گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لویدیځ،له پیغمبر سره دښمنـــــې او دیوه امت د نجات ستراتیژی!
لویدیځ،له پیغمبر سره دښمنـــــې او دیوه امت د نجات ستراتیژی!

لویدیځ،له پیغمبر سره دښمنـــــې او دیوه امت د نجات ستراتیژی!

د لویدیځ تاریخی مطالعه سړې دې پایلۍ ته رسوی چې د نړۍ د دې برخی وګړې له ټولو انسانی تمدنونو، هویتونو، پرګنو، ادیانو، رنګونو او حتا خاورینۍ جغرافیی سره یو ډول لیونۍ دښمنی، کېنه، کرکه او نه پخلاه کېدونکې تربګنۍ لری.د بېلګې په توګه که تاسو نوی کشف شوی امریکا ته چې اروپایانو د بی خلګو جنت نوم ورته کارولی مطالعه کړۍ، او بیا هلته له سور پوټکو انسانانو سره د سپین پوټکی اروپایی انسان عقده، وحشت او له درندګۍ ډک نا انسانی کردار او چلند وګورې نو دې پایلۍ ته به ورسیږی چې لویدیځ مېشته انسان د ټولو زړه راښکونکو او ښکلیو انسانی ایډیالونو، ارمانونو او ګډو بشری باورونو په خلاف د دې زغم، وړتیا او منلی سړېتوتب ته ژمنتیا او ریښتنولی نه لری، د کومو چې شعار ورکوی او نور ملتونه هغه ته رابولی.د اروپا خپل منځه وحشتونه، د صلیبی جګړو په نوم د مذهبی جګړو څو پیړۍ بدرنګه اورونه، درې نړیوالۍ امریکایی ـ اروپایی جګړې او بیا را وروسته د لسګونو آزادو ملتونو پر آزادیو تیرې، غورځی، پرځی، د ملی او ولسی نظامونو نسکورول دا ټول په دې استدلال او دلالت کړې، چې  له انسانی نړۍ سره د لویدیځ او اروپایی انسان دښمنی د نه پخلاینۍ وړ او له تراژدیو ډکه کیسه ده.د لا سپیناوی او وضاحت لپاره د مخکښو امریکایی تیوری کښونکو او پالیسی میکرانو هنری کسینجر، هانټینګټون او بریژنیسکی کتابونه او څرګندونی د یادونې وړ ده.تازه فرانسوی واکمن ایمانویل ماکرون پدغه هېواد کې د یوه مسلمان ځوان د هغه غبرګون له امله چې د اسلام د ګرانقدر پیغمبر سپکوونکی کاریکاتور انځورونکی ښووونکی یې وژل وو، په نقد کې اسلام له ګواښ سره مخ دین یاد کړې، او په فرانسه کې مېشته لږکۍ مسلمانه ټولنه یې په سختدریځو ټولنیزو بندیزونو او عقیدوی سانسور ګواښلی.هغه چې لدغه ګام سره فرانسوی پولیس د مسلمانانو کور او کار ځایونو ته ورځی، هغوی تنګوی، بی ځایه ټولنیز فشار سره یې مخ کوی او یو ډول ناوړه سیاسی ـ ټولنیز توپیر او کرکی سره یې مخ کړې.بل لور ته اروپایی رهبرانو د مسلمانو ولسونو او حکومتونو د نیوکو او غبرګون په خلاف د فرانسی ترڅنګ درېدلی، د بیان د ازادۍ په عنوان یې د چارلی ابډو مجلې د پسخند او ریشخند څخه ډک او سپکوونکې کاریکاتورونه یې ستایلی، دا یې د بیان د ازادۍ په نوم ګډ اروپایې ارزښتونه بللی، او د اسلامی نړۍ د ملتونو له لورې یې د فرانسوی توکو د تحریم د کمپاین پر ضد یې د دغه هېواد د توکو د پیر ټټر وهلی.د اروپا دې دریځ په ډاګه کړله چې اروپاه لا څومره صلیبی ده، اروپایان په اسلامی خاورو کې د سیکولاریزه کولو او الحادپالو هڅو او پروژو پر خلاف، پخپل منځ کې څومره تندلارې مذهبی باورونه، دریځونه او له اسلامی او انسانی نړۍ سره یو ډول بی رحمانه دینی تعصب لری.د بېلګی په توګه کله چې فرانسوی اشغالګرانو د الجزایر مسلمان هېواد په کال ۱۸۳۰ کې تر خپل اشغال او رسمی استعمار لاندی راوستل، او پدغه مسلمان ملت یې، د صلیبی ـ عیسوی فاشیزم او کرکې پر بنسټ ۱۳۲ کاله نیواکګرانه حکومت وچلاوه.هغه چې پدغه اوږده له تورتم، ظلم او بربریت ډکه موده کې یې پراخې هڅې وکړې چې د دې ستر او با عزمته مسلمان ولس دین، ژبه، کلتور، لیک لوست او حتا اسلامی ـ عربی هویت ورڅخه واخلی او په بدل کې یې د هغوی په فرانسوی بڼه بدلولو هڅې یې وکړې، کوم چې د دې لپاره یې بی شمیرې کلیساه ګانې جوړې کړلی او یا یې جوماتونه په کلیساګانو بدل کړل، عربی ژبه او لیک یې له منځه یوړل او پر ځای یې فرانسوی لیک او ژبه دود کړله…د یوه چینی ګرځندوی شینڅ تڅه په خبره، په الجزایر کې پدغه موده کې د دغه هېواد نیم وګړې یانې ۵/۵ میلیونه انسانان یوازی د دین او عربیت په ګناه د فرانسوی وحشتکارو او انسان خوړونکو اشغالګرانو له لوری چې نن ځان د انسانی ارځښتونو، تمدن، کلتور او ګډو مدنی حقونو بانی بولی په زړه بوږنونکې او جنایتکارانه بڼه قتل عام کړل.دوی یوازی پدغه زړه سختۍ او درندګۍ هم بسنه ونه کړه، بلکی د الجزایر د مخکښو دینی عالمانو، ولسی رهبرانو، ملی انقلابیونو او د الجزایر د عزت او آزادۍ د جګړې د زرګونو مخکښانو سرونه به یې د هغوی له تن او بدن څخه پرې کول او د ( انسان ) په نوم د پاریس ښار یوی موزی ته یې وړل او هلته به یې د ګډ اروپایی تمدن څخه د دفاع په ننګ پدغه صلیبی موزه کې یې د انسان د وژنې نمایش بل انسان ته کولد معتبرو نړېوالورسنیو د مستندو څېړنیزو رپوټونو په بنسټ، چې د فرانسی د انسان نومی صلیبی موزه کې یوازی د الجزایری ولس د ( ۱۸۰۰۰ ) انقلابی، ملی او دینی مخکښانو جمجې نمایش ته ښودل شوی وې.د فرانسی اسلام دښمنه او نا انسانی چلند یوازی تر الجزایر پورې محدود نه دی، بلکی تر هغه وړاندې چې په کال ۱۷۹۸ کې فرانسویان مصر ته د دغه هېواد د نیواک په موخه ننوتل، نو د دوی جنرالان خوراه استعماری غرور درلود، دوی پدغه موده کې د مصر خلکو او ارزښتونو ته یې له هېڅ راز سپکاوی، ویری اچولو او درندګۍ څخه مخ وانه ړاوه، بلکې ملنډې یې پرې وهلې، ازهر چې په اسلامی نړۍ کې ستر تاریخی دینی مرکز ده او د ځانګړې علمی ارزښت او درناوی څخه برخمن دی، دوی د خپل پوځ د اسونو د درېدو ځای ترې جوړ کړ.فرانسی په افریقاه کې د جنایاتو او وحشتکاریو د بدنام تاریخ سربیره د ایران په خلاف د عراق په لمسولو کې هم پراخه ونډه لرله، صدام ته یې زهرجنی وسلی ورکړې، فرانسوی پیلوټان یې د روسی ـ عراقی جنګی الوتکو د الوځولو لپاره ورته راولیږل او حتا په ۲۰۱۱ کې په لیبیا د ناټو د ګډ غربی یرغل پرمهال پدغه اسلامی هېواد کې یې بی شمیره جنایتونه وکړل، بنسټیز تاسیسات یې بمبارد کړل او یو له هغو جهتونو څخه ده چې تراوسه د لیبیا د ځمکنی وحدت او سیاسی ټیکاو په لاره کې د خپل ځانګړې اسلام ضد لیدلوری پر غرض نوی ستونزی او ټکرونه راپاروی.په اسلامی خاورو باندې د فرانسی او لویدیځ د غصب، یرغل او قتل عام د یوه بدنام او تور پړاو تر تیرېدو وروسته، اوس غرب پدې هڅه او فکر کې دې چې د مخامخ اشغال ترڅنګ باید د فرهنګی یرغل او له اسلام څخه د ویری او کرکی نوی سیاست هم په لاره واچوی، ترڅو د اسلام د نرم ځواک، بدیل او انسانی ځانګړنو او په ځانګړې توګه د سولې او آمن د ځواکمن پیغام مخه ډب او پیکه کړې.هغه چې پدی برخه کې د سویس، ډینمارک او فرانسی هیوادونه د اسلام او ګډو انسانی ارزښتونو د دښمنانو په یوه آمن او مصون چاپیریال بدل شوی.د بېلګی په توګه دوی څو کاله وړاندې چارلی ابدو مجلې ته اجازه ورکړله چې د اسلام د ګرانقدر پیغمبر نبی اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) ته د سپکاوی کاریکاتورونه وکاږی.د فرانسی دغه ناوړه چارې په اسلامی نړۍ کې د پراخو ناخوښیو او ولسی غبرګونونو سبب شوې، مسلمانانو له فرانسوی واکمنو د سپیناوی او د نورو ادیانو او ولسونو ارزښتونو ته د یوه متمدنې ټولنی په توګه د درناوی کولو تمه لرله، ولی فرانسوی واکمنو او اروپایی مشرانو د سپکاوی کوونکو ترڅنګ ودرېدل، د هغوی په ریشخند او توهین ولاړ کار یې د بیان آزادۍ په نوم وستایه، ملاتړ یې ترې وکړل او د اسلام سره د دښمنۍ، د اسلام د کم راوستلو او د مسلمانانو د منزوی کولو کمپاین یې په لاره واچاوو.حال داچې د دی په مقابل کې که څوک په فرانسه یا هر بل اروپایی او غربی هېواد کې د هولوکاسټ اړوند علمی څېړنه کوی، دوی هغه غندی، د حقیقت څخه انکار یې ګڼی، د یوه ولس د سرښندنو سپکاوی یې ګڼی او دغه ډول څېړونکې محکمی ته راکشوی او د بی شمیره ټولنیزو بندیزونو سره یې مخ کوی.دا دوه مخې، د مور ـ میری چلند او په ټوله کې فاشیستی توپیرونه او تناقضات د دې ښوودنه کوی چې، د دوی اصلی ستونزه له اسلام، د اسلام له مخ پر لوړ نرم ځواک او په ټوله کې د اسلام د عزت او عزمت له لارې د مسلمانانو له یوالی او بیا په پایله کې د غربی تپل کړې نظم او یواړخیزه نړېوال فرعونیت د راپرزېدو، ماتی او دړې وړې کېدو څخه ده.ځکه که خبره د غربی ایډیالونو او ارزښتونو د دریځ شی، نو دا څنګه ممکن، معقول او منطقی ده چې په یوه هېواد کې دې د زرګونو میلیونی امت د ارزښتونو، مقدساتو او تر ټولو لوړو اعتقادې بنسټونو د سپکاوی حق خوندی وی، قانونی دې وی او د اروپا په نوم یوه پوره لویه وچه دې ورڅخه ملات وکړې، د جګړې تر بریده دې مخکې لاړ شی، ولی په یوه بله کاذبه کیسه یانې هولوکاسټ دې دومره ټینګ ودرېږی چې بیا نه د بیان آزادۍ ځای لری، نه د بشر آزادی مانا ولری او نه د مډرنیته سیکولاره موجونه دې کار وکړې.د فرانسوی واکمن ایمانویل مکرون د اسلام دښمنو دریځونو خلاف د ګڼ شمیر مسلمانو ملتونو له لوری د فرانسوی توکو سره پریکون ـ نټه کول او د فرانسوی واکمن دیته اړوتل چې د یوې اونۍ دننه سپیناوی ته حاضرېدلو، دا وښوده چې که په اسلامی نړۍ واکمن رهبریتونه او حکومتونه لږ هم د خپلو ملتونو د ننګ او اوچتی فرهنګی ویښتابه سره مله شی نو د اسلامی امت روان بد حالت به ډېر ژر بدلون ومومی، د استعمار تورې لړې به ټولی شی او امت به یوځل بیا د خپل ارمانجن زرین پړاو د عزت او عزمت دریځ ته وګرزی.ځکه هغه پریمانه اقتصادی شتمنۍ، جغرافیوی فرصتونه، انسانی وړتیاوی، ارمانی ځواک، ایډیالوژیک ملاتړ او پراخه نړېواله بشری اړتیا چې د لویدیځ د درواغجن تمدن، بدنام تهذیب، اشغالګریو، ظلم، بربریت او وحشتکاریو له امله د نړېوال نظم په دریځ تپل شوی دې، نړېوال انسان او بیلابیل تمدنی بشری استعدادونه یې له ګواښ، ناخوښۍ او د تباهۍ تر درشله له مرګ او محکومیت سره مخ کړې دې.د دې ظرفیت د پاللو، پنځولو او بشپړتیا په لار کې تر ټولو مهم او عملی ګامونه د مسلمانو ملتونو ترمنځ د مذهبی توپیر پرځای دینی ورورولۍ ته کار کول، په خپل منځو دردونو غلبه کول، د اسلامی خاورو څخه د پردو جګړو او اورونو د بسترونو ټولول، د مسلمانو حکومتونو ترمنځ د مشترکاتو رغونه او پر ستراتیژیکو ټکرونو غلبه، د تکفیری ډلو منزوی کول او په ټوله کې د اروپایی ټولنی، اروپایی ګډې جرګګۍ او د شمالی اتلانتیک یا ناټو او په اقتصادی ډګرونو کې د ګډو اقتصادی منظمو او اغېزمنو بدیلونو رامنځته کول دې.اسلامی نړۍ کولای شی پدې برخه کې د چینې او نورو له لویدیځه په تنګ او جنګ ټولنو څخه هم د خپلې ښې سباه او نړېوالۍ عادلانه رهبرۍ او نظم په ټوکولو، جوړولو او رغولو په برخه کې مدبرانه ګټه واخلی.ځکه ترڅو چې د نړېوال رهبریت اوچلېدونکې نظم هویت تعریف نه شی، کمزوری او دردېدلی ملتونه د دریځ څښتنان نه شی او نړۍ ته عادلانه رهبریت اعاده نه شی، تر هغه د لویدیځ سړېتوب ته د راګرزېدو او د اوسنې فرعونی چلند د سمون تمه لرل مهال ده.مګر اسلامی نړۍ د دې هر څه د بدلون، تنظیم او رهبریت پراخ واک او ظرفیت لری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا