دهیواد ځوانانو! تاسو پوهیږئ ددی وروسته پاته قام او ددې مړې خاورې پیشرفت او ژوندی کول دچا کار دی ؟ تاسوته وایم ، ستاسو کار دی ا وستاسو ځوان ا و زلمی څوک دی ؟ هغه چی افکار ا واخلاق یی دخدای دبندګانو دپاره او نوی وی .نوی افکار څه شی دی ؟ د اچی انسان د ژوند په فعالیت کی د خپلې شخصی حوزې څخه راووزی او د وطن او قوم سړی خان څخه جوړ کاندی .دقوم او د وطن سړی دشخصی اوخالص مادی ملحوظاتو او لذایذو پسی نه ګرځی ، ځکه چی دغه لذایذ دانسانیت د درچی نه ټیټ او دحیوانیت مشترک شی دی .انسان باید په خدمت فخر وکړی ، هغه خدمت چی د خاندان اوکورکلی نه علاوه قام وطن او نوعی ته وی ، که موږ قام اووطن ته خدمت وکړ و دغه خدمت عینا انسانیت ته خدمت دی، ځکه په دنیا کی یوازی پاته قام مونږ یو اوبس !خدمت څه شئ دی؟
د انسانانو ، همنوعانو قام خپلو خپلوانو سره همدردی او مینه لرل ، د دوی ټول مشکلات حل کول ا ود ترقی لار ورشودل ، زمونږ قومی او وطنی مشکلات حه دی ؟ جهل ، بی سوادی یو بربل ظلم کول ، په تنګو تنګو د ایرو کی پاتې کیدل دقوم او ملت لوی مفهوم نه پیژندل .ځوانانو ته لارمه ده چی ځان اول په اول خدمت تیار کړی ، د خدمت دتیاریدو دپاره شرائیط دا دی : څلور بد عادات پریښوول ا وڅلورتعصبات ترک کول ، د ا دې تزکیه نفس مرحله ده ورپسې په اربعه اصولو عمل کول د خدمت درجه ده .څلور بد عادات ، عصبیت ، وهم پرستی ، تشدد او سختی ، بی ځایه غروراوکبرباید په سړه سینه خبره اوریدو او مفاهمی ته په هره مسله کی حاضر شو ، کوم اشیآء او روایات چی دین اوعلم رد کړی وی ، په هغو باور ونکړو ، ظلم ا وسختی ته ملا ونه تړو ، غرور اوتکبر چی داجتماع منافی شئ دی پریږدو .څلورتعصبونه : ایالتی تعصب ، لسانی ، نژادی تعصب ، څلورم مذهبی جلاوالی د وطن د مفاد مناافی دی ، مثلا ټول افغانستان یو کور دی ، مشرقی ، مغربی او دا ولایت اوهغه ولایت څه
فرق کوی چی سړی دیو ځای سړی ته په ښه سترګه او دبل خای سړی ته په بده سترګه وګوری ، پښتو ا وباړسی ژبی په دی وطن کی خدای پیدا کړی دی ا ود دواړو ژبو خاوندان په دی وطن کی داوسیدو حق لری .دا قوم او هغه قوم ، دانسل او هغه نسل څه فرق کوی ، خ وبه یو وطن کی اوسو اوپه یو کشتی کی ناست یو ، خیراو شر موشریک دی ، که افغانستان اباد وه ټول آباد یوکه وران وه نو ټول وران یو ، هر فکر چی ددی نظریی نه مخالف وی ، هغه وطنی ا وملی خیانت دی ، مونږ خبل وطن کی خیانت نه پریږدو ، مونږ یعنی کسان چی لږ په څه بوهیږو ، باید نا فهمان په کفر ونه نیسو ، دوی ته باید ووایو چی د ا مقدس دین د انسان دسعادت دباره دی اوپه دی کی دخلکو شکوک رفع او نیکی ته یی سوق کړو .اربعه اصول : دمعارف تعمیم ا ود افکارو تنویر دبدو روسومو او عاداتو سره مجادله ، د سختی ا وتشدد په مقابل کی په سړه سینه اونرمی دربدل او دحق طرفداری کول ، ظلم په ظلم نه دفع کول ، افغان اوپښتون مترادف ګڼل او دافغان ا وپښتون دحق استقلال او بهبودیی ایثار ا وفداکاری کول . دا ده زمونږ هغه آرزو چی مونږ یی له ځوانانو لرو.