیواد کی سـباون را ولــــــه

کاشکې بیدار شی او ازاد شی دافغان بچــــیه !

صحیح شورا ، صحیح قضاء صحیح قانـــون راو له

دا ماتی ګوډې کر ښې په ۲۰۰۱ کال دمارچ میاشت کی لیکل شوی او له هیواد بهرپه محلی نشراتی خپرونو کی خپور او لوستل شوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا