گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مهمند کټوازۍ له زندان ترولایت !
مهمند کټوازۍ له زندان ترولایت !

مهمند کټوازۍ له زندان ترولایت !

که څه هم هیڅوګ نه پوهیدل چی په خوست او کابل  کی د ورستیو پېښو شهیدانو په مناسبت د قران کریم ختم له مراسمو وروسته به چی دخوست والی محمد صدیق پتمن پکی ګډون کړی ؤ پر افغانستان د  مافیاېی سیستم لاندی ټولنه کی چی دائیمی  دوستان او دائیمی دښمنان نلری بلکه دائیمی ډالری ورکړه راکړه ده کوم خبر د پتمن صاحب غوږونو ته رسی خو ناببره دغه له تعجبه ډک خبر چی ګنی تورن جنرال مهمند کټوازی د مزارشریف د ۲۰۹ شاهین قول اردو پخوانی په بند  محکوم قوماندان چی د ۲۰۱۷ د جون میاشتی  په ۱۲ نیټه له نورو لسګونو افسرانو او سرتیروسره پر شاهین قول اردو د برید په تړاو د یوی پوځی محکمې له لوری په بند محکوم شوی ؤ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوری ریاست د ۱۳۹۹/۸/۱۲ نېټې د (۲۰۳۰)حکم په اساس د محمد صدیق پتمن پر ځای د خوست نوی والی په توګه وګمارل شو. کله چی پر شاهین قول اردو برید پلټل شوی ؤ  په پایله کی د محکمې د پرېکړې پر بنسټ د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورن جنرال مومند کټوازی او رییس ارکان برید جنرال عبدالروف محتاج هم  ددغه قول اردو د لسګونو سرتیرو سره یوځای په یو کال حبس محکوم شول  دا ځکه چی ګمان کیده پر شاهین قول اردو برید کې چی څه باندې ۱۳۵ سرتېری ووژل شوی  او ۶۴ نور ټپیان شوی ؤ مجکمی د ددغو لوړ پوړو چارواکو بی کفایتی شمیرلی وه بریدګر د ملی اردو رېنجرو او د سرتېرو په یونیفورم کې قول اردو ته ورغلی ول،

تر دوو تلاشیو تېر شوی ول خو په درېیمه کې یې تر پېژندل کېدا وروسته برید پیل کړی و. خو اوس چی په کابل کی د بی امنیتی له لامله بیکار امرالله صالح د افغانستان د حکومت دوهم لوی چارواکۍ  هر سهار شپږ نیمی بجی کله چی له خوبه راپاڅی نو دخپل فیس بک لاری د امنیتی غونډو لړۍ اعلاموی داپوښتنه نه را پیداکیږی چی څنګه کولای شی په افغانستان کی دغلو ، داړه مارانو ، او په نورور راز راز جرمونو ککړولاسونه له ټولنی لنډکړی چی یو پیژندل شوی اوزندان ته تللی مجرم له مجازات وروسته په ټولنه کی دداسی مقام چی عسکری نه بلکه نیغ په نیغه د ؤلس سره باید تل په اړیکه کی وی  څښتن جوړیږی ؟د سیاسی چارو شنونکی واېی چی افغان حکومت هم دغه نا غیړ مجرم ځکه دخوست ولایت ته د والی په توګه ورمعرفی کړ چی خوستوال نرم او داسی اولس دی چی د حکومتونو دټولو بی لوظیو سره سره هم سرنه ښوروی او ورته دبابا لقبونه ورکوی . خو اوس ولیدل شی چی خوستی اولسونه به ددغه پخوانی د قاتلانو دملګری سره څه چلند وکړی ؟ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا