گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کلــــه بـــه چـــې زه او غــــم یـــــو ځــای رو ان وونــــــــو !
کلــــه بـــه چـــې زه او غــــم یـــــو ځــای رو ان وونــــــــو !

کلــــه بـــه چـــې زه او غــــم یـــــو ځــای رو ان وونــــــــو !

کله چې زما غم پیدا شو,نو ما په ډېره مینه وه روزه او

په ډېر احتیاط مې پام پرې کاوه۔

زما غم د نورو شیانو په څېر وده وه کړه,ښکلی شو او له عشرتونو ډک شو۔

ما او زما غم یو له بل سره مینه کوله او

د گرد,چاپېر له نړی سره مو مینه درلوده۔ځکه

غم په زړه رحیم وو او زما زړه هم نرم۔

کله به چې ما او غم پخپلو کې خبرې کولې,نو

زموږ ورځو به د هوا په وزرو الوت کاوه او

شپې به مو له خوبونو ډکې وې۔

کله به چې ما او غم سندره ویله,نو

زموږ گاونډیانو به د کورونو په کړکیو کې اوریده,ځکه

زموږ سندرې به د سمندر په څېر ژورې او نغمې به مو

له عجیبو خاطرو څخه ډکې وې۔

کله به چې زه او غم یو ځای روان وو,نو

خلکو به راته د رحم او کرم په سترگو کتل او

زموږ په اړه به یې خواږې,خواږې خبرې کولې,خو

ځینې خلک داسې هم وو,چې پر موږ به یې شک کاوه۔ځکه غم د قدر وړ شی و او ما پرې ویاړ کاوه,خو

زما غم هم د پناه کیدونکو شیانو په څېر مړ شو اوزه یې د ماتم لپاره یوازې پاتې شوم۔

اوس چې زه کوم څه وایم,

زما پر خپلو غوږونو درانه لگیږی او

کله چې سندره وایم,گاونډیان پرې غوږونه هم نه گروی۔

کله چې پر واټونو سرگردانه گرځم,

هیڅوک زما پر لور نه راگوری۔

اوس یوازې په خوب کې له رحم څخه ډک داسې اوازونه اورم,چې وگورئ,

دا هغه کس دی چې غم یې مړ شوی دی۔

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا