گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د پنجاب جیره خواره ملا ته!
د پنجاب جیره خواره ملا ته!

د پنجاب جیره خواره ملا ته!

دې ورځو کې اورم چې د پنجاب د پوځ راشنی ځیره خواره ملایان، چې اکثر یې د فرنګی سازش په بنسټ په مسلمانو خاورو کې د شر او فساد ډانګیان دې، د افغانستان په کورنیو چارو او روانو سیاسی بدلونونو کې افراطی دریځونه نیسی.زموږ خطاب له افغان دریځه دوی ته دا ده، چې ستاسو او ننګ یې سره څه، ستاسو او زموږ ایمان او اسلام ته د خطر یې سره څه، تاسو پرون هم د اسلامی امت د ټوټه کولو، بیلتون او تفرقی سبب شوی یاست، او نن هم یاست، لومړی مو د بنګال په سر د پنجاب د خوندیتابه لپاره معامله وکړه، بیا مو د پنجابی یهودیت په بنسټ د مسلمانو بنګالیانو معصوم او مظلوم عزتونه، حرمتونه او شرافتونه ور ولټول.تاسو او خدای د کشمیر د مسلمانانو په سر مو د پنجابیانو د ځمکو د خړوبولو په پاره مو د سیند طاس تړون په نوم مو له همدغه هندوانو سره معامله ونه کړله، د سړې جګړې

پرمهال مو د نړۍ ټولو کفارو ته په خپل ملک کې اډې ورنه کړلی، همداوس د بحرین، اماراتو او سوډان سره د اسرائیلو د اړیکو په جوړولو کې د پنجاب د رول اړوند د فاکس نیوز راپور د څه شی کیسه کوې، د ( ای اس ای ) او ( سې ای ایې ) ترمنځ د افغان مجاهدینو د جنګولو او د طالبانو د اسلامی حکومت د راپرځولو مستند راپورونه د کوم اسلامیت یادوونه کوی، په افغانستان د یرغل او د طالب د راپرځولو امریکایی قومندانی، رهبرې او کوردینات ستا د رهبرانو په اجازه، ستا د استخباراتو په همکاری او ستا د ملایانو سره په معامله ونه شول، لعل جومات ستا واکمن بمبارد نه کړل، ډاکتره عافیه صدیقی ستا د جاسوسانو د مالوماتو په بنسټ امریکا ته ونه سپارله شوه، تا کرتارپور د هندو پنجابی سره د پنجابیت د اړیکی په بنسټ ۲۴ پرانیستی وی، ولی په پښتون او مسلمان افغان دې له کراچۍ تر پینډۍ لارې ونه تړلی، ستا د استخباراتو پخوانی مشر اسد درانی امریکا ته د القاعدی شبکی د مشر اسامه بن لادن په سر د پاکستان د همکارۍ اړوند اعترافات د کوم اسلام او ورورولۍ کیسه کوی.سیکولار قانون، ملحد نظام، فاسد حکومت او په خاوره کې مو د منکراتو، فحاشیو، بی دینی او بی حسابه اخلاقی ځوړتوبونو خو مو شمیر نه کیږی.

د دې ټولو اړوند د سمیع الحق، حامد الحق رسنیز دریځ، فتوی، لاریون او جدجهاد چیرته وو، ملا فضل الرحمن کله دا شرارت، فتنه او فساد بللی، غږ دې پورته کړې وی او د اسلام د سپېڅلی دین له دریځه دې د پنجاب سیکولاره واکمنۍ غندلی، ننګولی او غبرګون دې ښکاره کړې وی.همدا ټول غیرتونه، عزتونه او عزمتونه هم بی حسابه وګڼی، د پنجابی ملا او مسلمان وجدان ولی ویښ نه وه، ایمان یې چیرته وه او د دین غم یې په کومه تاخچه کې ایښی وو، چې په افغان وطن د امریکا او یرغلګرو متحدینو د یرغل تیره ۲۰ کلنه اوږده موده کې ولی د دوی له خاورې د همدغه یرغل په ترانسپورټی کاروانونو، خوراکې، ازوغې، ټانګونو، بمونو او د مسلمان وژنې په کتارونو برید ونشو، دایې ولی ذهن ته رانغلل، دا اسلامیت ترې کومو اوبو وړې وو او که دا هم نشوای کېدای نو پخپل حکومت او ریاست خو به یې کله هم فشار راوړې وو چې د افغان ـ مسلمان د وژلو وسایل منع کړې.د بابړې ننګه، په پنجابی ـ فرنګی جبر کې د پښتون او بلوڅ مسلمان د قتل عام، اسراییلی محکومیت او نازیستی ټولوژنی داستان او کیسه خو هسی اوږده، او په هغه اړوند د دوی ایمان، وجدان او خیانت خو هېڅ د قضاوت وړ نه ده.هسې خو هم دین، ایمان او رمضان د پټان په پچه ختلی او پنجابی دې سړېتوب ته د ټینګی نه ده.له دې ټولو یوه خبره څرګندیږی چې د پنجابی ملا، میا، پیر او حضرت داسلام د برحقه پیغام د خپرولو، د اسلام د دښمنانو سره د مبارزی او په پنجاب واکمنه پاکستان کې د اسلام د شرعی سیاست، سیادت او حاکمیت د خپرولو او ورته د کار کولو پرځاى، د اسلام د بد نامولو، تخریب او حتا تحریف ماموریت مخته وړې، او د دوی ننوتل د پنجابی ـ فرنګی فیډریشن استخباراتی حمام ته، له دوی څخه ددې ټولنی دعزت، شرف او دینی وراثت لباس ویسونکې جوړ کړل.په همدې بنسټ په افغان قضایاوو کې د پنجاب د پروټوکولی، دربارې، استخباراتی او بدنامو ځیره خوارو په اصطلاح ملایانو دریځ که په هر دریځ وی ناوړه، شریر او فاسد ګڼو، غندو یې او د امریکایی یرغل د مدافعینو پټه، سړه او څارګریزه وسله او وسیله یې ګڼو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا