گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د جـــنـــــازو وتــــل نـــــه بــلــکـــه د جګړو د نوغی ایســتل غواړو!
د جـــنـــــازو وتــــل نـــــه بــلــکـــه    د جګړو د نوغی ایســتل غواړو!

د جـــنـــــازو وتــــل نـــــه بــلــکـــه د جګړو د نوغی ایســتل غواړو!

د افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نیمګړتیا ده چې مونږ یې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکئ خنډ ګڼلاى شو.  ولسمشر غنی په دې باور ده چې  امریکا پاکستان او طالبان د نوموړی د حذف  پلان لری. په دغه تړاو یې د طالبانو او د شمال د ایتلاف د ګډ حکومت په جوړولو کار پیل کړئ ده. نوموړئ هڅه کوی د پورتنی مثلث په وړاندې په نړیواله برخه کې د ناتو، اروپایی ټولنې او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو مرسته ترلاسه کړی او په کورنی اړخ کې عمدتاً د ښځو او ځوانانو د حقونو د خوندیتوب تر شعار  لاندې د سترو غونډو په جوړولو له ولسی حمایت څخه ځان برخمن وښئی.همدغه شان حکومت غواړی د بین الافغانی مذاکراتو بهیر د امریکا تر ولسمشرئ ټاکنو پورې وځنډوی. د امریکایی بنسټونو د محاسبو له مخې شونې ده چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ ماتې به د افغانستان په هکله د امریکا په تګلارو کې ستر بدلون راوړی.زما په اند حکومت باید د امریکا، پاکستان او طالبانو ایتلاف او پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر په احتمالی پایلو باندی له اندیښنې څخه وړاندې له ولس سره د واټن د زیاتوالی لاملونه، خپل ټکنى جوړښت او نورو نیمګړتیاوو لاملونه وڅېړی.د سولې په هکله د متزلزلو، متذبذبو  څرګندونو پرځاى د سیاسی اجماع جوړولو هڅه وکړی، خپله تګلاره جوړه کړې، خپل دریزونه واضح کړی او په ښکاره توګه سولې ته بیه او سرې کرښې وټاکی.امریکا او پاکستان خپلې ګټې او ستراتیژیکې موخې لری. هغوى د خپلو ملی ګټو لپاره انعطاف او تنزل وکړ. سرې کرښې یې شاته پریښودې، خو خپلې موخې یې ترلاسه کړی. مونږ له ولسمشر څخه غواړو چې له ارګ څخه د جنازې د وتلو او داسې نورې پارونکې څرګندونې پریږدی. هڅه وکړی چې څنګه ملی او سیاسی اجماع جوړه کړئ، څنګه هیواد له ناورین څخه وژغورئ!

څنګه او په څه ډول د نظامونو د نسکوریدلو د کرغیړن تاریخ د تکرار مخه ونیسئ او څنګه په یوې بلې جګړې کې د هیواد د ښکېلتیا مخه ډب کړئ.مونږ د هیواد شته ستونځو ته د ولسمشر غنی د نیمګړتیاو،وعده خلافیو، له دینی و ملی ارزښتونو سره په ټکر کې کړنو، د تبعیض په وړاندی د مبارزې تر غولونکی شعار لاندې د تبعیضی کارونو  او د جنون ترکچې د واک خپلولو په تناظر کې نه، بلکې د جګړو له امله د ولسی زخمونو، دردونو،  ارمانونو، هیلو او کړاوونو په چوکاټ کې ګورو.مونږ نه غواړو بیا د دوو دریو لسیزو مخکې دوره تجربه کړو. مونږ د نړولو او نسکورولو ترخه یادونه او خواشینونکئ شالید لرو. مونږ د منزل په لوری ډیر مزل کړئ ده، خو مونږ د ولسمشر غنی په شان احساساتی څرګندونې او جزباتی چلن نه خوښوو. مونږ له ارګ څخه د ولسمشر غنی جنازه ایستل نه غواړو. جنازو او فاتحو ستړی کړی یو. مونږ له نوموړی څخه د سولې په تړاو له ولس او هېواد سره همدردانه هوښیارانه او مسئولانه رویه خپلول غواړو.ولسمشر ته خورا اړینه ده چې د واک په سر د خپلې جنازې د ایستلو پرځاى په هیواد، سیمې او نړئ کې بدلونونه، عینی واقعیتونه،  سولې ته زمونږ اړتیاوې او خپلې نیمګړتیاوې دقیقاً وارزوی.مونږ هم د بین الافغانی مذاکراتو په ترڅ کې له بین الافغانی هوکړې او په نړیوالهکچه له همدغې بین الافغانی هوکړې سره د کره تعهد او حمایت ترلاسه کولو پرته، نه غواړو د نوموړی د مستعفی کیدو شاهدان واوسو. مونږ د هیواد له ستونځو سره د غنی د ناخوالو په تله کې عقده مند چلن نه کوو. مونږ نړول نه، جوړول غواړو، خو د وعدو د ماتولو په تړاو د غنی ماضی ته په کتو به خورا ستونځمنه وی چې طالبان دې د نوموړی تر مشری لاندې د احتمالی سولی د عملی پړاوونو بشپړول ومنی.طالبان په دې باور دی چې د اوربند لپاره د حکومت مسلسله غوښتنه او په دغه تړاو د نړیوالو فشارونه د ولسمشر غنی نوښت ده او نوموړئ غواړی چې د هغوی  جنګی ماشین له کاره وغورځوی، د جګړې ډګر سوړ کړی،  جنګیالی یې تیت پرک کړی او بالاخره حکومت غواړی چې د هغوى یوازنئ سوژه چې جګړه ده او حکومت یې ورسره خبرو ته چمتو کړئ ده، د اوربند له امله اغیزمنه کړی.طالبان داسې فکر هم کوی چې امریکا یې له ماتې سره مخ کړې، حکومت کمزورئ او له ملت سره یې د ځینو کړنو له امله واټن زیات شوئ ده. که حکومتی اړخ د سولې په مذاکراتی بهیر کې د هغوى محوریت منلو ته تیار نشی، نود توپک په زور یې نسکورولاى او کابل نیولاى شی.مونږ پوره باوری یو چې که طالبان د توپک په زور د کابل نیولو ذهنیت بدل نه کړی او شته واقعیتونو ته متوجه نشی، مونږ به  د تاریخ د تکرار په شکل د یوې بلې او تازه بشری  فاجعې شاهدان واوسو.که طالبان په سوله باور لری، نو حتمی ده چې له جګړې څخه به د سیاست میدان ته راځی او سیاسی لوبه به کوی.  یقیناً به طالبان  اړ وی چې په خپلو تګلارو او ذهنیتونو کې بدلون راوړی، د بشری حقونو، د ښځو د زده کړو او کار حق، ملی مشارکت او د نظام د څرنګوالی په هکله خپل دریز د ابهاماتو له ګرداب څخه راوباسی. د اسلامی نظام نفاذ د ټول ملت غوښتنه ده او اسلامی نظام د ولسواکی په اډانه کې تحقق موندلاى شی. په اخلاقی معیارونو برابره د بیان ازادی اسلامی اصل ده. د ښځو زده کړې او له هر ډول ګواښ څخه مصئون چاپیریال په چوکاټ کې د ښځو کار کول شرعی حق او د ټولنیزه اړتیا ده. هغوى به د انعطاف له لارې وکولاى شی له حکومت او نورو سیاسی ډلو سره هوکړې ته ورسېږی.پوښتنه داده چې که پاکستان له امریکا سره د اړیکو له خورا تیاره شالید، لوړو او ژورو سره سره  توافق ته رسیږی، د امریکا باور ترلاسه کوی او امریکا له خپل فرعونی طلسم سره سره د طالب غوښتنې منلاى او له خپلو غوښتنو تیریدلاى شی، نو حکومت ولې له امریکا سره د ستراتیژیک امنیتی تړون له شتون او له طالبانو سره له خورا زیاتو مشترکاتو درلودلو سره سره یوې جامع هوکړې ته په رسیدو کې پاتې راغلئ ده؟زه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته د رسیدو کریډیټ هم  امریکا ته ورکوم، ځکه چې که دغه وړتیا په طالبانو کې واى، نو هوکړه د امریکا په نسبت اصلاً  له خپلو افغانانو سره اړینه وه. له امریکا سره د سولې هوکړه او له افغانانو سره جګړې ته دوام طالبانو ته په تبلیغاتی دګر کې نه جبیره کیدونکئ زیان ورساوه.د سولې په هکله د ولسمشر غنی،  دواړو مرستیالانو او قطر کې د ځینو طالبانو څرګندونې او سرې کرښې جوړول موجه عمل نه، بلکې د ولس په سترګو کې د خاورو اچول او یوازې پلمې دی.د مذاکراتی بهیر په درشل کې دغه ډول بې مسئولیته څرګندونې سولې ته د ژمنتیا ثبوت نه، بلکې د سبوتاژ هڅه ده. په داسې شرایطو کې فکر نه کوم چېسولې ته به زمونږ د هیلو غوټئ ګلونه وسپړی.د پاکستان لخوا له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ګرم استقبال او دغه سفر ته خورا لوړ اهمیت ورکول مثبت پرمختګ ده، هیلې ورپورې تړلاى شو، خو تشریفاتی بڼه لری. د سولې لپاره د  ریښتونولی ضمانت نه ده. البته داسې ښکاری چې زمونږ د سولې په تړاو د امریکا او پاکستان ګټو غوټه خوړلې ده.د پاکستان  او امریکا ترمنځ د مشترکاتو لټون، د دواړو هېوادونو د ګټو تړل  او له طالبانو سره د امریکا له هوکړې وروسته اوس داسې اندېښنې شتون لری چې  روسیه، هند او ایران د افغانستان په مسئله کې د منزوی کیدو له خوف څخه د ځینو جنګی ډلو،  په ځانګړې توګه د بشری حقونو په نقض تورن بدنام جنګسالار دوستم د مرستې ترلاسه کولو هڅه وکړی ترڅو یوه نوې رقابتی جګړه پیل او زمونږ هیواد یو ځل بیا د خوسا نیابتی جګړو په تنور بدل شی.  هند ته د دوستم وروستى سفر، په شمال کې ځینې تحرکات، د ملیشو ځورونې هڅې او د امریکا له بندیزونو وروسته  د ایران انتقامی سیاست په افغانستان کې د ممکنه بین الافغانی سولې د تړون په وړاندې خنډونه ایجادولاى شى. ولسمشر باید په واک باندی د پاتې کېدو لپاره د سرچینو او انرژی د لګښت پرځاى د پورتنیو فاجعه زیږونکو ګواښونو په مخنیوی باندی تمرکز وکړی او له داسې څرګندونو او کړنو څخه ډډه وکړی چې خداى مه کړه هیواد مو یو ځل بیا د پردیو د رقابتی او نیابتی جګړو په ډګر بدل شی.

زما په اند په اوسنیو ترینګلو او پیچلو حالاتو کې چین داسې ځواکمن هیواد ده چې زمونږ په ګاونډی  پاکستان باندې اغیزه او په نړئ کې پیاوړئ رول لری. کولاى شی په سیمه کې د مختلفو هیوادونو د ګټو د ټکر له امله د تصادم مخه ونیسی، دسیمې ایزو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ انډول وساتی. چین  په هرحال د سینکیانګ په مسلمان میشته  سیمه کې د تاوتریخوالی د کمیدو په موخه، د دغه هېواد د سترو اقتصادی پروژو دبریا، د افغانستان د طبعی زیرمو د راسپړلو اوپروسس کولوپه موخه په افغانستان کې سوله او سوکالی د خپل هېواد په ګټه ګڼی.له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو دمحتاطانه او مسئولانه وتلو په اړتیا باندې د پاکستانی لمړی وزیرعمران خان اصرار هم د پاکستان له ستراتیژیک ژوروالی سره سمون نه خوری، بلکې عمدتاً د افغانستان په هکله د چین له ستراتیژی څخه انفعالی رنګ خپل کړئ ده. 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا