گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا کړی ښه باایمانه مسلمان پیدا کړی!
خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا  کړی ښه باایمانه مسلمان پیدا کړی!

خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا کړی ښه باایمانه مسلمان پیدا کړی!

خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا کړی       ښه بـــا ایمانه مسلمــــان پیدا کــــړی

 کودتا ګانو ځورلی یو دیـــــــر           مونږ دسولی قهــــــــرمان پیدا کـــــــړی

چی زمونږ هیواد پری سرتاسرآباد شـی   د اسی مـــلی مــبـــــارزان بیداکــــړی

چی د افغان په نوم راټول شی سـره    داسی پیاوړی افغانان پـــــــــــــیدا کـــــړی

چی ګور کینیان وه په لړزه ورځــــینې   په مونږ کی هغه میرویـس خان پیدا کړی

 چی بیا ایران تر هندوستان فتــح کــړی   بیا با هـمـته  باغیرته احمد خان پیدا کړی

 چی انګریزان یی لاس په سرکړل له ژوند   مونږ کی ایوب او اکبــر خان بیدا کړی

چا به وهلی وه سر په سنګ ورسـره مونږ کی     رحمان او خوشحال خــان پیدا کړی

 چی دپامیر واخان ساتـــــــــــــنه وکــــــــړی دلوی آرین هغه بچیان پیدا کـــــــــړی

 بیا د آمو نه تـــر آټکه پـــــوری دغې      دفاع ته ســــــــتر غـــــازیان پیدا کـــــړی

مونږ ملبس کړی په عصری علــــــو مــو    مونږ کی رښتینی افغــــــانان پیدا کـړی

چی تیر تاریخ مو را ژوندی کړی   ربـــه په مونږ کی داسی خــادمان پیدا کـــړی دا څه بد حال دی زمونږ په پاکه خـــاوره     دآسیا زړه کی صـادقـــان پیدا کړی

چی د رنځور ملت دوا پـــرې وشــــی         داسی طبیب ا وداکـــتران پیدا کړی

 د فغانستان خو لوی تاریخ دی ربــــــه          ددې تاریخ محـــافظان پیدا کــړی

خدایا زما دعــــــاء فیـــــوله کړی تـه       د بیټ نیکه زوی کـی وجدان پیدا کــړی

چی د امان ظاهـــر تاریخ ژوندی کړی      مونږ کی داؤد دملت پــلارپیدا کړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا