گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په غنی بابا پســې نه، په جـــګړه آبۍ پســې مـــو را اخیـــستې ده!
په  غنی بابا پســې نه، په جـــګړه آبۍ  پســې مـــو را اخیـــستې ده!

په غنی بابا پســې نه، په جـــګړه آبۍ پســې مـــو را اخیـــستې ده!

ځینې دوستانو ګیله کوله، واى یوازې په غنی پسې مو را اخیستې ده.مال، یوه خبره خو داده چې یوازې په غنی پسې مو نه ده را اخیستې، بلکې د جګړو د دواړو خواوو نیمګړتیاوې ور په ګوته کوو. بله خبره داده چې په شخص پسې نه، په جګړه پسې مو را اخیستې ده، په فساد پسې مو را اخیستې ده، په لارو او کوڅو کې غلاو، هدفی وژنو او نا امنی پسې مو را اخیستې ده، د سولې په وړاندې په خنډونو جوړولو پسې مو را اخیستې ده، د چارواکو لخوا په دینی او ملی ارزښتونو باندې ملنډو پسې مو را اخیستې ده او د ځینو چارواکو تر سرپرستی لاندی اخلاقی انحرافاتو پسې مو را اخیستې ده.

که به عقده پالم او یا به له غنی سره د امتیازاتو ترلاسه کولو په سر اختلاف لرم، هغه د چا خبره وچ ولخه دې شم، خو له واک سره د غنی لیونئ مینه ، د دینی او کلتوری اړخونو په برخه کې د نوموړی د لاپرواهی او له ارګ نیولې تر ولایاتو پورې د نوموړی لخوا د ګمارنو په تړاو د غلطو معیارونو کارولو له امله د وړاندوینې وړ خطرناکې پایلې مونږ هم د تباهی کندې ته غورځوی.

د غنی ځینې کړنې مو وار خطا کړی نو غږ مو لوړ شی.ستونځه داهم ده چې افغانان په سیاسی مشرانو باور نلری. کله هم چې د مشرانو سر او یا هم مال ته ګواښ پېښېږی، نو هغوى خپل ولس او هیواد پریږدی او د تیښتې لاره نیسی. ولسمشر غنی به هم بل هېواد ته لاړ شی، خو مونږ نه غواړو بیا خپل ټاټوبئ پریږدو.د پراخ مالی، اخلاقی او اداری فساد له شتون سره سره په اوسنی حکومت کې د پاکو او سپیڅلو خلکو د کار کولو پلوی کوو. که په اداراتو کې ځینو پاکو اشخاصو  شتون نه درلوداى، یقیناً به مو حال له اوس څخه بدتر او شته ناخوالې به مو لا نورې هم زیاتې وی.د تیرو دوو لسیزو په دوران کې مې نه ماموریت کړئ ده، نه ورته تمه لرم او نه یې هم شوقی یم. خو د دبد او بدتر ترمنځ مې د بدتر د مخنیوی لپاره طوعاً و کرهاً له بد څخه حمایت کړئ ده او ورباندې پښیمانه هم نه یم. البته ددموکراسی پرمختګونو او لاسته راوړنو په نوم د تیرو دوو لسیزو په دوران کې  د ګمارنو  په معیارونو باندی ډیر زیات انتقادونه او ملاحظات لرم. که لږ نور هم دقیق شم نو په دندو باندې د ګمارلو په تړاو د ستونځو سرچینه ارګ ګڼم. ارګ او په ارګ کې مرموزې کړئ  د ښځو، ځوانانو، ژبو او قومونو د حقونو د خوندیتوب په نوم تبعیض کوی او تعصباتو ته لمن وهی.مونږ د قوم ژبې سمت جنس نسل او هر ډول تبعیض په وړاندې مبارزه د هر افغان دنده ګڼو. د ځوان او بوډا، ښځې او نارینه په نوم ویش هم تبعیض ګڼو او ردوو یې. د سولې په موخه افغانان انعطاف زغم او د یو بل منلو ته رابولو . د نظام ړنګون او نسکوریدل زمونږ ستونځه نشی هوارولاى بلکې ستونځې مو نورې هم زیاتوی، خو په څرګندو ټکو کې وایو چې اوسنى حالت خورا سترو او ژورو بدلونونو ته اړتیا لری. اوبه له ورخه تیریږی او وخت مو له لاسه وزی. له ژورو او پیچلو مسائلو سره سرسری، احساساتی چلن او تشی خبرې مو د کعبې پرځاى ترکستان ته رسوی.که مونږ د ښځو ځوانانو قومونو او سمتونو د حقونو دخوندیتوب پر ځاى د عام افغان د حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه وکړو، نو تولنه به مو د جنس، سمت، ژبې او قشر په نومونو له ویشلو څخه خوندی ساتلې وی. د ښځو او ځوانانو په شمول د هرچا حقونه به هم ورکړل شوی وی.زمونو د اساسی قانون له مخې ټول افغانان سره برابر دی. که د حقونو د برابری اصل ته ژمنتیا اړینه ده، نو د هر ډول امتیازاتو په ویش کې زمونږ د ټولنیز جوړښت ټول اړخونه او رنګونه په نظر کې نیول او د انډول ساتل زمونږ د اساسی قانون او نړیوالو بشری قوانینو په رڼا کې عدالت او زمونږ مکلفیت ده، خو د ښځې ، ځوان، قوم ژبې سمت او ولایت په نوم ځانګړې امتیازات ورکول له عدالت او ټولو معاصرو قوانینو سره اړخ نه لګوی.د افغانستان اساسی قانون چې ولسمشر  ورباندی د عمل کولو لوړه کړی ده په دوه ویشتمه ماده کې داسې راغلی دی؛”د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دى. د افغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون په وړاندې مساوی حقوق او وجائب لری”

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا