گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملـت دولـت او حکومـــت !
ملـت دولـت او حکومـــت !

ملـت دولـت او حکومـــت !

دا درې واړه کلمې په سیاسی مصطلحاتوکی بیله بیله معنی ، مفهوم او مورد لری ، مګر زمونږ افغانی لیکوال ، سیاسیون او منورین یی په حقیقی فرق او تحدید نه د ی پوه شوی ، زمونږ ځینی رسمی پوهان  او لیکوال تش دومره پوهیږی چی دولت  او حکومت یوشی او دملت مقابل دی ، دغه لویه سیاسی اشتباه  او غلطی ده اوهمدغه غلطی زمونږ  دټولو دردونو او مرضونو اساس دی ، په همدی اساس دملیت ، ملی ثقافت ، ملی اشخاصو که څه هم مړه  وی ، نومونه په ډیرو عصری کسانو بد لګیږی . په مونږ کی ډیر داسی کسان شته چی د ( افغان) او ( پښتون)  په کلمه هم قائل نه دی . ځینې خو لا په صراحت وایی ( ما افغان نیستیم ) .له دی نه دانتجه لاس ته راخی چی مونږ لا تراوسه ملیت نه لرو اوملت نه یو ، ښه چی ملت نه یو، نو ملی حکومت خو دملت څخه جوړیږی  ، نرکله چی ملت نه وی ، ملی حکومت به له کومه شی؟ نو کوم وخت چی د ملت  او ملی حکومت مفهوم  او و وجود زمونږ به ذهن او زمونږ د دنیا په خارج مغشوش او مشتبه شو ،  نو دولت خو دملت  اوحکومت دپامه اعلی قوت او اتوریته ده ، نو دا هم مثبت  اومنفی کیږی ، نو دغسی خلک به څنګه متمرکز ، موفق او کامیاب شی، دغه دی ( زمونږ دبد بختیو علت  العمل ، ) .بله واورئ ! خینی لاوایی  چی دلته  خو ملت نشته ملتونه دی ، دغسی کسان غواړی چی له واحد ، یو وجود او متمرکز افغانستان څخه  دملتونو جامعه جوړه کړی . ددی خبرو بنیاد اوسنی نه دی ، دیرپخوانی دی ، چا چی  دا بنیادونه ایښې دی ، دملت  دتاریخ  په نزد سخت مسؤل دی ، لوی سوال دا  نه دی چی زمونږ ځوانان ولی منحرف دی ، لوی سوال دا هم نه دی چی زمونږ اقتصاد ولی درهم  و برهم دی او که رښتیا می وپوختی  دا هم لوی سوال نه دی چی مونږ ولی بی اتفاقه یو؟ ځکه ددی ټولو سوالونو بیخ  واحد ملیت دی .اوس راځۍ بیرته دسر مسلی ته ، څوک خو دناپوهی له کبله وایی چی  دولت  او حکومت یو شی دی ،  مګر څوک یی د غرض له مخی یو ګڼې ، دغرضیانو د غرض هدف دادی چی دوی غواړی ، چی دولتی آتوریته ، یعنی دبادشاه اختیارات دځبلو اعمالو  او افعالو دپشتبانئ  لپاره په کار واچوی  اوداسی ښکاره کړی چی ګویا  دحکومت کارونو ته ګوته نیول ، دبادشاه مقام ته اهانت دی . له بلی خوا همدغه کسان  دا هم وایی په دموکراسی  او بارلمانی نظام کی ،  ددولت ریئس یعنی بادشاه غیرمسؤل دی ،خو دایی بیا هیره ده چی که دولت او حکومت یو شی وی خو ټول مسؤلیت بادشاه ته راجع کیږی ، خو دوی په حقیقت کی د ځبلو اعمالو مسؤلیت  دبادشاه په غاړ ور اجول غواړی ، اصلی مسله داسی ده چی کومه جامعه چی موافقه شی ، شورا ، حکومت ، عدلیه  اونور حکومتی اورګانیزم جوړ کړی . دغه ( ملت) دی .اوبیا هم دغه جامعه یعنی ملت دی چی د درې واړو قوتونو ترمیڼخ د توازون ساتلو لپاره  د دولت رئیس  دروی او د دولت رئیس د توازون ساتلو ، افراط  اوتفزیط لری کولو ،  د عدالت  دقباح ، د انخرافاتو د مخنیوی ، د ملی نوامیسو د حفظ او حمایت له پاره وظیفه لری ، نو څوک چی وایی دولت  او حکومت یو شی دی .په حقیقت کی  د دولت دمقام  تحقیر کوی او دا لویه ملی ګناه ده ، هو داخبره روغه ده چی پارلمان ته پارلمانی حکومت  مسؤل دی نه بادشاه .نو ګویا دولت  یوه لویه ونه ده ، ملت یی بیخ ، حکومت یی څانګی  ا وښاخونه دی ، په بل عبارت ددغی لویی ونې بیخ ته ملت ، ښاخونو ته یی حکومت  او مجوموعی حیثیت  او شکل ته یی دولت  ویل کیږی ، که ملت نه وی حکومت نشته  او چی دا دواړه نه وی او دولت هډو په تصور کی نه راځی ، خو هغه چی په دی ځای کی له ټولو نه مهمه د اعتنا او دقت وړ ده ، هغه دا مسله ده  چی مشترک ثقافت ، مشترک تاریخ  او مشترک احساسات کوالای شی چی  مختلف طبقات په یو رنګ کی رنګین کاندی ، نو بیا دغسی یوه جامعه چی د ملیت مرحلی ته ورسیږی اوپه خپلو اساساتو او مسلماتو دولت تشکیل کړی ، نو په دولتی  اعلی اتوریتی سره  دځبل اجتماعی ژوند مقتضات اصلی معیار ته رسولی شی او کومه جامعه چی مقتضات نه پیژنی په ملبت ایمان نلری ، خپل ثقافت ورته بازیچه ښکاری ، نو دهغو اقتصاد ، دهغو زحمت ، دهغو مادی  او معنوی حقوق هم د متفریقاتو د لاس بازیچه وی اوس هرڅوک کوالای شی چی په دی مفکوره  خپله رایه څرکنده کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا