گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پـر امارت او جمهـوریـت مـعاملې!
پـر امارت او جمهـوریـت مـعاملې!

پـر امارت او جمهـوریـت مـعاملې!

پــر امــارت او جــمــهــوریـت مـعاملې

پـر انـسـانـیـت، اسـتـقـلالـیت مـعاملې

پـر”مــور وطــن”،افـغـانسـتان معاملې

پــر ګــروګان مظلوم، افـغـان مـعـاملې

روانـــې دی، چــاتـــه زور نـــه ورکوی

ځانـته هـیڅوک هـم، پـیـغـور نـه کوی

شرم، حیا، غیرت، په چاکې څه شول؟

دا انسانی اخلاق، دنـیا کې څـه شول؟

غصب او چور، ښه په ښکاره چـلـیـږی

ډالـــری زور، هـــــم ورســـره چـلـیـږی

ملی احساس، وطندوستی ورکه شوه

افغان دوستی، بشردوستی ورکه شوه

خدایـه! لـدې ژونده، مرګ ښه دی راته

لــدې عــمــری بــنـده، مرګ ښه ی راته

افــغــانـسـتـان، د جنګ ډګر جوړ شوی

هـمـېـش د شر له پاسه، شر جوړ شویعـمـل څوک نـه غـواړی، خبرې غـواړی

سـولـه څوک نـه غواړی، ډالرې غـواړی

پــر مــظــلــومــانــو، ترحم څوک نه کا

پــر یـــتـــیـــمـــانــو، ترحم څوک نه کا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا