لــویـه خـدایـه!!! مـهـربـان شوې، پـر ما باندې
لا بـه نـور هـم ټـیـنـګـوو، د هـمـت مــرانـــدې
دا دنـــیــا ده د هــمـت، هــمــت بـه کــانــــدو
پـه هـمـت بـه انـسان درومی، مخ پر وړانـدې
حـرکـت کې بـرکـت شــتـه، لــویـه خــدایـه!!!
پـرمـخـتـګ وی هـمـېش پروت، د همت لاندې
د خدای(ج) فضل او همت، چې در سره وی؟
پــوره کـیـږی بـه دې هـیـلـې، تـانـدې تـانــدې
څلـوور تـنه مې کامـیاب شول، پوهـنـتون ته
خــدایــه!!! سـاتـه د هــرچـا، هـیلـې رپـانــدې
کـه د خـلـکـو په خـدمـت کې، قربانی شوې؟بـس مـعـلـمـه!!! خلک به ژاړی، ته به خانـدې!
اې د ټـول مخلوق خـالــقــه، لـویـه خـدایـه!!!
سـتـا رضـأ لـه تـا نـه غــواړم، کــوم سـانــدې