گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د وینې تیزاو دسولې پیکه رنګ!
د وینې تیزاو دسولې پیکه رنګ!

د وینې تیزاو دسولې پیکه رنګ!

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورئ په میاشت کې د دوه اړخیز هوکړه لیک له لاسلیک کولو وروسته جګړو په هیواد باندی د وحشت توره لمن وغوړوله. د اړونده سرچینو له مخې پنځوس سلنه د جګړو او درې څلویښت سلنه د ملکی تلفاتو کچه لوړه شوې ده. د سولې لپاره ټولې ژمنې په یخ باندی لیکل ثابت شول د بین الافغانی مذاکراتو د لمر راختو سره سم ویلې شوې.متاسفانه دلته له پردیو سره دوستی او یارانه ویاړ ګڼل کېږی، خو د افغان په لاس د بل افغان ورور وژنه د مجبوریتونو په کتګوری کې راوړی. دلته سوله یا مصالحه په خپل مفهوم چې د یوبل منلو او د یو د بل په وړاندې انعطاف او تنزل نه، بلکې د مخالف لوری تسلیمی او په خپله ارګ ته ننوتل او یا په ارګ کې پاتې کیدل سوله ګڼل کېږی. دلته د “اشدّأُعلى الکفار رحمأُ بینهم” قرانی ایت دعمل په ډګر کې په معکوسه توګه  پیاده کیږی.لنډه دا چې دلته د هر قاتل لپاره د غازی او خونکار او د هر وژل شوی لپاره د شهید او مردار القابو د کارولو لپاره دلئ دلئ توجیهات پراته دی، د انسان د ژوند ژغورلو، د دغې سوځېدلی خاورې د رغولو، د دغه کنډواله هیواد ښیرازولو او د دغه ګډ کور د جوړولو لپاره بین الافغانی مذاکرات د طرزالعمل جوړولو په مورد کې د اختلاف له امله له تیرو دوو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړ دی.دلته د سولی رنګ پیکه ده،  د زغم تحمل، متقابل احترام او انعطاف کلتور له منځه تللئ ده. دلته د ژغورلو لپاره هیڅ نشته، خو دلته آن د مورکئ په خیټه کې د نا مولود ماشوم وژلو ته هم توجیهات او بانې جوړیږی.د ارګ حاکمانو کلونه کلونه د بین الافغانی مذاکراتو د پیل په نوم کچکول د پردیو هیوادونو تر عسکری قاغوشونو پورې ورساوه او طالبانو شل کاله د بهرنیو ځواکونو د وتو په صورت کې د افغانانو د خپلمنځی سولې د شونتیا او اسانتیا ژمنې کولې، خو اوس مو ولیدل چې د دواړو خواو غوښتنې پوره شوې، مګر د ولسونو د سولې د ارمان د پوره کېدو هیڅ څرک نه لګیږی.زمونږ په جګړه کې د ښکېلو غاړو له وعدو او تشو خبرو څخه ملت دومره ناهیلئ شوئ ده چې اوس د سولی په تړاو د ټرمپ او بایډن په بریاو څرګندونو او ارادو باندی حساب کوی. حال دا چې زمونږ په هکله ټرمپ بایډن، اوباما یا بش هیڅ اختلاف نه لری. اوس مونږ د امریکا په لومړیتوبونو کې نه بلکې په زیاتو مواردو کې طفیلی او فرعی مسائلو کې راځو. زه منم چې زمونږ په جګړو کې امریکا ژور نقش لری، خو امریکا ته زمونږ سوله او ګټې نه، بلکې خپله سوله او خپلې ګټې اهمیت لری. که دلته جګړه د امریکا په ګټه وه، د جګړې خواوې خړوبوی خو که سوله ورته لومړیتوب ولری، نو د سولې لابی کوی. له طالبانو سره د سولې په تړون کې مو ولیدل چې  د خپلو عسکرو ژوند او خپلو جنګی وسائلو خوندیتوب او د افغانستان له خاورې څخه د ګټې اخیستو په نتیجه کې په امریکا او ملګرو باندې د هر ډول او د هرې ترهګرې ډلې لخوا د برید د مخنیوی لپاره د طالبانو ژمنتیا یې لومړیتوب وه. په هوکړه لیک کې یې په زغرده ورڅخه دفاع کړې ده. د بین الافغانی مذاکراتو د پیلولو لپاره د طالبانو د بندیانو د خلاصون او د تاوتریخوالی کمول یې د توقعاتو (Eexpectation) په کتګوری کې راوستلی ده.ښاغلئ ولسمشره!  د وخت حساسیت درک کړه. مونږ خپل ارزښتونه سپک کړل. مونږ په بهرنئ نړئ کې د پراخ فساد، پاشلی حکومتی چوکاټ، په شخصی خپلوی او یاری ولاړې دیپلوماسی له امله بهرنی دوستان له لاسه ورکړی دی. د دیوال نوشته ولوله! راځه هغه غلطی او سهوې مه تکراروه چې پخوانیو مشرانو کړې دی. په ګاونډ سیمه او نړیواله سطحه زمونږ د جګړې او سولې بهرنی اړخونه زمونږ د اوسنی ترینګلی کورنی سیاسی او امنیتی وضعیت او په قطر کې د بین الافغانی مذاکراتو د ممکنه ناکامې له امله په خطرناکو رقابتونو باندې لاس پورې کولاى شی. هرڅه ګډوډیداى شی. افغانستان له ناورین سره مخ کیدای شی. 

دا هغه څه دی چې تاسو به یې جوړلو وړتیا ونلرئ. تاسو د نجیب استعفا سهوه ګڼئ خو زه د هغه مهال د سیاسی بدلونونو د عینی شاهد په توګه د نجیب د استعفأ د شرائطو اړتیا ګڼم، مګر په نوموړی باندی ډیر ناوخته شوئ وه او له بلې خوا د مجاهدینو مشران د سیاسی حالاتو د ترینګلتیا په ارزونه او د پردیو لاس وهنو په مخنیوی کې پاتې راغلل.د وخت د حساسیت له امله ملی سیاستوال هم مسئولیت لری چې له رقابتونو او د امتیازاتو ترلاسه کولو څخه تېر شی. حکومت په مسلسله او متواتره توګه د کعبې په نیت ترکستان ته روان ده او حتى د سهوو د ارزونو لپاره بیا کتنې ته هم تیار نه ده. په اوسنی  وضعیت کې د غنی غلطی نه یوازې زمونږ  هیواد د نوی یمې لسیزې له کورنئ جګړې او لا تر دې هم خطرناک صورت حال سره مخ کولاى شی ، بلکې په خپله ولسمشر غنی هم د تباهی کندې ته غورځوی.کله چې د شرائطو کره کتنه نه وی، نو لکه د ډاکټر نجیب غوندی د مصئونیت له ستر پوښښ سره سره هم بند راځی او د هوایی ډګر په څلور لاره کې ورباندی د ملګرو ملتو الوتکې ته د پورته کیدو مخه نیول کېږی او د تیښتې لاره یې بندیږی.د ربانی طالبانو او کرزی د حکومتونو په مهال مې ارګ لیدلئ وه. د هر یوه خپله ځانګړتیا درلوده. د ربانی حکومت په حکومت کې ارګ د احمد شاه مسعود له انځورونو او پکول والا خلکو کور وه. طالبانو ارګ ته سپیڅلی اسلامی عنعنوی افغانی رنګ ورکړئ وه. واىی که باجوړ نه خورې نو غیبت یې مه کوه.  د کرزی د حکومت پرمهال ارګ د خلکو کور او د ملی ارزښتونو سپیڅلتیا ننداره وړاندې کوله، خو اوسنى ارګ بالکل بدل بدل ښکاری او د USAID د دفتر ننداره وړاندی کوی. یو وخت د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد کې د خلکو کور ته ورغلئ وم. هغه مهال د ترکمنستان ولسمشر سفرمرادنیازوف یو مغرور متکبر او لادینه شخص وه، خو په ارګ کې داسې خلک ښه ډیر ښکاریدل چې د دغه هېواد د کلتور، ټولنیز ذهنیت ملی ارزښتونو او دین پورې د تړاو استازیتوب یې کاوه. دغه هېواد او عنعنوی مذهبی تولنه د اوسنیو بیځایه مانورونه او بدلونونو تاب او زغم نه لری. غنی له باروتو سره لوبه کوی.  زه د سمون او بدلون پلوی یم خو معتقدات جلا ځانګړتیاوې لری او ملی کلتور خوندی ساتل هم د تمدن د ژوندى پاتې کېدو لپاره اړین ده. اوسنئ اداره ددغو مقدساتو په ساتلو او د هیواد په مدیریتی وړتیاو پوره کولو کې پاتی راغلې ده. موازی ادارې او کمیسیونونه جوړول یې زده دی خو له فساد سره د په مبارزه کې په بشپړه توګه ناکام دی. د فساد ټول انواع او اقسام  له ارګ څخه پیلیږی او له ارګ څخه یې دفاع کیږی.طالبانو باندې هم یو ځل بیا غږ کوو چې نه درسره عقده لرو او نه هم درته خوبونه وینو. وروڼه او ددغه هېواد د وګړو په توګه مو د ټولنیز بدن غړی یاست. له تاسو پرته نیمګړی یو او د ټولنې د روانی او نوراز راز رنځونو معالجین مو یاست. د سولې په هکله اوسنئ تګلاره مو له اور سره لوبه کول دی. په تیزی سره د بدلولیدونکو حالاتو د خطر دقیقه، کره هراړخیزه محاسبه وکړئ. اوسنى نظام ښه او که بد ده، خو خداى مه کړه که یوه ضربه یې وخوړه، نو  بیا به یې غنی او تاسو د مدیریت وړتیا ونلرئ. د دغه هېواد د بچیانو په توګه په دغه خاوره باندې له مخالف لوری سره د ګډ محترمانه ژوند او ګډ کار کولو هنر زده کړئ. لکه دپخوا په شان د واک د انحصار تصور هم مه کوئ. د اسلامی نظام او ولسی رأیو پربنسټ ولاړ زعامت په رامنځته کولو، مالی ادارې او اخلاقی فساد د له منځه وړلو په تړاو مو ټول ملت په کلکه ملګرتیا کوی. د سرومال په بیه درسره ولاړ دی، خو جګړه ورته د توجیه وړ نه ده. د سولې په هکله څرګند او ځانګړی وضاحتونه ورکړئ. خپلې غوښتنې په رڼه ډګر مطرح کړئ او لکه چې امریکا سره مو وکړه همدغه شان یو د سولی تړون له خپلو افغانانو سره هم لاسلیک کړئ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا