گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » احمدشاه خادم یاردملی امنیت دصفریو قطعی پرډزو مظلوم شهید!
احمدشاه خادم یاردملی امنیت دصفریو قطعی پرډزو مظلوم شهید!

احمدشاه خادم یاردملی امنیت دصفریو قطعی پرډزو مظلوم شهید!

د خوست ولایت مرکز متون اوسیدونکی احمد شاه خادمیار چی تر ماسټری پوری یی لوړی زده کړی کړی وی او برحاله وظیفه یی میدان هوایی کی درلوده تیره شپه تپه نادر خان کی د صفر یک قطعی لخوا پخپل کور کی په شهادت ورسید . ځانګړو ځواکونو وړمه شپه کابل کی د احمد شاه خادمیار په کور کی د کابل په هوایی ډګر کی د بلوک د قوماندان په حیث دنده تر سره کوله عملیات کړی چی خدای بښلی او شهید احمد شاه خادم یی وژلی او د هغه دکورنی نور غړی یی وهلی او ټکولی دی .

څارمن احمد شاه خادمیار چی شپږ میاشتی پخوایی په نظامی برخه کی د ماسټری ترکچی زده کړی سرته رسولی وی او د کابل په نړیوال هواېی ډګر کی یی دنده ترسره کوله د احمد شاه خادمیار کورنۍ چی د خدای بښلی جنازه یی له کابل څخه د خوست ولایت ته د تدفین په موخه وړی وائی چی ځانګړو ځواکونو تیره  شپه ددوی کور محاصره کړی ؤ او شهید احمدشاه د وضعیت د کتلو په موخه بام ته ختلی ؤ چی په ډیره خواشینۍ سره د ځانګړو ځواکونو لخوا په ډزوووژل شو.د شهید احمد شاه خادم ورور وحید شاه خادم د کابل نیوزتلویزیونی شبکی سره پیښه داسی بیانوی: دشپی تقریبأ یوولس بجی شاؤخوا په کور کی دسیا ه سرو او ماشومانو غږپورته کیږی چی هله غله راغلی دی زما مشر ورور (احمدشاه  خادمیار )چی شهید شوی دی د خوب په لباس کی له ما سره یوځای په منډو وهلو شوو خو کله می چی مشر ورور دبام سرته پورته کیږی په داسی حال کی چی دشپی تیاره وه هیڅوګ هم نه ښکاره کیدل څو ځله په لوړ آواز  غږ ورته کوی چی څوګ یاستی ..بی له دی چی علت یی څرګند وی په ډیره بی رحمی سره ویشتل کیږی او په شهادت رسیږی .د خدای بښلی احمد شاه خادم یار وروڼه وایی چی دوی ورته دندو کارتونه ښودل چی دوی بی ګناه دی خو له دی سره یی پردوی ګوزارونه کړی دی .دوی زیاتو چی د ملی امنیت د ځانګړوځواکونو د احمد شاه ترویشتلو وروسته دوی ته اجازه ورنه کړه چی خپل ټپی ورور یی روغتون ته انتقال کړی چی په وینو لت یی دخپلی غمجنی موراودردیدلی کورنۍ په مخ کی ساه ورکړه.له شهید احمد شاه خادم څخه دوه ماشومان چی یوه دری کلنه لوراوبل یومیاشتینی زوی دی پاتی شوی دی . نواندیشی تربیون  د امنیت ساتنی په نوم دغه دبشریت ضد جنایت په کلکه غندی او عاملینو ته یی د سختی جزا غوښتونکی یو . خدای بښلی شهید احمدشاه ته چی ځوانیمرګ شهید بللی شی د لوی خدای ج له درباره فردوس جنت او کورنی ته یی دجمیل صبر غوښتونکی یو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا