گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دقدرت انلائن لوبه او شعارونه!
دقدرت انلائن لوبه او شعارونه!

دقدرت انلائن لوبه او شعارونه!

اشرف غنی د واک جنون په سر اخیستئ ده. واى له ارګ څخه به مې جنازه وزی. ځان د« جمهوریت» داسی څلۍ بولی چی ګنی دده مبارک په له مینځه تلوبه په ټوله نړی کی د « جمهوریت !! » جنازه واخیستې شی نو ځکه خو  له واک څخه د دفاع په لار کې دهر ډول ننګونې په وړاندې د دریدو وړتیا هم ښیې ، حتى که هیواد له بحران سره هم مخ کیږی.

طالبان له امریکا سره له هوکړې وروسته د کابل په نیولو باندی تر علم الیقین پورې باور لری. البته زه یې دغه طرز تفکر له عینی واقعیتونو او ځمکنیو حقائقو سره په ټکر کې ګڼم. حکمتیار له ویش څخه په تالا او له سولې څخه په جګړه خوښ ده. فکری توازن یې ګډوډ ده. زما د جینوا د سفر ګران ملګرئ فاروق اعظم خو د موقت ولسمشر توب لپاره لا دمخه وسله په ځمکه ایښې ده.

کرزی صاحب دغه منصب ته کمپائن وکړ خو ناهیلئ شو. زمونږ د IRC ملګری زاخیلوال هم څو جوړه څپلئ زړې خو چې د دورانی یې واوریده د ټولو ټایرونه پنکچر شو. لوبه انلائن ده. شعارونه جعلی، خو وینه اصلی ده. امریکا نیوټرل امپایر ده.  افغانستان د لوبې ډګر ده.مشران د جګړو محصول او یا وارد شوی توکی دی. ځینې درک نه لری او ځینې درد نه لری. نه د وخت د حساسیت محاسبه کوی او نه د ولس د چیغو د اوریدو اجازه لری.

مونږ هم برئ الذمه نه یو. د بدلون او سمون لپاره هڅه نه کوو. خپله الهی دنده مو هیره کړی ده. یو له احمد بل له محمود روا او ناروا دفاع کوو.که څوک له دواړو خواوو له کړنو څخه بیزاره وی، نو څوک ورته د دریم  انتخاب حق نه ورکوی. دا ټولې بلاوې ووینو نو چې نور مو هیڅ په توان کې نه وی یوازې چیغې مو پورته شی. دا هم د دواړو خواو کرم ده چې چیغو ته مو پریږدی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا