گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دغنی دبی خلطی فیرونو څخه !
دغنی دبی خلطی فیرونو څخه !

دغنی دبی خلطی فیرونو څخه !

داخبره پرون دافغانستان دخلکو ددواړو جهانونو پیشوا ، د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندان او منتخب اولس مشراو د هیواد دلومړی میرمنی بی بی ګلی میړه  سپه سالار محمد اشرف خان غنی احمدزی  دامت برکاته په هغه غونډه کی وکړه چی پرون د پکتیکا ولایت د غونډو په  تالار کی دهغه په ویاړ جوړه شوی وه .

که څه هم ځینی ژورنالیستان او خبریالان چی د اسلام او هیواد سره  ددښمنی ګمان پری کیده پری نه ښودل شول چی په دغه له فیض څخه ډکو مراسمو کی ګډون وکړی خو بیاهم هغه په زغرده د کلیو د پراختیا وزیر د ناستو خلکو په وړاندی له یوه شرم ناک حالت سره مخامخ کړ . ځکه د هغه مبارک حضور دخپلو خبروپه ترځ کی په داسی حال کی یوه خوا اوبل خواته یی کتل د افغانستان د کلیو دپراختیا وزارت دنوماند وزیر ښاغلی مجیب الرحمن کریمی په یوه بی خونده شانی ټوکه سره تحقیراو ذلیل کړ .

  د لومړۍ میرمنی  مخور میړه چی د  ضمیر مفرد متکلم  په کارولو د نړی د ټولو نومیالیومذهبی  دیکتاتورانو په څیر د عرش خوبونه ګوری دخپلی وینا پیوه برخه کی وویل : دکلیو دپراختیا وزیر ته مو لوی پیغور ورکړ ! کور مو آباد ، دا پیغور هغه بله ورځ ما هم ورکړ ، هغه ورځی می ورته وویلی اوس بیاهم ستاسو اجازه ده مال ما خو ټول افغانستان جوړکړ همدا تا بانی څه سوی دی چی لوی پکتیا ته توجه نه کوی ؟ما خوټول افغانستان جوړ کړ جوړ می نه کړ ؟ نو اوس وخت ددی رسیدلی چی لویه پکتیا ته واقعأ توجه وشی . او پکتیکا ته له ټولو نه ډیر تر !!!!   

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا