گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خوست دینی عالمانولخوا دجګړی غنــدنه او د اوربنـــد غوښتنــــه !
د خوست دینی عالمانولخوا دجګړی غنــدنه او د اوربنـــد غوښتنــــه !

د خوست دینی عالمانولخوا دجګړی غنــدنه او د اوربنـــد غوښتنــــه !

د سې شنبې په ورځ د خوست لسګونو دینی عالمانو او د جوماتونو امامانو او خطیبانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې روانه جګړه غیر دینی او د نظام د ړنګولو لپاره یې د پردیو یوه دسیسه وبلله.دوی له ښکیلو لورو وغوښتل، چې د افغان وژنې د بندیدو او له ورانۍ څخه د هېواد د ژغورنې  لپاره دې جګړه بنده او د سولې بهیر دې چټک کړی.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوی شاه محمد محمدی وویل، نور باید افغان وژنه او د هغوی دعزت تلف کول بند شی، د سولې پروسه دې چټکه او دایمی اوربند دې ټېنګ شی.دی وایی،علماء روانې جګړې ته جهاد نه بلکې فساد وایی،غیرشرعی یې بولی اود خپل نظام د ړنګولو جنګ یې ګڼی.د خوست د علماوو شورا رئیس وویل، روانه جګړه د بهرنیانو په ګټه ده، نو دبهرنیانو پرځای ټول باید خپل وطن ته کار وکړو.

دا چې د نظام پر وړاندې د جګړې مساله په دینی لحاظ څنګه ده په اړه یې مولوی احسان الله حسین وویل:((په اوسنی وخت کې به تاسو ته مالومه وی، چې د مصر د الازهر علماوو، د سعودی عربستان علماوو، د بنګلدېش علماوو، د ټولې اسلامی نړۍ علماوو له هغه وروسته چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ موافقتنامه لاسلیک شوه، پدې هېوا کې یې جګړه جهاد نه بلکې فساد وباله، موږ وایو نظام همدغه ده، د ړنګولو اجازه یې چاته نه ورکوو، اما اصلاحاتو ته اړتیا شته او د هغې د اصلاح غوښتونکی یو.))په غونډه کې ډیریو ویناوالو د سولې په روانو خبرو اترو کې د دینی عالمانو د ونډې د ډیریدو غوښتنه وکړه.

مفتی محمدسلیم منصور وایی، افغانستان یو اسلامی هېواد دی، قانون، ولسمشر، قاضی، محاکم او ټول بنسټونه یې په اسلامی اساساتو بناء دی.دی زیاتوی، کچیرې افغان ولسمشر او افغان حکومت د سولې په روانو خبرو اترو کې د دینی عالمانو ونډه ډېره کړی، نو تمه ده چې د سولې پروسه به چټکه او د جګړې د بندیدو سبب به شی.د ولسمشر سلاکار وزیر مولوی سردار ځدراڼ  هم وایی، زموږ په اسلامی ټولنه کې دینی عالمان ډېر مهم رول لری.دده په وینا، که د هېواد په کچه علماء راپورته شی، دوی دا قابلیت او صلاحیت لری، چې په دواړو خواوو د جګړې د بندولو غږ وکړی او پدې برخه کې عام ولسونه له ځانه سره ملګری کړی.د دینی عالمانو پدې غونډه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو هم ملاتړ وښودل شو او پر وړاندې یې جګړه د نړۍ د دینی عالمانو له نظره ناسمه وګڼل شوه.مولوی محمد داود وقفی وویل، د مسجد الاقصا خطیب او د نورو مهمو مذهبی مرکزونو علماوو د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه غیر دینی بللې ده.د خوست لسګونه دینی عالمان داسې مهال له افغان حکومت او طالبانو د اوربند او د جګړې د دریدو  غوښتنه کوی، چې د د تیرې شنبې ورځې ماښام د افغان دولت او طالبانو مذاکراتی ټیمونو د بین الافغانی خبرو د کړنلاری د ورستی کیدو اعلان کړی  وو.بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلی وو، له مقدمې پرته پر ۲۱ مادو باندې په اصولو کې موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور بحث او وضاحت ته اړتیا لری

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا