گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ځــــوریــــدلـــــې میــــــنه !
ځــــوریــــدلـــــې میــــــنه !

ځــــوریــــدلـــــې میــــــنه !

دې حالاتو، حادثاتوځورولې زما مینه

په هر شان یی کړولې زما مینه

د ا پرېشانه ژوند زما دی چی تیریږی

دهیواد پسی ده تللی زما مینه

دغمونو او ناخوالو سره سر دی

دظالم په لاس ورغلی زما مینه

د وصال په تمه  تل ده ځوریدلی

دی بیلوالی ژړولې زما مینه

انتقام په فکر نه یمه  رقیبه ای ظالمه

تاسی  دیره دردولی زما مینه

کاش کی لږ دې  وای کتلې زما زړه ته

په هر شان دې ځورولې زما مینهپه علاج یې طبیبان ناکامه شوی

ګوره ! څومره  دردیدلې زما مینه

دا چې نیغ را ته کتی نشی شرمیږی

دې ډیره سخته یی ځورولې زما مینه

زما مینه ورته هسی پریښیدله

 دوی په ژوند نه وه لیدلی داسی مینه

کاش کی دوی خو وای صادق نن خپل هیواد ته

زما په ټنډه لیکل شوی وطن مینه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا