د غوره کوؤنکی یادونه :نن می بیاهم دلوی استاد ( استاد خادم بابا ) دچاپی اثارو له مجموعې دا ښکلی ادبی ټوته را غوره کړی ، چی عنوان یی دی ( د دنیا ویش) هیله ده په ادبی مینه یی ولولئ او ادبی ګټه تری واخلئ او له دوستانو سریې شریکه کړی . مننه او خوښنه .
د آ سمانونو پورته خوا نه د ځمکې دا وسیدونکودپاره دا نداء ، راغله : اې د ځمکې خلکو ، دنیا زما مال دی خو تاسو ته یئ پریږدم په خپل منځ کښې یئ په ورورئ برابره وویشئ . زوړ او ځوان عالم او عامی شهری ا ودهقان . ټولو را منډې کړې ا وپرې را سره شول ـ دهقان د تخم کرلو دپاره د ځمکې یو ه حصه را بیله کړه ، ښکارې لینده په اوږه کښیښوده د ځنګله لاره یی ونیوه ، دتاجرچی څو مره دلاسه کیده خپلې کیسۍ او همیا نی یئ دزرو او جواهرو نه ډکې کړی .پادشاهانو خپل حکم او نفوذ ، باج او خراج په خلکو تحمیل کړل دنیا په دغه شان تقسیم شوه او هر چا خپله برخه واخیسته ! یوازی شاعر بیچاره ددې لوټ نه محروم پاته شو خدای زده له کومه ځایه په منډه راغۍ ګورې چی هرحه تالا شوی دی ، هیڅ نه دی پاتی . نو په ژړا فریاد یی وویل :« زه مو هیر شوی یم ؟ سره ددی چی زه د هرچانه زیات ستا درحم او مهربانۍ مستحق یم .» ندا ـ : دویش به وخت چیرته وی ویده وی ! شاعر: زه تاسره وم . سترګې می ستا په لور او غوږونه مې ستا ملکوتی آواز ته متوجه وو ، زما په بایلودی اومفتون زړه رحم وکړئ ، زه حیران او مبهوت ستا په حضور ولاړیم هرڅه می هیر وو!نداء : چاره څه ؟ دنیا وویشل شوه نورڅه نشته که ماسره اوسی د آسمان دروازې تاته بیرته دی ستا د ګرځیدو او هردپاره هیڅ حدود او سرحدونه مانع نه دی په ځمکې کښې څه کوی ؟ ستا دروح د جولان دپاره دآسمانونو پورته فضاء تیاره ده !