گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ولسمشر غنی او په واک کی دی د پاته کیدو موخه اودسولې مخالفت !
ولسمشر غنی او په واک کی دی د پاته کیدو موخه اودسولې مخالفت !

ولسمشر غنی او په واک کی دی د پاته کیدو موخه اودسولې مخالفت !

د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند ساحوی دفتر په نوښت د هېواد په ختیڅ زون ننګرهار کې د اوسنی نا سم سیاسی او امنیتی وضیعت، د سولې د خبرو په څرنګوالی، د سیاسی اجماع نشتون او د هغې سیمه ایزې حل لارې او د یاد وضیعت څخه د وتلو لارو چارو په اړه ستره غونډه جوړه کړه .دا غونډه چې په جلال اباد ښار کې د زرګونو تنو په ګډون جوړه شوې وه ؛ د هیواد دینی علماوو، جهادی مشرانو، د ولس استازوو، دحرکت انقلاب اسلامی افغانستان غړو ، ځوانانو او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی وهغونډه د قاری صیب خیرالله له لوری د قران کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه په پیل کې د حرکت جهادی مشر قومندان سلطان محمد مومند غونډه پرانستله .ورپسې د امام یوسف د دارالعلوم مشر او دجمعیت اصلاح د رهبرۍ غړی شیخ الحدیث مولوی امین الله ازره وال په چارواکو باندی د قومی ژبنیو او سمتی تعصباتو په ګډون د اخلاقی انحرافاتو او نورو فجائعو په وړاندې د پیاوړی مبارزې غږ وکړ. نورو ویناوالو په هیواد کې تلپاتې سولې په اړتیا او د افغانانو ترمنځ د وینو تویولو د مخنیوی لپاره له حکومت او طالبانو څخه په مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو پرځاى د زغم او انعطاف د لارې خپلولو غوښتنه وکړه .

دغونډې په وروستۍ برخه کې دحرکت محترم  مشر الحاج مولوی عبدالحکیم منیب غونډې ته د وینا پر مهال دغونډې جوړونکی وستایل او د ګډونوالو د احساساتو قدر دانی یې وکړه همداراز نوموړی خوښی څرګنده کړه چې د یوې داسې لویې ولسی غونډې برخه وال دی چې د اهل حدیثوعلماوو ، متصوفینو . د دیوبندی طرز تفکر علمأ،او د مختلفو افکارو لرونکی علمأ شتون لری او په خلوص د نیت او اشتیاق په غونډه کې ګډون کوی .ښاغلی منیب په هیواد کې مذهبی، قومی او ژبنی تعصبونو ته په اشارې وویل، حکومت مکلف دی چې یوه اسلامی ورورګلوی او ټولنیز ژوند ته زمینه برابره کړی او د یادو تعصبونو مخه ونیسی.په حکومت یې نیوکه وکړه چې د اخلاقی فساد، مخدره توکو، فحشا اود مسکراتو په مخه نیولو کې پاته راغلی او په لوی لاس یې ور ته زمینه برابره کړی ده .منیب صیب زیاته کړه له ارګ څخه نیولې تر ولایاتو پورې په لوړو پوستونو باندې د الحادی فکر درلودونکو افرادو په ګمارلو تصادف او ادارې تعامل نه، بلکې د ارګ میشتو عمدی او ننګونکئ عمل دی. د دغو کړیو لخوا په ښکاره توګه دینی مقدساتو ته سپکاوى او په ملی ارزښتونو باندی ملنډې هغه کړنې دی چې پایلې یې حکومت او نظام ته دومره توپان زیږونکی ثابتېداى شی چې ولسمشر غنی به ورڅخه د راوتلو توان او وړتیا ونلری.

حرکت انقلاب اسلامی په عملی ډول د دغو فجائعو مخنیوى غواړی.د حرکت انقلاب اسلامی د ګوند مشرښا غلی منیب  په خپلو خبرو کې وویل چې ولسمشر غنی د خپل واک د غځولو په موخه د احزابو سیاستوالو، علماو او قومی مخورو د حذف خپله پخوانئ تګلاره نوره هم پراخه کړی او د یو دیکتاتوری حکومت تمثیل کوی. چې موږ ته یاد حکومت دمنلو وړ نه دی نوموړی په حکومت غږ وکړ چې که چېرېزموږ ټولو غوښتنو ته چې زموږ مسلم حق ده مثبت ځواب ونه ویل شی نو مونږ به له جیدو علماو سره تر سلا مشورو وروسته په ولسمشر د استعفا غږ کوواویا به هم د شرعی اوقانونی لارو څخه د نوموړی عزل ته لاره هواره کړو.په پای کې د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند رهبر ته داعزاز لونګۍ پرسراو چپن ورته ډالۍ شوه ورپسې دعلماوو ټولنې غړی مولوی فرمان الله اخندزاده لخوا پرېکړه‌لیک واورول شو او د میاصیب جمعه خان په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا