زمونږ ټولنه په داسې ځنګل اوښتې ده چې ګیدړان له ډاره د زمریانو پښو ته ټیټیږی او زمریان یې له غاړو تیره غاښونه پورې راپورې باسی. همدا ګیدړکهول که خپل محکوموونکی وپیژنی کیدای شی چې ددوی له شره په امان واوسی. خو مونږهغه اولس یو چې خپلو وژونکو ته د مینې او درنښت آمیلونه په غاړه کې ور آچوو، ددې پرځای چې پر ګور یې اورونه بل کړو او له خدایه ورته د مظلوم ولس د وینو د زبیښلو له امله د دوزخ دوعا وکړو؛ ورته د جنت غوښتونکې یو. یا خو مونږ خپل دوستان او دوښمنان ندی پیژندلی اویا مونږ ته خپله وینه، ابرو،عزت اواسلامیت کومه مانا نلری آشنا ! څه پوه شوی آشنا !؟