گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د یوه عراقی شپــانه اوانگریزی جنـــرال عبــرتــنـــاکه کیســـه !
د یوه عراقی شپــانه اوانگریزی جنـــرال عبــرتــنـــاکه کیســـه !

د یوه عراقی شپــانه اوانگریزی جنـــرال عبــرتــنـــاکه کیســـه !

دا د ۱۹۱۷م کال خبره ده۔د عراق په غرونو کې د انگلستان جنرال سټانلې ماودې له یوه شپون سره مخامخ شو۔د جنرال شپون ته پام شو او خپل ژباړن ته یې وویل چې هغه ته ووایه چې که خپل سپی ذبحه کړی,نو جنرال به یو پاونډ(انگلستانی پیسه) درکړی۔سپی د شپونکیو لپاره ډېر مهم اوسی,ځکه ټوله رمه یې ساتی,د نورو وحشی ځناورو له بریدونو یې پسونه او بزې ساتی,خو فکر یې وه کړ,چې یو پاونډ هم له نیم پسه څخه ډېره بیه ده,د شپون پر څیره د حرص مسکا راڅرگنده شوه۔سپی یې راوه نیوه او د جنرال په پښو کې یې ذبحه کړ۔جنرال ورته وویل چې که څرمن یې وباسی,نو یو پاونډ بل هم درکوم,شپون په خوشالی ورڅخه څرمن هم وویست,جنرال بیا وړاندیز ورکړ,چې که غوښه یې ټوټې کړی,نو یو بل پاونډ به هم ورکړی,شپون په بیړه دغه وړاندیز هم ومانه او جنرال ورته درې پاونډه ورکړل او ورڅخه روان شو۔جنرال څو قدمه لا وړاندې نه وو تللی چې له شا څخه ورپسې شپون راغږ کړ,چې جنرال صیب که د سپی غوښه وخورم,نو یو بل پاونډ راکوی ؟جنرال ورته د نه په مانا سر وه خوځاوه او ورته وه یې ویل چې ما یوازې غوښتل ستاسو نفسیات او حیثیت وگورم,تا یوازې د دریو پاونډونو لپاره خپل ساتونکی او ملگری ذبحه کړ,څرمن دې وویسته,ټوټې دې کړ او د څلورم پاونډ په بدل کې یې خوړلو ته هم تیار یې او زه دلته همدغه څه غواړم۔جنرال خپلو ملگرو ته متوجه شو او اشاره یې ورته وه کړه

چې د دغه ولس سوچ په دغه کچه کې دی,نو ځکه اړتیا نشته,ترڅو ورڅخه وویرېږئ۔نن موږ هم له همداسې حالاتو سره مخ یو,د خپلې لږې او محدودې گټې یا مصلحت لپاره خپل تر ټولو قیمتی او مهم شی سودا کوو۔دا هغه وسله ده چې تل یې استعماری قوتونه او د هېواد اذلی دښمنان زموږ پر وړاندې کاروی۔په همدغه وسیله حکومتونه اېل ساتی او هېوادونه لوټ کوی,زموږ په منځ کې هم دا نن په سلگونو او زرگونو داسې شپانه شته چې نه یوازې د خپلې لږې گټې لپاره د سپی غوښې خوړلو ته تیاردی بلکې د خپلوهېوادوالو غوښې خوری او د څو ډالرو او کلدارو په بدل کې خپله خاوره پلوری۔

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا