گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د قــاتلانو او وژونـــکــو نه بلکـــی د ژغـــورونـــکو تلین تل لمانځم!
د قــاتلانو او وژونـــکــو نه بلکـــی    د ژغـــورونـــکو تلین تل لمانځم!

د قــاتلانو او وژونـــکــو نه بلکـــی د ژغـــورونـــکو تلین تل لمانځم!

زه په دودیزه توګه له توپیر پرته د هر وژل شوی/مړه شخص د تلین  لمانځلو مخالف یم. له تیرو څلورو لسیزو راپدیخوا له اشغال او یرغل په وړاندې په جګړه کې له وژل شویو افغانانو سربیره په مختلفو تورونو، مختلفو عنوانونو ډیر زیات افغانان په خپلمینځی جګړو کې وژل شوی دی او دغه خونړئ جګړه لاهم روانه ده. که دټولو وژل شویو مشرانو تلین لمانځو، نو نور کارونه به پاتې وی، یوازې مړی به لمانځو او که ځینې وژل شوی مشران لمانځو او نور نه لمانځو، نو ترجیح بلا مرجح راځی. هسې هم د مړیو تلین لمانځل د پردیو له کلتوری ځانګړتیاو څخه مونږ ته را انتقال شوې پدیده ده. نه شرعی اړخ لری او نه هم افغانی شالید لری. د خپل مړی د لمانځلو دود  له بودیزم سره تړاو لری او د مړیو ډله ایزه لمانځنه یې د رومن کاتولیک عیسویانو عقیدوی برخه ده. په مسلمانانو کې اهل تشیع د سیاسی موخو لپاره  مړی لمانځی. عجیبه قوم یو. داسې مشران راباندې مسلط شوی دی چې له ملت څخه یې لابراتوار جوړ کړئ ده. هر پردى دود، نظریه او تګلاره چې د هغوى خوښه وی له سمون بدلون او پالش پرته یې دلته راوړی او د زور په کارولو یې په ملت باندې تحمیلوی.چا له لندن څخه د چرچل فکر، چا له ماسکو څخه د لینن نظریه چا له واشینګټن څخه د ابراهم لینکن دیموکراسی چا له قم د خمینی تیوری او چا هم د پاکستان له منصورې څخه افراطی خیالات راوړل او د افغانستان په دودیزه مذهبی او عنعنوی ټولنه باندی یې د زور کارولو له لارې د تحمیلولو هڅه وکړه.  چا نه غوښتل چې څوک ووژنی ناهیلې شول او هیواد یې پریښوده، ځینو نه غوښتل د نورو افغانانو وینه توى کړی، خو په خپله ووژل شول. چا هم ستره تباهی وکړه، دوه ملیونه افغانان یې ووژل. چا ځانونه وساتل خو کابل یې وران، ولسی افتخارات یې وپلورل او د افغانانو د وینو بیالې یې وبهولې.شعارونه داعیې او بیرغونه مختلف وه، خو موخې سره ورته وې. (واک ترلاسه کول او په واک کې پاتې کیدل) خپله ناکامې یې ولیده. د ولس غبرګون یې مشاهده کړ او له ناوړو پایلو سره مخ شول. چا له مرګ وروسته هم غصب وکړ، د چا مړی هم ورک شول او څوک لاهم واک ته د رسیدو په هیله ژوند کوی. چې ژوندی وی، نو یو بل ته کافر، کمونیست، اشرار، باسمچ، ترهګر،  مرتد مزدور جاسوس او لاسپوڅئ  وایو او وژنو یې، خو چې مړ  شی، نو بیا یې مونږ ته پریږده! تاریخ یې نه لولو، وحشتونه یې نه وینو او شالید یې نه مطالعه کوو. بس یو څو د یوټیوب خوږې خبرې د دروغو افسانې یې واورو، نو اتل شی، د دواړو جهانونو سردار شی، د شوروی، امریکا، انګریز، پاکستان او ایران فاتح وګرزی. غازی شی، قهرمان شی، د وطن معمار شی، د جنت سپه سالار شی، یکه شی، تکه شی، توپان شی، سرتیرئ سنګر ساتونکئ شی، تپې ورباندی نیسو، مزارونه یې جوړوو، قبرونه یې ښایسته کوو او ملی بودیجه ورباندې لګوو. د تلین لمانځلو په ورځ یې خلک ډاروو، سرکونه بندوو، وحشت خپروو، لارې بندوو نظام فلجوو، ژوند ننګونو، د بربریت او لجوجیت نندارتون جوړوو. یو ځوان راته لګیا شو. واى مونږ بدبخته یو چې د نجیب او داود خان په شان اتلان مو له لاسه ورکړی دی. زه تعجب شوم چې مونږ څومره بدنصیبه ملت یو چې داسې ناخبره مخلوق مو د مشرتابه لپاره ځانونه تیاروی چې قاتل او مقتول دواړه په یوه شعار کې خپل اتلان ګڼی. که هغه خلک د وژل شویو تلینونه ولمانځی چې ګوندی او فکری ملګری یې پاتې شوی او یا هم  د کورنئ غړی یې دی او عامه امنیت نه اخلالوی، نو زما په اند ستونځه به نه وی.مګر د هغو خلکو دریز طفلانه ګڼم چې زمونږ د هېواد د تیرو څلورو لسیزو بشری ناورین په تړاو له کره معلوماتو او ژورې مطالعې پرته یوازى د یوټیوب د څو احساساتی او استخباراتی ویدیو ګانو په لیدلو قضاوت کوی چې څوک اتل او څوک قاتل ده. ځینې یاران بس یوازې دومره پوهیږی چې وژل شوئ مشر یې په قوم ژبه او سمت پورې اړه لری، همدغه ورته بسنه کوی. نور یې په پټو سترګو اتل ګڼی. څوک مو چې څومره زیات وځپی او ومو ووژنی، په همهغه کچه یې ړانده مقلدین زیاتیږی.په هیواد کې د مختلفو ګوندونو، اړخونو او قومونو د لیدلوریو او دریزونو تقابل ته په کتو د دغې خبرې سپیناوى خورا زیات وخت نیسی، چې ووایو څوک شهید او څوک شهید او څوک غازی ده؟ څوک په ګناه او څوک بیګناه ووژل شو؟ چا د چا په لمسون، د چا د ګتو لپاره، د چا په وړاندې، په کوم نوم جګړه پیل کړه؟ جګړه اړینه وه که نه؟ مشروع وه که نه وه؟ واقعاً تپل شوې او که د واک  هوس وه؟ په لسګونه زره ژوندیو انسانانو باندې د بلدوزرونو په واسطه چا خاورې ورواړولې؟ کلی چا بمبار کړل؟ په ناموسونو باندی چا تیرى وکړ؟ په  لغمان کې په زرګونو انسانان چا قتل عام کړل؟  په هرات کې کوم وحشی پنځه تسلیم شوی مظاهره کوونکی په خپل لاس ووژل؟ له محکمې پرته د دولسو زرو وژل شویو افغانانو نوملړ د چا لخوا خپور شو؟  نزدې دوه ملیونه افغانان چا ووژل؟په پلیګونونو کې پراته لاس تړلی شهیدان خپل وژونکی چېرته ولټوی؟په کابل باندی د راکټونو باران چا جوړ کړ؟  ملی شتمنئ چا لوټ کړی؟ ټانکونه او الوتکې چا وپلورلې؟ جهاد چا بدنام کړ؟ د واک لپاره د دین او هیواد ترعنوان لاندی د افغانانو وینه چا توى کړه؟  د تور سرو سینې چا پرې کړې؟ مړی چا و نڅول؟ په سرونو باندی میخونه چا ټک وهل؟ په پڅو چړو افغانان چا حلال کړل؟ وژل شوی افغان چا په اور کې وسوځول؟ په جنازو او هدیرو کې انتحار چا وکړ؟ مسجدونه چا په وینو ولړل؟ د موچی په تار سرونه چا پرې کړل؟ په بمونو چا والوزول؟  څومره ماشومان یې یتیمان کړل؟ څومره تورسرې یې کونډې کړې؟ څومره میندې یې بورې کړې؟ او څومره معیوبین یې ترشا پرېښودل؟ چا زمونږ ملی نوامیس لیلام کړل؟ چا مو شتمنئ وپلورلې؟ چا دغه هیواد  په کنډواله بدل کړ؟د دیموکراسی، بشری حقونو، د بیان ازادی او ولسواکی ترعنوان لاندی په ټاکنو کې تقلب او درغلی چا وکړې؟ د دیموکراسی ارزښتونه چا وشرمول؟ د بیان د آزادی حق څوک سلبوی؟ د ملت کور ارګ، چا بدنام کړ؟ له معتقداتو او ارزښتونو څخه مطلقاً ناخبره خلک چا له بهر څخه راوستل او په ولس باندی یې ولې حاکمان کړل؟ اخلاقی انحرافاتو ته چا لاره پرانسته؟ د زرګونو لاس تړلو بندیانو قاتل چا د ولسمشرئ لمړى مرستیالی چوکئ ته ورساوه او مارشالی ورته چا ورکړه؟ښه پوهېږو.
د هر سوال ځواب لرو، ټول راته معلوم دی، خو نه غواړو چې ستونځې مو لا زیاتې شی. نه غواړو زاړه زخمونه مو بیا تازه شی. مونږ سولې ته اړتیا، یو بل منلو زغملو ورورولی او یووالی ته سخته اړتیا لرو او دغه هدف ته رسیدل قربانی غواړی. عجیبه لوبه راسره روانه ده! چا د تاجک او پښتون، چا د سویل او شمال، چا د ګوندونو، چا د ښځو او نرانو، چا د نوی او زوړفکر، چا د سنی او شیعه او چا په ځوان او زوړ نسل په نوم سره وویشلو ویې غولولو او حکومت یې راباندې وکړ.باور لرم چې د پورتنیو ناخوالو تر عنوان لاندې د غونډو او تلینونو له جوړولو او په دغه تړاو د حقونو د خوندیتوب له چیغو څخه یوازې د افغان په نوم د حقونو د خوندیتوب شعار پورته کول او غونډې جوړول به ښې پایلې ولری.راځئ!  تېر ناورینونه د تاریخ پاڼو ته وسپارو. تاریخ بې رحمه قاضی ده. د تلینونو لمانځلو پرځاى د افغان په لاس د خپلو وروڼو د وژلو د مخنیوی  لپاره  همدا اوس هڅې پیل کړو، د انعطاف لاره خپله کړو. د افغانانو ترمینځ سوله له یرغلګرو څخه د هیواد د بشپړ استقلال او د هیواد دملی واکمنئ بیا پر پښو درولو لپاره یوازنئ او ایکی یوه لاره ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا